کله ناکله بندي کېدل له ګناهونو څخه د ساتنې او ژغورنې لامل کېږي

لیکواله : ناهیده خپلواک
الله جل جلاله ځينې بنده ګان له شر، هلاکېدلو او ګناه څخه د ژغورنې لپاره بنديانوي، دا د الله جل جلاله له تکويني نظام څخه دي چې په ځينې ظاهري شر کې باطني خير پټ وي او په ځينې ظاهري خير کې باطني شر پټ وي، لکه الله جل جلاله چې پدې هکله ويلي:
« كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. سورةالبقرة الاية (216)».
ژباړه: پر تاسو جګړه (د دين د دښمنانو او د هغوی د پلويانو په مقابل کې) فرض کړل شوې چې هغه ستاسو د طبيعت پر خلاف ده او تاسو يې ناخوښه ګڼئ کېدای شي چې تاسو يو شی ناخوښه ګڼئ او هغه ستاسو لپاره خير وي، او کېدای شي چې تاسو يو شی خوښ ګڼئ او هغه ستاسو لپاره شر وي، الله جل جلاله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ.
دا آیت څرګندوی: بنده د ناروغ په شان دی او الله جل جلاله طبيب او حکيم دی چې په ترخو درملو کې د ناروغ شفا ورته څرګندېږي ناروغ اګرکه د درملو تريخوالی احساس کوي او هغه د خپل طبيعت خلاف ګڼي، خو د شفاء او درملنې له امله تريخوالی پر ځان ګالي .
همداسې د زندان ټول حالات ترخه دي ځکه له ټولو خپلوانو کورنۍ او اولاد څخه جلا والی رامنځ ته کېږي، آزادي له منځه ځي، دا ټول هغه لاملونه دي چې انسان د الله جل جلاله لوري ته متوجه کوي او له ګناهونو څخه توبه وباسي، کله چې له ګناهونو څخه توبه وباسي له الله جل جلاله سره يې اړيکه پيدا کړه، الله جل جلاله هم هغه ته په راتلونکي کې د خپل دين د خدمت توفيق ورکوي، او خپلو بنده ګانو ته د هغه په واسطه سره ګټه او فائده رسوي.

