لیکوال: شریف الله خالد
د هېواد سیاسي وضعیت څخه معلومېږي، چې امریکایان د هوښیارۍ او مکارۍ څخه څو چنده وفادار هم دي؛ په دې مانا چې چا هم امریکایانو سره رښتینې مرسته کړې هغوی یې په ښه ډېرو ډالرو ونازول، په لوړو دندو یې وګمارل او ځینی یې د فامېل سره بهرنیو هېوادو ته ولېږل چې زیاتره یې د اول وخت ترجمانان دي.
اما دا یو یې نا اشنا او د تعجب وړ کار شروع کړی چې هغه مرستندویه ملګري د چا په مرسته یې چې اشغال ته ړوند جواز پیدا شو غواړي هغوی راته په راتلونکي تاریخ کې هم د یو مجاهد او اتل په نوم ثبت کړي.
د داسې ملګرو له جملې څخه یې یو پخوانی ولسمشر حامد کرزی دی. د عرب ژورنالست فهمي هویدي له قوله چې کرزی ورته ویلي و ”زه پنځه کاله د سپینې ماڼۍ دروازې ته ولاړ وم چې نن الحمد لله خلاصه شوه!“ یعني امریکایي وحشت ګرو د کرزي په غوښتنه د افغانستان په مسلمان مجاهد ملت یرغل راووړ. یو ملت خوښی سپېڅلی اسلامي نظام یې ړنګ کړ او د وژنو یو نوی داسې باب یې پرانیست چې ۱۷ کاله پس هم د مرګونو زخمونو او د رسمي او غیر رسمي ډکو زندانونو په ویرجنو کیسو لا هم دا تاریخ ګړندی روان دی.
کرزي چې د اشغال له اولې ورځې د واک تر وروستۍ مودې پورې یې ناسته ولاړه، داخل او خارج ته سفرونه، د سټېج په سر خندا کله ژړا، کله د جنګ او کله سولې نمایشي نعرې دا هر څه د امریکا په خوښه تر سره کول، په عمل کې یې هېڅ داسې کار نشته چې د خارجیانو په ضد یې کړی وي.
هر وخت یې جنګ خوښ کړی، د سولې لپاره په ځای د دې چې دی مخالفینو ته ورشي هغوی په قطر کې دفتر پرانیزي، تر ټولو مخکې یې همدا د سولې دښمن بندول غواړي. هغه مهال چې تش په نوم واک ورسره و خارجیان یې دوستان بلل خو نن یې د سولې او هېواد دښمنان ګڼی. هغه مهال یې ۱۲ کلن جواد ګوانتنامو ته لېږه خو نن هر طالب مجاهد بولي او د ازادۍ حق ورته غواړي. د واک په مهال یې کندهار کې د ملا محمد عمر مجاهد په نوم یو جومات نشو زغملی خو نن هماغه ملا محمد عمر یو پیاوړی مجاهد بولي. هغه مهال یې د دې ستر ناورین ختمولو په موخه طالبانو ته د یوه دفتر اجازه نه ورکوله خو نن طالبانو سره د روسیې اړیکې هم د هغوی حق بولي.
د واک له ګدۍ څخه تر کوزېدو وروسته دا ټولې کړنې د وفادارۍ هغه ثمره ده چې نن د خپل بادار له لوري د هر څه وېيلو اجازه ورکړل شوې او نيږدې وخت کې یې داسې څرګندونې وکړې چې اوس یې څوک ملي مشر او څوک ریښتونی افغان بولي.
د وحشي امریکایانو له لوري په اچین د غیر جوهري بم (موب بم) غورځولو وروسته کرزي یو وار بیا د مطبوعاتو سر ټکي ځکه وګرځېد؛ چې د خپل عادت له مخې او د تېرې غلامۍ په ثمره کې یې فقط دومره وویل چې خارجیان وباسمه او بر حاله نظام زمونږ نمایندګي نشي کولی.
کرزیه!
که خبره د بمونو وي همدا بمونو ستا په دوره کې په توره بوړه پرېوتي، ولې دې امریکایان نه ویستل او ځان دې هغه مهال څنګه د افغانانو نماینده باله؟
کرزیه!
که خبره د افغان وژنې وي د اچین په پېښه کې هېڅ ملکي وګړي ته مالي یا ځاني زیان ندی اوښتی خو ته بیا هم نظام نماینده نه بولې، ستا په دوره کې چې ودونه او جنازې بمبار شوې، سلګونه عام هېواد وال شهیدان شول، یوه بدمسته امریکایي د پنجوايي ۱۶ بې ګناه ښځې او ماشومان شهیدان کړل؛ خو تا بیا هم خارجیان دوستان! او ځان د افغانانو نماینده باله.
هغه وخت دې ولې خارجیان نه ویستل؟ درحالیکه د نظام (خیالي) واکدار هم ته وې هغه وخت دې ولې افغانان نه خبرول چې امریکایان مو دښمنان دي؟ هغه وخت دې د دومداره امنیت ټیکه داران او د افغانانو خواخوږي بلل نن یې په کومه خوله دښمنان بولې؟
کرزیه!
تاریخ ګواه دی چې د افغانانو وینې ستا د لاسه له اوبو هم ډېرې بې ارزښته شوې.
کرزیه!
تاریخ د یوه بل شاشجاع په نوم ثبت کړی یې دا ملت به دې هېڅ کله په نمایشي خبرو په سترو عملي خیانتونو سترګې پټې نه کړې.


















