نظم!

زما په لاس کي چي تسپې دي

د ريا ريا کيسې دي

له دې وروسته غورزومه

دا تسپې چي ته یې وينې

تا تې هم نه درکومه

 

د دې سيند اوبه دې يوسي

چيرته ليري تر دښتونو

بې حسابه یې جنت دی

او بې شماره نعمتونه

زه چي ذکر د هغه کړم

ما حساب ولې نيولی

زه شمارمه ولې ولې

د هغه رحم کرم ته

د تسپو مسپو بندونه

 

چي واکمن زما پر هډو دی

هم خبر زما په رګو دی

چي څه کړم باندې خبريږي

زما هر څه ور معلوميږي

کيسه پورته تر تسپو ده

تر حساب حساب دانو ده

 

د هغه رحم کرم خو

بې حسابه او بې شماره

ما بيا ولې دي نيولي

د تسپو مسپو بندونه

پريږده پرېږده

چي يې یاد کړم

بې تسپو مې زړګی ښاد کړم

چي حساب راڅخه ورک سي

چي بې شماره یې په زړه کښي

زړګی یخ کړمه په ذکر

….

محمدعلي عمري

مسلم باغ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button