یکشنبه, اکتوبر 5, 2025
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

اوس پوه شوم چې طالب څوک دی!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 1, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
22
ځلې شریک شوی
276
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال خوګمن شبکخیل

ښه مې په زړه دي، پلار به مې رادیو اوریدله ما به ویل دی له خبرونو نه ولی نه ستړی کیږي، ماته به “نوی کور نوی ژوند” ډرامه ډېره په زړه پورې وه، هیله مې دا وه چې خبرونه ختمیدی، نو همدا ډرامه مې اوریدلی.

دا هم ولولئ

ټرمپ او نتنیاهو حیران دي! څه یوه ډيپلوماسي!

د نړیوال نظم نوې څېره او د اسلامي نړۍ موقعیت

د باګرام اډې د بیا ترلاسه کولو د امریکا هڅې او د عملي کېدو امکانات

پلار به مې ویل چې امریکایانو په افغانستان برید کړی،هره ورز به یې ویل نن یې پلانکی ولایت ونیو، نن یې هلته بمبار وکړ، پلانې مشر ورسره یو ځای شو؛ همداسې نورې کیسې به یې کولې.

زما ذهن کې به پوښتنې  راغلې فکر به مې وکړ چې اخر  دا طالب دی څوک؟ امریکایان بیا څوک دي؟! ماشتوب وو نور مشاغل ډیر وو بیا به مې دا فکر پریښود.

دا نو د هغو وختونو کیسې دي چې د هجرت ورځې مو په پاکستان کې تیرولې.

وطن ته چې راغلو دا حالات به مو په سترګو لیدل هیڅ د حل لار به یې نه رامعلومیده، زړه به مې ویل چې هر څنګه  وي جنګ دي ختم شي، ښه مې په یاد دي یوه خپل مې چې “میوند” نومیده طالب وو،بمبار کې یې درې ملګري د لاسه ورکړي وو، یو مجلس کې مې ولیدو، ویل یې یو څو ورځې ورسته بیا ځمه جنګ ته ورته حیران شوم ومې ویل  یه ملګریه! څومره سختۍ درباندې راغلې څومره خواږه ملګري دي د لاسه ورکړل بس کړه نور راځه خپل عادي ژوند پیل کړه” ویې خندل وایې عجیبه کیسه کوي موږ ورپسې  ورغلی یو که امریکایان راپسې راغلي؟ دا ملګري مې که تربور یا د وطن خلکو وژلي وای تر څو چې ژوند راسره ملګرتیا کوله، نو د انتقام په لټه کې به وم، دا خو امریکایانو وژلي څنګه یې همداسې پریږدم؟

ما ویل: که ته شهید شوی نو بیا؟

کړس شو ویې خندل بیا یې په موسکا وویل: بیا څه معنی؟ دا لسم کال دی په زرګونو ځوانان شهیدان شول یو به زه هم شم نو څه به وشي؟؟!!

بیا مې هم سر نشو خلاص فکر به مې کاوو دا طالبان د داسې خلکو یوه ډله  ده چې مشرانو یې هم جنګیالي وو، دوی هم بل کار نلري نو مخکې به یې مشرانو  د روسانو  سره جنګ کاوه اوس یې کشران د امریکایانو سره جنګ کوي.

وخت تیریدو خدای داسې ورځ راباندي راوسته د ماښام وخت وو ،بې پیلوټه الوتکې بمبار راباندي کړی وو، د لاسونو هډوکې مې په خپلو سترګو لیدل،خولې مې د وینو او د بوی قوت مې د باردو بوی حس کاوه، د اور لمبې بلې وي، فکر مې کاوه خوب وینم بیا به مې ځان وخوځاوه، خو دا خوب نه حقیقت وو څنګ کې مې خوږ ملګری یو طرف ته داسې پروت وو لکه نور چې په دې دنیا کې نه وي پاتې، خپلې خبرې مې نه اوریدلې،فکر مې وکړ چې نور زه هم په دي دنیا کې د څو شیبو میلمه یم، پاس مې وکتل بې پیلوټه هوا کې راباندی ګرځیده، د ماشومتوب راهسې مې چې کوم سوالونه په ذهن کې ګرځیدل چې طالب څوک دی؟ولي جنګ نه پریګدي؟ زنداني شي، زخمي شي،معیوب شی، په باروتو کې سوی سکور شي، له کور نه وشړل شي، خو بیا هم جنګ ته روان وي، څنګه یو طالب له ځان نه باروت تاو کړي بیا هغه بټن ووهي چې د طالب په بدن پوري تړل شویو باروتو د انفجار لپاره لګیدلی وي!!

