بیابه هم راځي!

لیکنه:حامد مستشهد
یو شمیر خلک په دې آند دي، چې د طالبانو هغه اسلامي نظام، بیا راتلل، ناممکن دي، یوه لاره لري چې حکومت ته تسلیم شي او د اسلامي نظام خوبونه دې له زړه وباسي.
څوک چې په دې ګمان وي چې اسلامي نظام نشي راتللی او همدايې شعار ګرزولی وي چې هغه پخوا وختونه لاړل، بیا نشي راتللی.
ددې فکر والا خلک زما په آند، یا د اسلامي نظام مخالف دي او نه غواړي چې اسلامي نظام راشي، او یا له تاریخه ناخبره دي ، او یا هم د کمزورې عقیدې خاوندان دي.
هغه چې اسلامي نظام نه غواړي په اصل کې د اسلام مخالف دي د اسلام سره دښمني لري، او تل هڅه کوي چې اسلام له مینځه یوسي، او د اسلامي نظام پر ضد شعارونه او پوچ تبلیغات کوي.
دغې ډلې ته صرف دا آیت کافي ده
يُرِيدُونَ لِيُطْفِـُٔوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوٰهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُونَ
ژباړه
دوى د خولو په پوكيو سره د الله د رڼا مړه كول غواړي. او د الله فېصله دا ده چي هغه خپله رڼا بشپړه خوره کړي كه د كافرانو دا هر څومره بده ايسي هم.[سُوۡرَةُ الصَّف : 8]
او له تاریخه ناخبره خلک، او د کمزورې عقیدې خاوندان هم دا وایي چې د اسلامي نظام راوستل امکان نه لري.
که دوی تاریخ وګوري چې د اسلام ابتدا په کوم حال وه زموږ خوږ پیغمبر [صلی الله علیه وسلم] چې جهاد کولو هغه سره څومره افراد وه،
هغه سره څومره د جګړې اسباب وه .
په غزوه بدر کې دمسلمانانو تعداد ۳۱۳وه، او دوه اسونه ورسره وه،او اویا(۷۰) اوښان وه.
بل خوا د مقابل لوري نه ۱۳۰۰دافرادو تعداد وو، او دوه سوه (۲۰۰) اسونه ورسره وه، او شپږسوه(۶۰۰) جنګي زغرې ورسره وې .
که په اسبابو او افرادو دجګړې ګټل وای، او دحق او باطل مینځ کې توپیر نه وای، ښکاره ده چې دا جګړه به مشرکینو له مسلمانانونه ګټلې وه.
خو نه! داسې ونه شو، دا جګړه مسلمانانو وګټله، ځکه چې ددوی دا یقین وه چې دوی په حقه دي، له دوی سره رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ده، کوم خبره چې دوی ته پیغمر علیه السلام کړې هغه ریښتینې ده، دوی سره دالله (ج) نصرت ده ،او په همدې یقین او باور باندې مسلمانانو دا جګړه وګټله او دمکه مشرکین یې ذلیل او رسوا کړل.
نن سبا چې دور د میډیا(رسنۍ) ده او دنړۍ سلو کې ۹۰ فیصده خلک ددغې دجالې ميډیا تر اثر لاندې راغلي دي، تل په هڅه کې دي چې حق او حقپاله ډله ورکه او بدنامه کړي، په مختلفو لارو باندې دغه ډله تر برید لاندې نیولې ده.
زموږ ځینې افغانان هم تر برید لاندې راغلي، او دهمدغې دجالي میډیا اثر ده چې د اسلامي نظام راوستل ورته ناممکن او محال ښکاري.
داسلامي تعلیم نه لرې والی، د دین داره خلکو بدنامول، فحش اومنکر خپرول، د سولې په نامه ځوانان او پیغلې د ګمراهۍ په لار راونول ، د وطن خرابولو په پلمه د جهاد نوم بد ول، د میډیا له لمړیتوب څخه دي.
چې په یو ټولنه کې ځوانان ددغې دجالي میډیا په دام کې نښتي وي، هغه به څنګه اسلامي نظام راولي؟
هو!
الحمدلله داسې ځوانان هم شته چې د دغه سپیڅلي نظام راوستلو لپاره، سرونه په لاسو کې نیولي او د کفري نظام له منځ وړلو لپاره خپل رب ته وړاندې کوي.
موږ په دې باور لرو چې تر څو دغه سپیڅلي ځوانان په یوه ټولنه کې شتون ولري ،خامخا به اسلامي نظام یو ځل بیا هم راځي.
دغه ډله که څه هم د دښمن په مقابل کې کمه ده خو بیا به هم ان شاالله بریالۍ کیږي، ځکه دا دالله قدرت ده چې تل یې وړه ډله په لویه غالبه کړې ده .
الله تعالی قرآن کې فرمایي ”
ِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةًۢ بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصّٰبِرِينَ
ژباړه
“ډېر ځله داسي شويدي چي يو وړوكې ټولګۍ د الله په امر پر يوې لويي ډلي برلاسه شوېده. الله د صبر كوونكو ملګرى دى.”
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 249].يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صٰبِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ يَغْلِبُوٓا أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ
ژباړه
[اې پېغمبره (ص)!] مؤمنان (د کفارو په مقابل کي) جنګ ته وهڅوه. كه ستاسي نه شل تنه صابران وي، نو هغوى به پر دوو سوو برلاسي شي؛ او كه سل تنه داسي وي، نو د حق د منكرانو پر زرو تنو باندي به برلاسي شي. ځكه چي منکران داسي خلك دي چي پوهه نه لري. [سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 65]دغه آیاتونو نه ښکاره معلومیږي چې د حق لښکر ولو که وړوکی وي، خو بیابه هم بریالی وي، او تاریخ هم ددې خبرې ګواه ده چې تل وړوکی لښکر په لوی لښکر باندې غالب شوی ده.
هغه خلک چې تل د اسلامي نظام چیغې وهي، او دهمدې موخې لپاره ځان قربانوي، هغه په دغه آیت یقین او باور لري چې موږ به بریالي کیږو ان شاالله او یو ځل به بیا اسلامي نظام راولو.
دیو پاک سپین سپیڅلي نظام په هیله.



