د مينې پيغام/ مسلم يار

ـــــــــــــــــــــــ

کېنوئ نيالګي،نيالګي
مـه کـرئ اغـزي،اغـزي

دا کــاڼـي او بـوټـي به
ټول ښکاري شينکي،شينکي

لاړو خـزان تـېر شولـو
بيا راځي سپرلي،سپرلي

دا چې نن واړه ښکاري
دا به شي زلمي،زلمي

تـل د خداى ثنا وايې
دا بـوټـي تنــکي،تنــکي

پرېږدئ غر پرې ښه ښکاري
مه راوړئ لـرګـي،لـرګـي

ټول سره يو موټى شئ
ټول کوئ دوستي،دوستي

بيا له ګودر غږ وشو
بيا راوړئ منګي،منګي

خوند کړي {مسلم ياره}ډېر
ستا غزل خيالي،خيالي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button