زړې ښځې به جنت ته نه ځي

أبوالزین «حکیم الله صابر» الحنفي

حضرت أنس رضي الله عنه فرمايې : یو ځل یوې زړې مېرمنې له پیغمبر أکرم حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نه د دعاء کولو غوښتنه وکړه چې الله جل جلاله جنت ورته په برخه کړي ، حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم ورته وفرمائل : {لاٰ تَدْخُلُ الْجَنّةَ عَجُوزٌ} “هیڅ یوه بوډۍ مېرمن به جنت ته لاړه نه شي”.

د لمانځه وخت شو ، حضرت رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم لمانځه ته ستون شو ، بوډۍ ډیره خواشینې شوه او په ژړا یې لاس پورې کړ تر تردې چي بیرته رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم تشریف راوړ ، عائشه صدیقه رضي الله عنها ورته وایې : یا رسول الله ! صلی الله علیه وآله وسلم دا ښځه ستا د وینا له أمله تر اوسه ژاړي او پوښتنه کوي ، چي “ولې به زړې مېرمنې جنت ته داخلې نه شي”؟!

د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وآله وسلم وخندل او ویې ویل : هو ! هيڅ سپین سري به جنت ته نه ځي (یعني خداي متعال به یې ځوانه کړي بیابه جنت ته ځي) بیایې وفرمائل : ولي تا د الله جل جلاله ارشاد ندی لوستلی چې : {إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاء فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا عُرُبًا أَتْرَابًا} .
(الواقعة :35,36) .
ژباړه : او بیشکه ښځي موږ په خاص ډول جوړي کړي ، یعني داسي مو جوړي کړي دي چي هغوي ځواناني ، محبوبي او همزولي وي (نو چي کله یې ځواني او همزولي کړي بیا به یې جنت ته داخلوي).”
(په پاخه عمر کې مړه شوي ټول خلک به لومړي ځوانان او بیا جنت ته داخل کړای شي).
زموږ د محبوب محمد عربي صلی الله علیه وآله وسلم خوش طبعي یا مزاح داسي وو.
(مأخذ : تحفة الأحوذي ، للمبارکفوري جــ۶ صــ۱۰۸)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button