دښایسته نومونو اثر ( شپږمه برخه )

ژباړه : همایون عیسی خېل
د بدو نومونو بد اثر
د مدینې منورې مشهور تابعي او محدث سعید بن مسیب رحمة الله علیه د خپل نیکه حزن واقعه بیانوي وایي چې هغه یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل ستا نوم څه شی دی ؟ ده ورته وویل زما نوم حزن ( سخت ) دی ، هغه صلی الله علیه وسلم ورته وویل ستا نوم حزن نه بلکې سهل ( نرم ) دی .
حزن ورته وویل زه خو د خپل پلار کېښودلی نوم نشم بدلولی .
سعید ابن مسیب رح وایي ؟ دا وجه ده چې زموږ په نسل کې له هغې ورځې وروسته تر ننه پورې حزونت (سختوالی ) موجود دی .
حزن : سخت او ناهمواره ځمکې ته او سهل نرمې او هموارې ځمکې ته ویل کبږي ، حزونت د ځمکې سختي او ناهمواري ته ویل کیږي او مراد ترېنه سخت مزاجي سخت زړه والی دی . د نسب ماهرین وایي چې د حزن په اولاد کې داسې بداخلاقي او سخت مزاجي پراته وه چې په یوې طریقې سره نه کمېده .
الله جل جلاله ته ناخوښ نومونه :
ابوهریره رضی الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : الله جل جلاله ته ډېر ناخوښ نوم هغه دی چې څوک په ملک الاملاک ونومول شي .
دملک الاملاک معنا د پاچهانو پاچا ، په فارسۍ کښې یې معنا شهنشاه ده . دا لفظ د معنا په اعتبار سره ډېر بد نوم دی ځکه چې په دې کښې د شرک معنا پراته ده . شهنشاهي یواځې د الله جل جلاله حق دی او په دې حق کښې ورسره بل څوک شریک نشته .
او په مسلم شریف کښې دا الفاظ هم راغلي دي ( لا ملک الا لله ) باچاهي او اقتدار خاص الله ج لره ده .
مخاطب ته په ښایسته نوم غږ کول
کله چې چاته غږ کوې نو ته ورته په ښایسته نوم هم غږ کولی شې او په ناخوښ نوم هم . خو مدام بل چا ته په هغه نوم غږ کوه کوم چې هغه ته خوښ وي ، په دې سره مخاطب د خپل ځان عزت محسوسه وي ، خوشحالیږي او ستا لپاره به یې په زړه کښې ښه احساسات راپیدا شي . رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا خبره ډېره خوښوله چې هر سړي ته دې په خپل نوم او کنیت غږ وشي کوم چې هغه ته ډېر خوښ وي .( الادب المفرد )
د حضرت علي رضی الله عنه ښایسته نوم:
رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ د خپل زوم علي رضی الله عنه خواته ورغی ، په کور کې فاطمه رضی الله عنها ځان ته وه علي رضی الله عنه نه و، له لور څخه یې وپوښتل : ستا تره ځوی چرته دی ؟ هغې ورته وویل زما او د هغه ترمېنځ په څه خبره خفګان راغلی ، هغه له ما څخه خپه شو او د باندې ووت . دلته هغه قیلوله هم ونکړه .
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کس ته وویل علی رضی الله عنه وګوره چې چرته دی ؟ هغه سړي ورته وویل : هغه د یو دېوال ته ډډه وهلې او ویده دی . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورپسې ووت ، ګوري چې هغه ستوني ستېغ پروت دی ، څادر هم ترې ښویدلی دی او وجود یې له خاورو سره لت پت شوی . نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه له بدن څخه خاورې څنډلې او ویل به یې : ابوترابه وَلاړ شه ،



