د طالبانو مثبت یون

لیکنه – جواد منهاج

د هغو انساني قوتونو سره چې په یویشتم ( ۲۱ ) قرن او د ټیکنالوجۍ په پېر کې د ټولې نړۍ زبر ځواک او د انسانانو د تسخیرولو کلک مدّعي ؤ ؛ د طالبانو کلک او په خالي لاس مقاومت ، یو ( خارق العاده ) کار او ژوندی کرامت دی .

طالبان پهفزیکي لحاظ وځپل شول او له ملا محمد عمر مجاهد ، ملا اختر محمد منصور ، ملا عبیدالله ، استاد محمد یاسر ، ملا دادالله ( رحمهم الله ) او نورو قهرمانانو څخه یتیمان او میرات شول ؛ خو په معنوي لحاظ یې د پخوا په نسبت زیات او مثبت پرمختګ کړی دی .طالبان چې کله په ( ۲۰۰۱م ) کې د صلیبي یرغل پر مهال د هیواد له ښارونو او کلیو پرشا او د غرونو په لور وخوځېدل ، د وخت حاکمانو او د صلیب په ګدۍ راغیلو افغانانو داسې انګېرله چې نور به د تل لپاره د طالب پر نامه سره چلیپه وي او د دغه جهان د اختتام تر ورځې به طالب ورک شي ؛ خو داسې ونه شول .
طالبانو په ډېر مهارت سره خپل معنویت داسې وساته چې د هر چا په زړه کې آن تر ننه ژوندي پاته شول . پخوا به د افغانستان اتباعو او ځینو ګاونډیانو طالبان پېژندل ؛ خو اوس یې په پنټاګون ، واشنګټن ، فرانسه ، اسیا او افریقا کې خلک د یوه نه ماتېدونکي او قوي ځواک په توګه پېژني .

طالبان دا مهال د ( ۲۰۰۱م ) سره ډېر توپیر لري . هغه وخت طالبان له عصري ټکنالوجۍ او پر مختللي سیاست سره نابلد ؤ او ساده خلک به له یوه روسي کلاشینکوف سره ګرځېدل ؛ خو اوس طالبان مختللیو ټانکونو ، پوځي رنجرو ، امریکایې وسلو او وسایلو او بالآخره ډرون الوتکو ته لاسرسی لري او د خپل دښمن په مقابل کې ترې سمه استفاده کوي .

په سیاسي لحاظ طالبان دا مهال د سیمې او نړۍ له اکثرو هیوادونو سره ډېر ښه روابط لري او د افغانستان د مسؤلینو په توګه ورسره د هیواد پر هراړخیزو چارو او ښې راتلونکي بحث کوي .

همدا اوس طالبان د هیواد شپېته سلنه ( ۶۰% ) خاوره په واک کې لري ، د ملي شتمنو ، کانونو ، ځنګلونو او نورو موادو ساتنه کوي او په ډېرو سیمو کې د بیا رغونې ، سړک او پل جوړونې ، کلینیک او شفاخانې کارونه پیل دي او د ملت د ستونزو په هوارولو کې ملاتړلې ولاړ دي .

اسلامي تاریخ پوهان په دې نظر دي چې د یویشتمې ( ۲۱ ) پېړۍ صلیبي جګړه به د نن ورځې خړپړ طالبان ګټي ، صلیب او ملګري به یې دلته حتما ًناکامه کیږي ، شکست او ماته به خوري او پر افغانستان به يو ځل بیا د مؤمنانو راج او دلته به شرعي حاکمیت وي او د عدل حکومت وي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button