د الله جل جلاله نه د لرې کېدو ۵ سببونه

ترتيب او ژباړه: منيب الرحمن رحماني
۱: د الله جل جلاله نه پېژندل
هو همداسې ده، څوک چې الله ج ونه پېژني د هغه د عبادت او د هغه سره د خبرو کولو نه خوند نشي اخيستلاي. يعني څوک چې ونه پېژنو نه غواړو د هغه سره تم شو د دې لپاره ښه بېلګه هغه کسان دي چې لمونځ په ډيره بيړه او ځغلنده کوي ځکه نه پوهيږي چې د چا په حضور کې ولاړ دي.
ځکه هغه رب العالمين چې ده ته يي ځمکه فرش او اسمان چت جوړ کړ، دخړو اوسپېرو خاورو نه يي ده ته رنګارنګ نعمتونو ورکړل ٬ دوچ لرګي نه يي ده ته رنګارنګ او خوندورې مېوې ورکړې دي هغه الله ج نه پېژني او ځکه دعبادت نه خوند نشي اخيستلاي او عبادت ته دوام نشي ورکولاي.
۲: د عبادتونو نه ادا کول
په نېکو عملونو او عبادتونو کې پاتې کس د جهنم د عذاب نه وېرېږي او او ناهيلي کېږي ځکه عبادتونه یی نه دي ادا کړي.
کله چې د کړل شوې ګناه په اړه له کوم چا لږ څه د شک خبره واوري په دې هکله ارواپوهان د موسيقي په هکله ډېرې فتواوې او نظريي ورکوي نو ګنهګار شخص په دې فتوا کلک نښلي او د شیطان په فوج کې داخلېږي.
۳: ګناهونه او وسوسې
ترسره شوې هره ګناه په زړه کې يو تور داغ جوړوي او د ګناهونو ددوام په صورت کې زړه تر هغه تورېږي تر څو د ايمان نور پکې پاتې نشي د دې خاطره په هره ګناه کې کفرته يو لارتللې.
د ګناهونو ددوام او توبې نه کولو په صورت کې د ګنهګار شخص له ګناه سره مینه پيدا کيږي او په عادت بدليږي بالاخره په هغه ګناه مينېږي. او هغه ګناه د ده د يو ضرورت او احتياج شکل نيسي او نور ورته هيڅ ګناه غوندې نه ښکاري.
د وخت په تیریدو سره داسې وسوسې ورته پيدا کيږي لکه کې هيڅ ګناه نه وي او جزا ونلري دا حالت د هغو ځوانانو لپاره چې غربي مملکتو کې ژوند کوي ډېر خطرناک دی او شيطان ګنهګار داسې حالت ته رسوي چې د ګناه نه انکار وکړي او دا د قران د يو حکم نه انکار او نه منل دي او دا د کفر سبب کيږي.
۴: د مطلب او فايدې هيله
ځینی خلک د دې لپاره عبادتونو ته مخه کړي چې کارونه يي سم په لار روان شي او کله چې عبادت هم کوي دنيوي کارونه يي هم خراب وي درسونه کې نابرياليتوب، اقتصادي مشکلات٬ د دعا نه قبلېدل نو عبادت پريږدي او بغاوت ته شروع وکړي.
حال دا چې انسان په خپل خيراوشر نه پوهيږي کله چې مريض ډاکټر ته مراجعه وکړي او مشخصو درملو غوښتنه ترې وکړي نو ډاکټر دده په ضرورت پوهېږي يا هغه درمل ورکوي يا نور بل قسم درمل ورکوي يا يي بل وخت ورکوي يا يي هيڅ نه ورکوي ځکه ډاکټر دده لپاره دکوم تصميم نيولو او دهغې دنتيجې په اړه ښه پوهېږي.
۵: د آيندې او رزق تشويش
چا چې الله ج په حقيقي معنا سره نه وي پېژندلي نو رزق دريس نه٬ شفا دډاکټر نه او آينده له معلم نه غواړي يعني په اسبابو پسې ګرځي٬ دلته ده چې په تشويشونو او بې صبری اخته کېږي دآيندې غم پرېشانه کړي وي په دنيا کې هره کړنه اقتصادي يا امنيتي دځان په ضرر ګڼي د ژوند نظم او ترتيب او سکون يي له منځه ولاړ شي او خداي پاک يي هير کړي وي.
الله هغه ذات دي چې ټول ګناهونه په يوه وار بښي پخپله خطا اعتراف کونکي د بښنې مستحق دی نو په هر حالت کې بايد خپل رب ته پناه وروړو.
تر هر څه مهمه دا چې لومړي خپل ايمان د تقليدي او ميراثي نه تحقيق ايمان ته واړوو او الله د هغه د ټولو نومونو او صفتونو سره وپېژنو چې لري يې.



