اروپا له ترکيې ويره لري!

کمال خدرخېل
د ترکيې اسلامپال د پخوا راهيسې د ترکیې د سياسي جوړښت سيکولر پوځ او ګوندونو له خوا د دسيسو او کودتاوو ښکار وه.
د اروپا په ګاونډ کې د مضبوط پوځ لرونکې ترکيې ته هغه وخت د غرب استخباراتي ماشين متوجه شو، چې د اردګان حکومت اسلامي هېوادونو ته ورپيښو ځينو نړيوالو قضاياوو کې داسې مواقف ونيول چې ترکانو ته يې د خپل سيادت او برم تير تاريخ ورياد کړ.
په کور دننه د ځينو حساسيتونو په شتون سره د اردګان حکومت خپل هدف ته د رسېدو لپاره ډير سلو او په احتياط حرکت کاوه.
قضيه هغه وخت د غرب له لاسه ووته چې د غرب اخري حربه هم خنثی شوه.
کودتا ناکامه پوځ او پوليس د سيکولر عناصرو نه تصفيه او تخليه شو، سيکولر ګوندونه له دې ويرې چې د تصفيې دا توفان يې پسې وانخلي د حکومت سره يو ځای د کودتاچيانو په خلاف ودرېدل.
په مجموع کې ترکان په دې وپوهېدل چې غرب يې په خپل حال نه پرېږدي، نو د هېوادپالنې او اتحاد روحيه يې لا مظبوطه شوه.
په نتيجه کې د غرب استخباراتي ماشين خپل اقدامي صلاحيتونه له لاسه ورکړه.
اوس چې د ترکیې حکومکت د عمومي ټولپوښتنې له لارې په اساسي قانون کې تغيرات راولي اروپا وارخطا ده، ځکه چې په دې تغيراتو سره د جمهور رئيس صلاحيتونه زياتېږي او د پارلمان صلاحيتونه (چې سيکولريسته محافظه قوه ده) کمېږي.
په دې تغيراتو سره اردګان کولی شي، چې تر ۲۰۲۹ميلادي کال پورې په واک کې پاتې شي.
همدا په ترکيه کې د سيکولر او غربي قوانينو زوال یقيني کوي.
ترکيې پتيلې چې ټولپوښتنه په اروپا کې د ميشتو ترکانو نه شروع کړي، جرمني، اتريش او کاناډا ترکيې ته اجازه ورنکړه او هالنډ د دپلوماتيکي اصولو په خلاف د ترکيې دوه وزيران له خپل هېواده وويستل.
په هالنډ او نورو اروپايي هېوادونو کې ميشتو ترکانو د ترکيې د حکومت په پلوۍ مظاهرې وکړې او په ترکيه کې مظاهره چيانو د هالنډ سفارت په هګيو وويشت، ترکيې په خپل هېواد کې د هالنډ سفارت وتاړه.
اردګان په خپلې احساساتي وينا کې وويل، (چې دوی فاشستان دي او د نازيانو په څېر چلند کوي، اروپايي هېوادونه ټول يو د بل په څېر دي يو بل نه چيچي او زياته يې کړه چې هالنډ به د دې بې ادبۍ قيمت اداء کړي).
د اردګان دغه احساساتي وينا په ډيرو سړو دماغو تنظيم شوې وه، ځکه چې د اروپا په خلاف د ترکانو احساسات د ټولپوښتنې لپاره تبليغاتي جنبه لري، همدا به د دې لامل شي چې ټول ترکان په يوه خوله خپل حکومت ته مثبتې رايې ورکړي، لکه څنګه چې د ترکيې سيکولر ګوندونه د اروپا سره د ترکيې په دې نوي کړکيچ کې د حکومت تر شا ودرېدل.
ترکيه چې د امريکا سره هم د کردي بيلتون خوښو په سر نه پخلا کېدونکی اختلاف لري، همداراز د ترکيې په مقابل کې د داعش جګړه يو بل داسې مشکل دی، چې ترکيه ورسره لاس او ګريوان ده، خو د ترکيې اسلامپالي به د خپل اولس په ملاتړ د دې ټولو مشکلاتو نه په بري وځي.
په سوريه کې روسان او ترکيه د مشترکو ګټو په خوا روان دي، په دې وروستيو کې ترکيې د روسانو سره خپلې اړيکې چې د جګړې تر حده رسيدلې وې ورغولې او پوتين وويل، چې د توقع خلاف د ترکيې سره نيږدې شوي يو، همدا يواځينۍ نقطه ده چې ترکيه يې په اروپا باندې د فشار په توګه استعمالوي.
اروپا هيڅکله نه غواړي چې په خپل ګاونډ کې داسې ترکيه ولري چې د اروپا سره دې اړيکې کړکيچنې او د روسانو سره پوځي مشترکې ګټې ولري.