بې پیلوټه راباندي ګرځیده زما د ټولو سوالونه ځواب یې راکړی ؤ.

د دي پیښې شپږ کاله وشول اوس دا څو ورځې مخکې د لوبو په یوه میدان کې ناست وم ټول ملګری لګیا وو لوبه یې کولا ما له لري نه ورته کتل، خوند یې راکولو خو برخه مې نشوه پکی اخیستی دواړه لاسونه مې کمزوری شوی دي، یو خو بیخې بې کاره دی،پښه مې هم کمزوري ده، یو ناڅاپه چې غږ وسي ډاریږم، خو زړه مې قوی شوی، په خپلو زخمونو دردونو خوښ یم تر ټولو زیات په دې خوښ یم چې د خپل سوال ځواب مې وموند.

اوس وایم طالب هغه څوک دی چې د ۴۹ یرغلګرو هیوادونو مقابلې ته د یو ټوپک سره میدان ته راوتلی وو او نږدي ده چې نیمایې نړۍ د ماتې په درشل ور ټیل وهي، طالب هغه څوک دی چې یرغلګر یې په سترګو بد لګیږي ځکه ښارونو ته نه راځي او لري دښتو او دنګو غرو کې د ټوپک په غاړه لوږه تنده ګرمي یخني په ځان تیروي،

طالب د هغې حیاء دارې  خورکۍ ورور او د هغې سپین سرې زوی دی د چا د کور دراوزه چې په نیمه شپه انګریزانو ور ماته کړه بې ستره یې کړه او د بې وسه اوښکې یې پرمخ وبهېدې.

طالب د هغه پلار زوی دی چا چې دوه وخته ډوډۍ نشوه موندلی انګریزان لاسونه شاته ورباندي وتړل او باګرام او پلچرخي کې شپې سبا کوي.

هو باید اوایم طالب ریښتونی افغان دی، طالب د دې ولس د هیلو ترجمان دی، طالبانو د زنداني مسلمانانو د هیلو وروستۍ ډیوه ده، داسې ډیوه چې د ظلمونو، وحشتونو او پیغورونو، در به درۍ، لوږو، تندو او د مسافرۍ ویروونکو بادونو هم مړه څه چې تته هم نکړای شوه.

هوکې! طالب! په چا پسې نه دی ورغلې بلکې دا خو د نړۍ د کفارو ستر لښکر په ده پسې راغلې، د دې وطن سمه او غر د طالب په حقانیت شاهدي ورکوي، طالب د هغې معصومې خور د عزت ساتونکې دی چې صلیبي تاړ اکګرو او وحشي غلامانو یې د ابوغریب او بګرام په زندانونو کې د عزت لوپټې تار تار کړی، طالب د هغې ننګرهارۍ ناوکۍ ورور دی چې د واده په لومړۍ ورځ په داسې حال کې چې لا یې د خپل ملګري سره لیدل هم نه ؤ شوي، صلیبي طیارو یې د واده ورا بمبار او د ناوکۍ په شمول یې د لسګونو تنو افغانانو ژوند واخیست، طالب د هغې هلمندۍ ناوکۍ ورور دی چې د واده په لومړۍ شپه یې داخلي مزدورو عسکرو کور په توپونو لوټه لوټه کړ او د دې په ارمانونو یې تورې خاورې ور واړولې، طالب د خپل ولس د آزادۍ، خپلواکۍ او عظمت ساتونکې دی طالب اتل او همدا اتل به درست نړیوال کفر ته د الله جل جلاله په نصرت د خپل سر په کاسه کې اوبه ورکوي او د امپراطوریو په هدیره افغانستان کې به د صلیبي یرغلګرو د وروستي پاتې عسکر پر ککرۍ هم غزنوي توره راخلاصه او ډیموکراسي به هم د کمونیزم په برخلیک اخته کوي. طالب رښتونې افغان دی.

