زما د قاعدې استاده؛ تا ته مې سلام دی!

لیکنه: خالد وزیروال
بعضې سیلکولران فکر کوي چې ملایان او قاریان ماشومان وهي او رټي یې.
حدیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم دی چې د خپل ماشومانو نه لښته مه لرې کوئ تر څو ادب زده کړي.
علي رضی الله عنه فرمایي چا چې ماته یو ټکی وښودلو زه یې غلام یم که په بازار مې خرڅوي ورسره ځم.
خو وهل داسې باید ورکړای شي چې په مخ ونه وهل شي په لاس ووهل شي او که په لښته یې وهي هم خیر دی خو چې داسې ووهل شي چې هډوکی یې مات نشي او څرمن یې توره نه شي” بله دا چې وهل زیات وخت ونه شي فقط وډارول شي ځکه په تش ډارولو د انسان هیبت برقرار پاتې کیږي او په زیاتو وهلو سره د هغه له هیبت له منځه ځي او ماشوم زړه توری یاپه اصطلاح تورغوږی کیږي .
خو داسې هم نه لکه څنګه چې دا سیکولران فکر کوي او دا بدمرغه فکر په خلکو کې پاشي چې قاریان او ملایان ولې وهل کوي.
که وهل نه وي نو شاګرد هېڅ وخت په مینه درس نه زده کوي په ټوکو ټکالو کې هېڅوک نه دی عالم شوی وهل او رټل په زده کړه کې تر ټولو مهم کار دی د شاګردۍ چوکۍ شوخه چوکۍ تر څو چې د پابندۍ لاندې ونه نیول شي هېڅ خپل هدف ته نه شي رسېدلای.
خو هو دا په هغه وخت کې چې ماشوم په خپلو ښو او بدو نه پوهیږي یعنې ۱۸ کلنۍ ته نه وي رسېدلای.
علماء یوه مقوله بیانوي چې عبارت ده له (الضرب لصبیان کالماء للزرع) څخه ژباړه یې داده: ماشوم لپاره وهل داسې دي لکه فصل ته اوبه.
پښتو کې یو متل دی چې ډب نه وي ادب نه وي!
ډب له خرو نه انسانان جوړ کړي ځکه هر انسان چې د استاد لښته ورپسې نه وي خر ترې جوړیږي بیا نه ځان پیژني نه خدای پیژني نه مور پیژني نه پلار.
د سترګو لیدلی حال درته وایم زموږ د وزیرو په احمد خیلو کې علماء ډېر کم وو مدرسه نه وه ماشومان خپل سري ، بې ادبه او ښکنځل مار وو مکتب ته تلل خو هلته وهل او رټل نه وو شاګردانو غیرحاضریانې هم کولې خو کله چې یو عالم راغی مدرسه یې جوړه کړه شاګردان ورته رامات شول پلارانو خپل بچي په مدرسه کې واچول بیانو له هغه ماشومانو داسې ګلان ووتل چې په لاره تلل تیږې یې نه وارولې د ښکنځلو په ځای یې سلام اچولو هغه ماشومان چې خپل مور او پلار به یې په تیږو ویشتل .
نن هغه قاریان دي علماء دي او په خپله استاذان دي خلکو ته ادب او انسانیت ورښایي او د خپل ځان په څېر د نورو روزنه کوي ولې؟ ځکه هلته پابندي وه وهل او رټل وو ….
زما د قاعدې سپارې استاده څومره دې ووهلم څومره دې وډبولم او څومره دې مینه راکړه همدومره راباندې ګران یې نن چې زه څه یم ستا د وهلو او زورولو برکت دی نن چې زه په کوم مقام یم تاته دعا کوم چې وینم دې لاسونه دې ښکلوم که ستا وهل او رټل نه وای خدای خبر له مانه به څه جوړېدل؟
زه چې څه یم ستا دلاس ایښودل شوی نیالګی یم او څومره مېوه او ثمره چې تولیدوم ستا لپاره صدقه جاریه ده والله بالله چې زه ستا هېڅ پور نشم ادا کولای که ټول عمر دې په سر ولې ونه ګرځوم.



