د لمونځ مسایل (۳۸مه برخه) – د فرض لمانځه په اخيرنيو دوو رکعتونو کې د سورة فاتحه حکم –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د فرض لمانځه په اخيرنيو دوو رکعتونو کې د سورة فاتحه حکم
پوښتنه : د فرض لمانځه په اخيرنيو دوو رکعتونو کې د سورة فاتحه لوستل واجب دي که سنت او که مستحب؟ او که کوم کس يې ونه وايي د هغه د لمانځه حکم څه دى؟.
ځواب : د فرض لمانځه په اخيرنيو دوو رکعتونو کې د سورة فاتحه لوستل مستحب دي او که کوم کس يې ونه وايي د هغه لمونځ کيژي، البته قصدا داسې کول نه دي پکار ([1]).
په نيت کې د غلطي کولو له امله د لمانځه حکم
پوښتنه : که يوه مسافر په غلطي سره د دوو رکعتونو پر ځاى د څلورو رکعتونو نيت وکړ نو آيا د هغه په لمانځه کې کومه خرابي راځي او که نه؟.
ځواب : د نيت کولو په وخت کې د لمانځه تعين ضروري دى چې د ماسپښين لمونځ کوم، که د رکعتونو په شمير کې د نيت کولو په وخت کې کومه غلطي وشي نو د دې د لمانځه په صحي کيدو باندې کوم اثر نه پريوځي ([2]).
مسئله : د واجبو په ترک (پريښودو) سره لمونځ ناقص کيژي.
مسئله : له واجبو څخه منکر (انکار کونکى) فاسق دى او له فرض څخه منکر کافر دى.
مسئله : که چيرته قصداً واجب پريښودل شي نو د لمانځه راګرځول واجب دي.
مسئله : د واجبو پريښودل مکروه تحريمي دي او د مکروه تحريمي په ارتکاب سره انسان فاسق او ګنهګار کيژي.
مسئله : کوم لمونځ چې له مکروه تحريمي سره اداء کړى شي هغه واجب الاعاده کيژي، يعنې راګرځول يې ضروري دي ([3]).
د قومه (ولاړې) په حالت کې امام، مقتدي او منفرد ته د تسميع او تحميد ويل
پوښتنه : د امام، مقتدي او منفرد لپاره د لمانځه په وخت کې د تسميع او تحميد ويلو حکم څه دى؟ همدا ډول که چيرته امام دواړه سره جمع کړي نو په دې سره په لمانځه کې کومه خرابي راځي او که نه؟.
ځواب : په جماعت سره د لمانځه اداء کولو په حالت کې د امام وظيفه تسميع (سميع الله لمن حميده) او د مقتدي وظيفه تحميد (ربنا لک الحمد) ويل دي او منفرد به دواړه جمع کوي، يعنې دواړه به وايي، که امام په تسميع باندې اکتفاء وکړي نو دا ډيره بهتره ده او که چيرته دواړه سره جمع کړي د دې هم ګنجايش شته دى، په دې سره په لمانځه باندې هيڅ اثر نه پريوځي ([4]).
([1]) فتاوى عباد الرحمن، ١ : ٤٣٢، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ١٥٣ – ١٥٤، الشامي، ج : ١، ص : ٥٣٦.
([2]) فتاوى عباد الرحمن، ١ : ٤٣٣، بحواله : البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٢٧٩ – ٢٨٢، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٩٢ – ٩٨.
([3]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ١١٤، بحواله : نماز مسنون، ص : ٣٠٣، کتاب الفقه، ج : ١، ص : ٣٧٩.
([4]) فتاوى عباد الرحمن، ١ : ٤٣٤، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ٢، ص : ٢٠٠ – ٢٠٢، الشامي، ج : ٢، ص : ٢٠١.



