(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۳) الماس خدرخېل
په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد وايي، د افغان تګلارې په اړه د ولسمشر ټرمپ د ادارې سلا مشورې او بحثونه روان دي او د راتلونکې مۍ مياشتې تر پنځلسمې پورې به د دغه هېواد په اړه تګلاره روښانه شي.
هغه زياته کړه، (بحثونه روان دي او ممکن دا بحثونه د مې مياشتې تر پنځلسمې نېټې، يوې نتيجې ته ورسېږي. ځکه په مۍ کې په ايټاليا کې د ناټو يوه غونډه ده چې ولسمشر ټرمپ هم په کې ګډون کوي نو له دغې ناستې وړاندې بايد د افغان تګلارې په اړه پرېکړه وکړي).
نوموړی وايي، د افغانستان شخړه ډېره پېچلې ده، کورني، بهرني، سيمه ييز او اقتصادي اړخونه لري، په خبره يې چې د نوې تګلارې د کاميابۍ لپاره بايد هر اړخيزې ارزونې وشي.
خليلزاد د امريکا او پاکستان اړيکو ته په اشاره وويل، چې ښه لوري ته نه دي روان او د ملګري او غلیم د راشې درشې بڼه یې خپله کړې ده.
هغه وايي، په نوې افغان تګلاره کې ورسره د ټرمپ اداره سلا مشورې کوي او په وينا يې، ښايي د دغې تګلارې موخې پر خپل ځای وي خو په ستراتيژۍ کې به یې بدلون راشي.
نوموړي دغه راز وويل، که پاکستان خپل دريځ بدل نه کړي د امريکا او پاکستان اړيکې به د دوستۍ پر ځای دښمنۍ ته واوړي.
زلمي خليل زاد په دغه مرکه کې د طالبانو په اړه ويلي، چې دوی بايد خپل دريځ مالوم کړي او په خبره يې چې دوی غواړي يوه (ترهګره) ډله پاتې شي او که غواړي په افغانستان کې سياسي رول ولري، خو وخت د طالبانو پرضد روان دی.


















