پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

اشرف غني سره د طالبانو د مشروعيت انديښنې!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 23, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
6
ځلې شریک شوی
80
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

اشرف غني او ترې راچاپيره ياران چې له څه ويره لري د هغو پيښوسره مخ کيږي؛  د ۲۰۰۱م کال راپدېخوا چې په افغانستان کې د امريکايي يرغل سره لومړى د کرزي او اوس د اشرف غني حکومت دوام لري همدا وايي چې طالبان دې موږ (حکومت) ته تسليم، وسله دې پر مځکه کيږدي، له ځانه سره به يې ومنو.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

د تيرو ١٦ کالو په دوران کې امريکايي جنرالانو او افغان چارواکو د طالبانو پر خلاف ډير تبليغات وکړل، په بيلابيلو نومونو یې ياد کړل خو چې کله یې ترې د کندز ښار ونيوه، د افغان چارواکو او امريکايي جنرالانو غوږونه ځوړند شول. امريکا بيا په قطر کې د  طالبانو سره د مذاکراتوهڅې پيل کړې.

تيره اونۍ چې په مسکوکې د چين، پاکستان، هند، ايران او منځنۍ اسيا د يو شمير هيوادونو لخوا د افغان حکومت او طالبانو د پخلاينې په اړه غونډه وشوه، افغان  چارواکي او امريکايي جنرالان یې وار خطا کړي چې د مسکو او طالبانو تر منځ اړيکې به په نږديوالي سره، طالبانو ته مشروعيت ورکړي.

افغان چارواکي او امريکايي جنرالان ځانونه له همدې ټکي ساتي چې هغه طالبانو ته د يوه لوري په حيث قانع کيدل دي، چې کله په سياسي لوبو کې څوک مخالف سياست وال د لوري په نامه ومني بيا د مخالف لوري  مشروعيت خپله ثابت شي .

د اشرف  غني او د هغه د ادارې سره خو په مسکو کې د شوې غونډې په اړه انديښنې اوس نورې هم زياتې شوې چې حامد کرزي رسنيوسره په ويناکې ويلي:

 نړیوال قدرتونه له دې پرته چې له طالبانو سره اړیکې وپالې، بله چاره نه لري.

دوېم دا چې د کرزي په وينا طالبان په نيمايي افغانستان اغيزلري، هر هيواد د طالبانو سره د اړيکو ساتلو حقدار دى. اشرف غني پرې ولې انديښمن کيږي؟ بايد اشرف غني د مسکو څخه مننه وکړي چې په تيرو شپاړسو کالو کې طالبان، افغان حکومت سره خبرو ته نه دي راضي شوي او په خپل دريځ کلک ولاړ دي مسکو یې د پخلاينې هڅي کوي بايد د اشرف غني ټولې شته انديښنې له زړه وباسي.

امريکا او روسيې په افغانستان کې خپله زور ازمايي کړې ده؛ اشرف غني یې بايد د دويم ځل لپاره د زور ازمایي مخه ونيسي. امريکا او روسيه په خپلو کې په سوريه کې هم زورازمايي کوي او دا دی اوس یې درېیمه زورازمايي په شمالي کوريا کې پيليږي .

د طالبانو لخوا پر نيم افغانستان اغيز خپله د مشروعيت مسئله روښانه کوي. د اشرف غني انديښنې ته اړتيا نه شته؛ اړتيا د دې ده چې افغانستان د يوه واحد اغيز لاندې راشي او د بهرنيو پوځونو  پرته افغانان د خپل هيواد دفاع توان ولري. که اشرف غني د طالب له مشروعيته انديښنه لري نو دا انديښنه هم بايد ولري چې د خپل حکومت مشروعيت  یې هم نه شته .

که اشرف غني خپل حکومت ته مشرعيت ورکوي د طالبانو مشروعيت دې ومني بيا به یې شته انديښنې له منځه ولاړې شي.

مخکینې مطلب

خليلزاد: درې اوونيو کې به د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره روښانه شي

بل مطلب

ولسمشر اشرف غني نن په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: ایران سره به مذاکرات راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com