ډاکټر آصف
د جمیعت اسلامي ګوند چې د بنسټ ایښودو نه یې په دې شهرت درلود چې دا ګوند هغه اسلام غواړي او هغه اسلام سره ډیر مینه لري چې د دوی جیبونه پکې ډکیږي، او که د دوی جیبونو ته خطر وي نو بیا سملاسي وسلې ته لاس کول او د جهاد اعلانول دي.
د دې ګوند مشر پروفیسر برهان الدین رباني چې د ثور د کرغیړنې کودتا له ترسره کیدو نه مخکې د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځي کې یې د استاد په حیث وظیفه اجرا کوله، په ډیره مشکله یې دې ته زړه ښه کړ چې اسلامي نهضت سره یو ځای شي ځکه چې معاش یې په خطر کې و او د مرګ ژوبلې ویره هم پکې وه، همدا راز په ډیره مشکله یې له مجاهدینو سره د وسله وال جهاد په لاره قدم کیښودل ومنل ځکه چې ده سره دا ویره وه چې له تنخا به خلاص شي، کومه ورځ یې یوه ته دا هم ویلي وو چې له جهاد نه به څه جوړیږي یا نه، هسی به راباندې دا تنخا خرابه کړئ!!
خو کله چې پوه شو چې د وسله وال جهاد له برکته د ټولو اسلامي هیوادونو په تیره بیا د عربی هیوادونو توجه دوی ته شوه او مالی مرستې را ماتې شوې او ورپسې امریکا او غرب هم د مرستې لاسونه ورغوځول نو بیا خو جهاد لا خوندور او شیر او شکر شو.
استاد رباني تر هغې د اسلامي نظام د راوستو نارې سورې پورته کولې چې څو پورې د ده جیب ته د پیسو عربي او غربي دواړه سیلابونه رامات وو آن تر دې چې ځان یې په چل ول او دوکه د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورساوه خو هیڅکله یې په حکومت کې د اسلامي نظام څرک څه چې د انسانیت نښې هم چا ترسترګو نه کړای شوې، خو کله چې مرستې بندې شوې، او ګوندي رییسان یې تار په تار شول او ځینې یې بهر هیوادونو ته له کډو سره یو ځای وتښتیدل او جهادي قوماندانان چې بهرنیو هیوادونو ته یې د تلو توان نه درلود نو ځکه یې په چور لاس پورې کړ.
په دغه وخت کې د طالبانو اسلامي تحریک د دغو ناخوالو د ختمولو لپاره راوټوکیدو د قندهار نه یې د فساد د ریښو په ویستو لاس پورې کړ دا لړۍ تر هغې روانه وه چې د کابل دروازې یې وټکولې، تر دغه وخته رباني د طالبانو تایید کاوه او هغوی یې د سولې فرښتې بللې، ګوندې چې د ده جیب ته به د پخوا په څیر د پیسو څه درک پکې موجود وي.
خو کله چې پوه شو چې طالبان د خدای سپیره او وظیفه خواره خلک دي نه خو یې جیب ته د څه راتلو تمه پاتې شوه او برعکس لا د کابل تر دروازو ده ته د ګواښ په حیث رارسیدلي او له ده دغه له فریبه ډکه څوکۍ هم اخلي، نو یې روسانو او امریکایانو په څیر طالبان اشرار او ترهګر وبلل او پر ضد یې وسله وال مقاومت ته بډې راووهلې او تر هغې یې د طالبانو په خلاف خپل مقاومت ته دوام ورکړ چې تر کولابه په تیښته بریالی شو.
خو سره له دې چې د خپل هیواد له پولې نه آخوا تاجکستان ته تښتیدلی و خو بیا یی هم د ولسمشرۍ له څوکۍ سره ناځواني نه کوله او خپله مبارکه یې پرې ایښې وه، نور هر څه یې منل خو خپله مبارکه یې له څوکۍ نه جدا کول په هیڅ صورت کې هم نه منل، همغه و چې امریکایانو پر افغانستان برید وکړ، په دې وخت کې ربانې ته ښه طلایی فرصت په لاس ورغی، له امریکایانو سره یې لیده کاته وکړل، او ویل کیږي چې آن له اسرائیلو سره یې د طالبانو پر خلاف مذاکرات ترسره کړل.
