د سوله ساتو بمباري!

فاتح کاروان
(وَمَا لَكُمْ لَا تُقٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَآءِ وَالْوِلْدٰنِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا)
[النساء سورة ۷۵ ایت]
ژباړه:
اخر څه دليل دى، چي تاسې د الله په لاره کښي د هغو بېوسو نارينه، ښځو او ماشومانو په خاطر نه جنګېږئ چي كمزوري کړای شوي، تر فشار لاندي نيول شوي دي او فريادونه كوي چي: “اې زموږ ربه، موږ له دې وطنه چي اوسيدونكي یې ظالمان دي وباسه؛ او له خپل لوري څخه زموږ كوم سرپرست او مرستندوى پيدا کړه.”
د تېر په څېر یوځل بیا د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ لسګونه کورنۍ د صلیبي داړه مارو په وحشیانه بمبارۍ کې د غم په ټغر کېناستې.
هوکې!
یوځل بیا د صلیبي سوله ساتو؟ د جنګي الوتکو له ججورو را غورځوځول شویو درنو بمونو د دې هېواد ویرجنه فضا نوره هم غمجنه او د ۱۳ تنو هېوادوالو سینې یې غلبېل غلبېل کړی لسګونه کورنۍ یې د خپلو خپلوانو په غم غمجنې او د بمبار پر وخت جنازی ته راټول شوي مسلمان هېوادوال یې په خپله د مرګ په خوب ویده کړل، مېندې یې بورې، میرمنې یې کونډې، خویندې یې بې وروڼو او تنکي تنکي ماشومان یې د خپل شهید شوي پلار سرته وژړول.
نه خو دا لومړی ځل دی او نه هم وروستې ځل. دا وحشتونه به تر هغې دوام ولري تر څو چې دلته کفارو واکمن او مسلمانان مغلوب وي.
درنو هېوادوالو! یوځل د صلیبي جګړو د تاریخ پاڼې واړوئ، نو پوه به شئ چې دغو خونخوارو صلیبي درنده ګانو هیڅکله هم د مسلمانانو په عام وژنه صرفه نه ده کړی او بیا په داسې حال کې چې دوی دلته راغلي هم د جګړو او وژنو لپاره دي، نو څنګه به ترې د رحم تمه وشي؟؟
اوس د پوښتنې ځای دادی چې کوم ګوډاګیان او د اشغال پلویان شپه او ورځ د دغو خونخوارو صلیبي اشغالګرو په موجودیت کې د سولې نغارې ډنګوي، نو د صلیبیانو دغه ډول وحشیانه جنایات ولې نه محکوموي؟؟
د بین الافغاني جګړې دعوه کوونکي دی، اوس دا واضحه کړي چې ولې د امریکایي درنده ګانو لخوا زموږ د هېواد مظلوم وګړي په بمباریو او چاپو کې وژل کېږي؟ دا صلاحیت او دا واک، خو همدې ارګبګیانو ورکړی دا کوم چې د اشغال پر خلاف جګړه ناروا او افغان وژنه نوموي، اوس ولې خاموش او مجرمانه سکوت یې غوره کړی دی؟؟
هوکې!
د سوله ساتو لخوا، د سولې بمونه په سوله پال ولس له تېرو څه باندې پنځلسو کالو راهیسې وریږي، خو ارګ میشتي پلورل شوي غلامان یې پر وړاندې نه یواځې دا چې مخالفت نه شي کولای بلکې ارګ مشر اشرف غني، خو لا تېره ورځ دا هم وویل چې امریکایي عسکر هغه سیمې بمباروي چې له کومه ځایه برید پرې شوی وي یعنې کوم بد کار نه کوي!! ښه نو چې داسې ده بیا، خو یې د ټول ملت د وژنې صلاحیت ورکړی ښکاره ده چې دا هم په یو ډول د صلیبي داړه مارو یرغلکرو وحشتونو ته د جواز د دلیل تراشل دي.
هوکې! غلامان یې مجبور دي چې داسې وکړي، ځکه چې دوی دې هېواد ته را وارد شوي او واک ته رسول شوي په همدې شرط دي چې د ملت په محکوم ساتلو کې به د زړه له تله هڅې او هلې ځلې کوي، چې هغه دی دوی هم نمک حرامي نه کوي او په رڼو سترګو ورته ګوري چې ملت وژل کېږي، کلي، کورونه، مساجد، مدارس، ودونه او جنازې یې بمباریږي، پر کورونو یې د تورو شپو تور صلیبي داړه ماران تورې داړې اچوي، پر مقدساتو یې ملنډې وهي، خو دوی یې پر وړاندې یواځې د خولې مخالفت هم نه شي څرګندولې، دا خو ځکه، که چېرته داسې وکړي، نو په دا سبا به یې نه دنده وي او نه دوی، د مخې به یې پسې اخیستې وي.
دا نو اوس خپله د افغان ملت مسؤلیت دی چې له ګوډاګي حکومت او بادارانو یې د خپلو وینو او حق پوښتنه وکړي؛ امریکایي عسکر دلته راغلي د سولې په نوم دي، خو کوي بمباري، وحشتونه او هغه څه چې د دوی اصلي هدفونه له ورایه ترې څرګندیږي چې تر څو یې دا اهداف نه وي تر لاسه کړي بمباري او چاپې به دوام لري.
د اشرف غني هغه خبرې چې امریکایي عسکر یې په بمبار کولو له ملامتیا ویستلي و او ویل یې چې امریکایان یواځې هغه سیمې په نښه کوي چې له کومو سیمو پر دوی بریدونه کېږي، افغان ولس ته په غیر مستقیم ډول د دې خبرې اشاره وه چې تاسو باید د اشغالګرو پر وړاندې نه په خپله څه ووایاست او نه باید هغه خلک خپلو سیمو کې پرېږدئ چې د اشغالګرو دښمنان او د في سبیل الله جهاد لارویان دي.
د دې په بدل کې به ستاسو په سیمو کې صلیبي عسکر او داخلي لاسپوڅي یې آزاد تګ راتګ کوي د دې لپاره چې په ارامه توګه خپل صلیبي کفري اهداف تر لاسه کړي، دوی که هر څه کوي، خو ولس یې باید پر وړاندې غبرګون و نه ښایي، کنه نو په بمبارۍ دی بیا اعتراض هم نه کوي!!
هوکې! که افغان ولس پخپله د خپل حق پوښتنه ونه کړي او د دې منحوسې ډیموکراسې او مردودو اشغالګرانو خلاف یو سر تاسري قیام ونکړي، همداسې به وژل کېږي او د خپل ځان د پوښتنې حق به هم نه لري.
راځئ چې نور د غفلت له دې خوبه ویښ او د اسلام د حکم سره سم د دې روانو وحشتونو پر خلاف یو سر تاسري قیام وکړو.
الله جلاله فرمایي:
وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَىْءٍ فِى سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
(د انفال سورة ۶۰ نمبر ایت)
ژباړه: او تاسي تر خپلي وسې ډېر زيات طاقت او تيار زين کړي اسونه، د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ. تر څو چي په دې وسيله د الله جل جلاله پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هيبت راولئ، چي تاسې یې نه پيژنئ خو الله جل جلاله یې پېژني. د الله جل جلاله په لاره کښې چې تاسې هر څه ولګوئ، د هغو پوره بشپړ مكافات به ستاسې لوري ته راوګرځول شي. او ستاسې سره به هیڅكله ظلم ونه شي.
د نړیوال کفر د بشپړ زوال په هیله!


