اذان د ازادۍ وکړه بلاله!

شفاعت ریحان
چــې باســي دې کاته زړونــه له حاله انډيـــوالـه
خـبـر به دې نـو نــه يې له کــمـالـه انډيــــوالـــه
وختـونـه مـو تېــر کړي د وحـشـت په ځنځيرو کې
اذان د ازادۍ وکــــړه بـــــلالـه انـــــډيــــوالــه
چـې بيـا يې چـنارونـه جوماتــونه شـهيــدان شول
خــبـره لـه ميــونــده کــړه مــــلالـه انــډيــواله
ناحقـه مې لاس اړ کـړ سـتا د زلفـو پـه تارو کـې
وتـلـى دې اوس نـه شـمـه له جــالـه انــډيــوالـه
دا هر وخت چې مې لپـې وي نـيـولي و اسمان ته
بـېـرېـږمه پـه خـداى له ذوالـجـلاله انـــډيـــوالـه
دا نـن مې ځکه سـترګې له تا بل طرف ته نـه وړم
ديـدن بـه دې ناغــه وي تـر بـل کالـه انــډيــوالـه
کـه تـږو د ديـدن تـه دې ساقـي جامـونـه وړل نـو !
هغه وخـت کې دې و نـه وځـم له خيـالـه انـډيـواله
تـا څـه وکړل زمـا په نازولـي ” شــفـاعـت ” مـې؟
چـې هـر ځاى وي اوس ګـډ ستا له جـماله انـډيواله
1395,12,18,