احمد شاه مسعود یې اروپایی هیوادونو ته واستاوه او هغه اروپایانو ته مکمل اطمنان ورکړ چې نوره ګډوډی خو لا څه چې آن اسلامي تحرکات به هم له مینځه وړي نو د هغوی ټولو مرستې یې هم ځان ته جلب کړې، ربانې یو ځل بیا له کولاب نه افغانستان ته په شنه فوځي دریشۍ او شین جمپر کې د امریکایانو په ډاډ راغی او خپل قطاع الطریق مقاومتیان یې راغونډ کړل، او د یهودو او نصاراو له پیسو نه یې ورته معاشات وټاکل او خپل اسلام ضد مقاومت یې یو ځل بیا له سره پیل کړ.
اوس امریکایانو پر طالبانو هوایی بمبارۍ پیل کړې او ربانې ته یې د ځمکني مقاومت دنده سپارلې وه، نو ځکه هغه مهال افغانستان ته د ځمکني فوځ د رالیږلو ته یې اړتیا نه لیدل کیده، امریکا به بمبار ترسره کاوه او رباني او د هغه قطاع الطریقان به پر مخ راتلل خو بیا هم په خپل پرمختګ کې د طالبانو له ویرې زړه نازړه کیدل او امریکایانو ته به یې په دلیل کې دا ویل چې تاسې باید ستر ستر بمونه پر طالبانو ګذار کړئ چې مونږ پرمختګ وکولای شو ځکه چې واړه بمونه پر طالبانو کوم اغیز نه لري ، په دغه وخت کې د رباني قطاع الطریقان دومره وږي تږي شوي وو چې د طالب شهید شویو جسدونو له پښو نه بې بوټان، او واسکټونه ویستل او اغوستل به یې.
څه به مو سر خوږوم اوس به راشو اصلي مطلب ته
او هغه دا چې جمعیتي غلامانو چې د خپل ولس او خپل هیواد په وړاندې کوم جنایات ترسره کړل په تاریخ کې ساری نه لري، او تاریخ به یې په اړه قضاوت وکړي.
را به شو د قدرت لپاره د دوی ذلیلانه او بې عزته حرکاتو او سکناتو ته. څه موده مخکې یو څو وزیران له وظیفې ګوښه کړای شول چې یو پکې د رباني ځوی صلاح الدین ربانی هم و، ټول خپلو کورنو ته په آرامۍ او سنکون سره ستانه شول خو صلاح الدین رباني تر هغې شور او شغف جوړ کړ چې اشرف غنی یې په ویرولو سره مجبور کړ چې ورته بیرته امر وکړي چې خپلې وظیفې ته دوام ورکړي.
همدا راز یو ځل اشرف غني وغوښتل چې عطامحمد نور د مزار له ولایت نه یا تبدیل او یا ګوښه کړي، خو عطا محمد چې د رباني له قوماندانانو او پاټکسالارانو او مقاومتي قطاع الطریقانو څخه دی، د اشرف غني پسی ارګ ته راغی، او پر اشرف غني یې دومره شرایط بار کړل چې د اشرف غنی د ملا د ماتیدو خطر یې را مینځته کړ.
اشرف غني یې له ویرې مجبور کړ چې هغه بیرته رسمًا د مزار د والي په حیث وټاکی، اوس د ملي بوتل ورور احمد ضیاء مسعود چې د ولسشمر لخوا د اصلاحاتو او ښې حکومتدارۍ په حیث ټاکل شوی و څو که خدای یی سم او اصلاح کړي، خو کله چې اشرف غني ولیدل چې نوموړی لارې ته نه راځي او اهلیت او کفایت هم نه لري او یواځې د احمدشاه مسعود د کارنامو (افغانستان ته د امریکایانو او دموکراسۍ د راوستو) په برکت یې احترام پاتې دی، څو ورځې وړاندې یې له دندې ګوښه کړ، خو ده هم د خپلو اسلافو په څیر ګواښونو ته لاس واچاوه.
همغسې لکه ربانی چې د ولسمشرۍ څوکۍ تر کولابه له ځان سره ګرځوله او مسعود چې تر اروپا یې چیغې ورسولې، او عطا محمد نور چې اشرف غني یې وویرولو او ډاکټر عبدالله چې ارګ د ننوتلو او په زور سره د ارګ نیولو لپاره یې پیڅې بډو وهلې، او لکه صلاح الدین رباني چې په ګواښ سره وویل چې دا څوکۍ ماته چا خیراتي نه ده راکړې، او اشرف غني ته یې ګواښونه وکړل اشرف غني هم له خپلې ویرې هغوی ته منصبونه بیرته ورکړل.
