افغانان!

رضوان  الله فيضاني

 

زنده باد دې وي ټولی د افغانانو

هر يو کلی هر کورګی د افغانانو

 

رب دې ټول په اتفاق او اتحاد کړي

کامياب غواړم هر بچی د افغانانو

 

پاک الله دې زر تر زره نېست نابود کړي

هر بې دينه غليمګی د افغانانو

 

ننګ غيرت يې په نصيب دی له ازله

توريالی دی هر سړی د افغانانو

 

د اسلام په ننګ يې تل وينې توی کړې

مجاهد دی هر زلمی د افغانانو

 

خدايه وساته همېش له سرو لېوانو

هم رمه او هم شپونکی د افغانانو

 

عجيبه رعب او دهشت الله ورکړی

ښکلی ښکاري سپين پټکی د افغانانو

 

” فيضاني“  څه خطرناکې اسلحې دي

بېل کولنګ او تبرګی د افغانانو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button