ليکوال : بدر مدقق
د لوړ او شنه منظر لرونکي غره په غېږ کې د ویجاړو ودانیو کلی ؤ ؛ چې دغه خړ کلی به غالباً د جنګونو او وحشتونو سیلۍ هم وهلئ ؤ ؛ خو د غره شنې لمنو او ترې چاپیره د نښترو او ځڼغونځَیو شنو ونو بې ساري ښکلا ور بښلې وه ، د کلي بَر سرته یوه لویه چینه وه چې یخې او خوږې اوبه ېې درلودې ، دا چينه (د کلي ګودر) هم یادېدلو ، په دې کلي کې یوه ځوان (چې په ښایست ، ځوانۍ ، اخلاقو ، تقوا او زړورتیا کې مشهور ؤ) ژوند کاوه ، د غره له ډډې نه به چې د مازدیګر لمر په ټولېدو شو ؛ نو دغه ښکلی ځوان به (په سپین آس باندې سپور) د غره غېږې ته پنا یوړه چې بیا به هلته د سهار تر سپېدو پورې اوسېده او بیا به بېرته خپلې جونګړې ته را ستنېدلو.
د ورځې په اوږدو کې به د رزق په تلاش کې ؤ ؛ تر څو خوږې مېرمنې او نازلو ماشومانو ته یو څه راپيدا کړي ، کله به چې دغه ځوان ماښام د غره په لور روانېدلو نو د کور په لرګینه دروازه کې به یې یوه ښځه ولاړه وه چې تور ټېکری به یې پر سر ؤ ؛ داسې چې د یو چا پاتې پلونو پسې ګوري ، تر هغه چې په آس سپور ځوان به د غره په توُره وېرونکې غیږه کې تری تام شو ؛ خو دا ځل له کور وتلی ځوان څو ورځې را مالوم نشو ، د ګډ ژوند ملګرې ېې نن هم د پخوا په څېر د راستنېدلو لاره څارله مګر د خاوند حال یې یوازې الله ته مالوم ؤ ؟
یوه شپه داسې وه ؛ چې سپوږمۍ د شنه آسمان په نیمايي کې د ستورو په غیږه کې ساه نیولې برښېده ، سړه هوا لګیده ، د کلي په ماحول یوه ویروونکې فضأ خوره شوخ ، د خاموشۍ خفکۍ په ټول کلي لمن اچولې وه ، د چونګښو کُورکوړي تر غوږو کېدل ، شېبه وروسته د لرګي دروازې ته په آس سپور ځوان ودرېد ، د دروازې ځنځیر یې لېرې کړ او د ننه شو ، شېبه نه وه تېره چې د کور په انګړ کې دوه سیُوري وخوځېدل ، په تور ټیکري کې پټه ښځه له ځوان سره یو ځای د آس په لور روانه وه ، ځوان آس تر جیلَو ونیو او د دروازې پرلور روان شو ، دروازې ته تر رسېدو مخکې ځوان د ګډ ژوند ملګرې ته مخ کړ او ورته ويې ویل : که زه بیا راستون نه شوم او شهید شوم ، نو ماشوم بچئ مې په اسلامي ، او جهادي مینه و روزه ؛ هغوی ته د ، ننګ ، غیرت ، شجاعت، مېړانې او په دین ، وطن ، د فدا کارۍ کيسې کوه !
ګوره چې د بې ننګۍ په ټال ېې و نه زنګوې !
د مېرمن ېې بې اختیاره چیغه له خولې ووته خو په ستوني کې ېې تَم کړه ، سترګو ته ېې د ټیکري پیڅکه نیولې وه او بې اختیاره اوښکې ترې تويېدلې ، خاوند ته ېې د سر په خوځولو ځواب ورکړ (چې په سترګو) ځوان په آس پښه واړوله او د آخیري ځل لپاره ېې ملګرې ته مخ کړ ورته ويې ویل : که وېریدې نو کشر ورور دې درته راوغواړه او د لاس په اشاره ېې رخصت ترې واخیست او آس ېې هی کړ ، له څه مزل وروسته له خپل کاروان سره یوځای شو ، د کاروان د امیر په امر له خپلو ملګرو سره د دوښمن په لور وکوچېد ، د سهار سپیدې چاودیدلې چې په خړو درېشیو پوښل شوي ټانګ او په توپونو سمبال لښکر سره مخامخ شول ، درنه جګړه ونښته ، جګړه له څو ساعتونو وروسته د شیطان د لښکر په شکست بدله او فتح د رحمان لښکر واخیسته ، هر خوا په وینو کې خیشته ځوانان پراته وو، په دې وخت کې د لښکر امیر ناڅاپه په هغه ځوان سترګې ولګېدلې ؛ چې په وینو کې خیشت او د شهادت کلیمه یې په خوله جاري وه ، امیر یې ورنږدې شو او ځوان یې په وینو خیشت له خاورو څخه خپلې غېږې ته راپورته کړ ، دټپي ځوان آخیري وصیت دا ؤ چې زما (تر ملا تاو) په وینو سور څادر زما تر مېرمنې ورسوئ او روح ېې خپل خالق ته وسپارله ، امیر ېې همغسې وکړل ؛ د شهید ځوان په وینو خیشت څادر ېې د ده تر مېرمنې یووړ ، د ژوند ملګري یې د ده د انتظار لار څارله ، کله چې د دروازې ځنځیر وشرنګېد ؛ په بیړه ېې تر دروازې ځان را ورساوه ، چې ګوري هغه څوک نه ده (د کوم چا لاره ېې چې څارله) زړه ېې ولوېد ، امیر له آس نه را ښکته شو او د ډاډ په الفاضو ېې د شهيد آخري نښه ورته وسپارله او په بېرته په آس سپور شو خو دا یې ورته وویل چې د شهيد ماشومان یتيمان مه ګڼه زموږ خور يې او هغوی زموږ د ورور اولاد دی ؛ الله به د هغوی ضامن وي او موږ ، ته نور غمونه مه کوه ( امیر دغه خبرې په داسې حال کې د شهيد مېرمنې ته کولې چې خپله یې هم سلګې نه شوې تمې) د شهید مېرمنې بې اختیاره چیغه کړه ، تر څنګ یې یتيم ماشوم کلک په غېږه کې ونیو ، د بېلتون خونړی طوپان یې د ژوند تنابونه ور وشکول. پای

















