مور ته ډالۍ

 

بسم الله حيدري جان

چې مړه دنيا کې يم ژوندی زما د مور سترګې دي
دا چې مې جوړ دی لا زړګی زما د مور سترګې دي

درنو دردونو چې زړګی راته لا مات نکړلو
نکړم حالاتولېونی زما د مور سترګې دي

ژوند تېرومه د مورجانې د دعا لپو کې
چې ګرځومه روغ تندی زما د مورسترګې دي

د احساناتو خو يې دومره پوروړی يمه
ځان به کړم ټول ترې سپېلنی زما د مورسترګې دي

زما چې اوښکې ځي د دې له زړه نه وينې څاڅي
زما په نوم يې وي زګېروی زما د مور سترګې دي

( حيدری جان ) يې برکت په رڼو سترګو وينم
ګل شي چې اخلمه اغزی زما د مور سترګې دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button