د دین خدمت د چا په غاړه دی او څومره مهم دی؟

لیکوال: مولوي احمدالله حسین خېل
دې کې شک نه شته چې د یو فصل یا د یو باغ خدمت نه کیږي همدا راز یې د مرضونو مخنیوی ونه شي له منځه ځي.
دین د تمامو مسلمانانو مشترک کور دی یا په بله معنا زموږ مشترک باغ دی او ساتنه یې راباندې فرض ده.
د دین خدمت دوه ډوله دی
لومړی: د دین له دښمنانو څخه د دفاع په څېر دین خوندي ساتل او د باطل پروپاګند مخه نیول دي، چې (تخلّي عن الرزائل) یې بولي.
دوهم: د دین دعوت او د مبارک دین ښایسته صفات پر مخ وړل چې (تحلّي بالفضائل) یې بولي؛ دا د دین له سترو خدمتونو څخه دي.
دین څومره مهم دی؟
د دین اهمیت به تاسو ته له دې خبرې څرګند شي چې الله جل جلاله په هره زمانه کې خپل نازولي بندګان (پېغمبران) له دین څخه قربان کړي، خو دین یې د یوې دقیقې له پاره هم له چا څخه نه دی قربان کړی.
په اخېر کې د خپل خوږ نازنین پېغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د دین له پاره تکلیفونه، د غاښونو شهادت، د مبارک مخ زخمي کېدل، دطائف په سف ر کې ټول مبارک وجود په سرو وینو لړلی او په ډبرو وېشتل دا د څه له پاره و؟
د زرګونو لکونو صحابه کرامو شهادتونه، په لکونو بچي یتیمانېدل، د بې شمېره علماءو په دار ځړول، دا څوارلس نیم سوه کاله د مسلمانانو زحمتونه، تکلیفونه، بندیخانې او هرقسم مصیبتونه، دا تاریخي تسلسل، دا د غم نه ډک داستانونه، دا قیمتي ځوانۍ، انساني جواهر (اندامونه) ټوټه ټوټه کېدل ټول هغه څه دي چې د دین اهمیت پکې پروت دی بله هیڅ کومه معنا نه لري.
یو پیاوړی مسلمان د خپل بدن څخه یو اندام د ټولې دنیا په قیمت نه پلوري خو د دین په یوه ادنی مسأله ټول وجود په اورونو لولپه کوي د دې دا معنا چې دین ورته ډیر ارزښت لري.
خو متأسفانه چې د نن عصر مسلمان ولس دغه ستر ویاړلی مقام او د الله تعلی دغه ستر هدف او مقصد یوازې تر علماءو یا هم د دین پر طلباءو پورې منحصر بولي او حال دا ده چې د نړۍ په هر مسلمان باندې د دین خدمت د خپل ځان تر حفاظت څخه لومړی حق لري او دا هغه دین دی چې د مسلمانانو سپڅلې ایمان په کې خوندي دی که خدای ج مه کړه د دین په خدمت کې بې غوري وکړو نو له سپېڅلي ایمان څخه به لاس ووینځو، عام مسلمانان تل د خپل ځان خدمت په هڅه کې دي او د دین خدمت پړه یوازې د دین پر علماءو ور اچوي او د هغوی دنده یې بولي.
د دین ساتنه د مسلمان له پاره د ایمان حیثیت لري او په هر مسلمان لازمه ده چې د خپل ایمان حفاظت په خپله وکړي.



