مه خفه کېږه او د نېکمرغۍ دغه ۱۵ قاعدې ولوله!

احمدجنید مبارز

۱: کله چي ته نسې کولای د خپلي ورځي په حدودو کي ژوند وکړې، نو ذهن به دي ګډوډ او کارونه به دي تیت او پرک سي.

۲: ماضي هېره کړه، ځکه چي د ماضي سره زړه تړل لېونتوب دی.

۳: له مستقبل (راتلونکي) سره هم زړه مه تړه ځکه هغه لا راغلې نه ده.

۴: له نیوکو څخه مه وېرېږه، ځکه نیوکي ستا ارزښت خوندي ساتي.

۵: په الله تعالی ایمان لره او نیکي کړني کوه.

۶: د الله تعالی ذکر وکړه چي په همدې سره زړه ته ډاډ رسیږي.

۷: هر څه ته د قضا او قدر له نظره ګوره.

۸: له چا څخه د منني انتظار مه کوه.

۹: د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره ځان چمتو کړه.

۱۰: هغه څه چي ستا په واک کي دي په همهغه کي ستا خیر دی.

۱۱: د مسلمان لپاره په هر ډول قضاوت کي خیر وي.

۱۲: څه چي ستا په واک کي دي، ته په هغه سره له ډېرو څخه غوره یې.

۱۳: په نعمتونو کي فکر وکړه او شکر وباسه.

۱۴: شېبه په شېبه د خوښۍ احساس کوه.

۱۵: د میصبتونو په وخت کي دعاء قبلیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button