خو ویل کیږي چې دا ځل حالت بدل دی او هغه داسې چې د امریکا د امنیت لوړپوړی چارواکی کابل ته ناڅاپي سفر وکړ او په سفر کې یې له اشرف غني سره د بندو دروازو تر شاه لیده کاته ترسره کړل، ویل کیږي چې اشرف غني نوموړي ته د حکومتولوې ټول مثبت او منفي فکتورونه د میز پر مخ کیښودل، او خپله عملنامه، حاضري، او ټایم شیټونه یې هم ورته وسپارل خو له شمالي ټلوالې یا د ربانې له پاتې شونو او بقایاو نه یې ورته سر وټکاوه.
د رباني نه نیولې تر ډاکټر عبدالله، عطا محمد نور، صلاح الدین ربانی او احمدضیا مسعود نه یې ورته شکایت وکړ چې ګوندې دغه خلک یې کار کولو ته نه پریږدي او داسې غوښتنې لرې چې هغه نورې د ده له توان نه وتلي دي، ویل کیږي چې دغه امریکایی لوړپوړي چارواکي دا ځل اشرف غني پر ملا ټپولی او هغه ته یې پوره ډاډ ورکړی چې د دوی په اړه له اجراءاتو کار واخلي او دی یې تر شا ولاړ دی.
همغه و چې د دغه لوړ پوړي چارواکی د بیرته تلو په تعقیب سملاسي په ډیر فاتحانه ډول اشرف غني پر احمدضیاء مسعود قلم راوڅرخاوه او هغه یې له دندې ګوښه کړ، اوس د شرم ځای دادی چې ګردو جمعیتیانو د لیونیانو په څیر په اوتو بوتو پیل کړی دی، احمد ضیا مسعود وایی چې ولسمشر حق نلري چې هغه ګوښه کړي، او باید بیرته یې مقرر کړي کنه نو کورنۍ جګړه به پیل شی.
عطا محمد نور بیا ډاکټر عبدالله پړ وباله او له هغه نه یې د احمدضیا مسعود د منفکۍ وضاحت وغوښت، ډاکټر عبدالله په ځواب کې ورته وویل چې دا پریکړه اشرف غني پخپل سر کړې او دې ترې خبر نه لري، عطا محمد بیرته پر عبدالله نیوکه کړې چې ته څه ډول اجرائیه رئیس یې چې له اجراءاتو اطلاع نه لري؟
ډاکټر عبدالله ورته په ځواب کې وویل چې احمد ضیاء مسعود د اشرف غني د ټیم غړی و او تقرر او منفکي یې تر ده پورې اړه نه لري، بالآخره یې پر عطا محمد تور ولګاوه چې ګوندې تا خو هم د جمعیت په استازیتوب له اشرف غني سره د جمعیتیانو د حقوقو د غوښتلو لپاره منډې ترړې وکړې اوس د جمعیتي احمد ضیاء د حقوقو پوښتنه هم باید ته وکړې.
د جمعیت مشران اوس هغه سیند لاهو کړو ته ورته دی چې هر بوټي او هر ځک ته لاس اچوي، او پوه شوي چې امریکایان او غربیان اوس د دوی د ورکیدو لپاره قوي کار کوي او غواړي په ډول ډول پلمو سره یې د سیاست له آسمان نه بیرته پخوانیو کندو ته ورګذارول کړي. خو جمعیتیان به هغه وخت په خپل سرنوشت پوه شي چې د پنجشیر تر سمڅو پورې محدود کړای شي.
دوی په اصل کې د امریکایانو لخوا هغه ورکړای شوي ډالر هضم کړل کوم چې د طالبانو د ټکولو پر خلاف ورکړای شوي وو او دوی امریکا ته د اجرتي قاتلانو په حیث وظایف تر سره کړل، امریکا اوس هم ورسره مالي مرستې کوي خو ایله دومره ورکوي چې قوت لا یموت ګڼل کیږي او کیدای شي په راتلونکې کې دا هم پرې بند کړای شي نو ځکه له غرب مشربه افغانانو سره هم لاس او ګریوان شوي او بالآخره په خپلو کې هم لاس او ګریوان شول، نو ځکه پرې دا متل ډیر ښه مصداق کوي چې ښه یاري د غلو وه چې په ویش راغله تالا شوه.


