هو هر هغه افغان چې د یرغلګر څخه کرکه لري،د وطن د آزدادۍ او شرعي نظام ارمان لري هغه طالب دي.

 

نن شپاړس کاله ورسته وایم زه هم طالب یم.

مخکینې مطلب

ارزګان: د بهرنيو ځواکونو الوتکو ولسي خلک بمبار کړي

بل مطلب

کاپيسا: د ولايتي شورا منشي وژل شوی

ځانګړي مطالب

مقالې

ټرمپ او نتنیاهو حیران دي! څه یوه ډيپلوماسي!

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 5, 2025
مقالې

د نړیوال نظم نوې څېره او د اسلامي نړۍ موقعیت

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 23, 2025
مقالې

د باګرام اډې د بیا ترلاسه کولو د امریکا هڅې او د عملي کېدو امکانات

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 22, 2025
مقالې

افغان خاوره؛ د هیچا د اډو ځای نه دی!

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
سپتمبر 20, 2025
مقالې

مېړني دي چې یادېږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
سپتمبر 6, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ذ.مجاهد: کندهار کې د هېواد د ټولو والیانو او ولسوالانو لپاره درې ورځنی سیمینار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 5, 2025
0

یمني ځواکونو د صهیونیستي ريژیم پر مهمو پوځي اهدافو د «فلسطین-۲» هایپرسونیک توغنديو بریدونه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 5, 2025
0

کورنیو چارو وزارت د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۸ تنه نیولي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 5, 2025
0

د حماس او اسراییل پلاوي سبا په مصر کې د ټرمپ د سولې د طرحې پر سر خبرې کوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 5, 2025
0

ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۹۸ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 5, 2025
0

خلیل الحیه: د شهیدانو وینه به د امت د بریا او د قدس د آزادۍ لار پرانیزي

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 5, 2025
0

افغان ورزشکارانو فرید بشارت او عبدالکریم بدخشي خپلو امریکایي او فرانسوي سیالانو ته ماتې ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 5, 2025
0

اسامه حمدان: غزه کې د هېڅ هېواد ځواکونو ته اجازه نه ورکوو

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 5, 2025
0

ټرمپ او نتنیاهو حیران دي! څه یوه ډيپلوماسي!

نشرونکی: احسان تکل
اکتوبر 5, 2025
0

پرون شنبه له پاکستان او ایران څخه ۶۷۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 5, 2025
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ او نتنیاهو حیران دي! څه یوه ډيپلوماسي!

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • اسامه حمدان: غزه کې د هېڅ هېواد ځواکونو ته اجازه نه ورکوو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • انګور اډې دروازه له نږدې دوو کلونو وروسته پرانیستل شوه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • انصارالله: د نړۍ مهم سمندري تنګی د حماس په واک کې دی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ د سولې پلان سره د حماس موافقې تر څنګ لا هم په غزه کې درنې بمبارۍ دوام لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ذ.مجاهد: کندهار کې د هېواد د ټولو والیانو او ولسوالانو لپاره درې ورځنی سیمینار پیل شو

یمني ځواکونو د صهیونیستي ريژیم پر مهمو پوځي اهدافو د «فلسطین-۲» هایپرسونیک توغنديو بریدونه کړي

کورنیو چارو وزارت د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۸ تنه نیولي

د حماس او اسراییل پلاوي سبا په مصر کې د ټرمپ د سولې د طرحې پر سر خبرې کوي

ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۹۸ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي

خلیل الحیه: د شهیدانو وینه به د امت د بریا او د قدس د آزادۍ لار پرانیزي

افغان ورزشکارانو فرید بشارت او عبدالکریم بدخشي خپلو امریکایي او فرانسوي سیالانو ته ماتې ورکړه

اسامه حمدان: غزه کې د هېڅ هېواد ځواکونو ته اجازه نه ورکوو

ټرمپ او نتنیاهو حیران دي! څه یوه ډيپلوماسي!

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com