جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

اسلامي عقیده

kabull نشرونکی: kabull
اگست 14, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
43
ځلې شریک شوی
532
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

کابل ټکی کام ۲۳زمري ۱۳۹۴

مولوي سید محمد عمر فاروقي

۱.پوښتنه: اول ته څوک پېژنې؟

ځواب: اول زه ځان پېژنم.

۲.پوښتنه: د ځان څخه وروسته بیا څوک پېژنې؟

ځواب: د ځان څخه وروسته بیا خدای جل جلاله پېژنم.

۳.پوښتنه: خدای جل جلاله په څه پېژنې؟

ځواب: خدای جل جلاله په صُنعه او قدرتونو باندې پېژنم.

۴.پوښتنه: د خدای جل جلاله صنعه او قدرتونه څه دي؟

ځواب: د خدای جل جلاله صُنعه او قدرتونه ځمکه او اسمانونه دي.

۵.پوښتنه:ته چا پیدا کړی یې؟

ځواب: زه خدای جل جلاله پیدا کړی یم.

۶.پوښتنه: ته د چا بنده یې؟

ځواب: زه د خدای جل جلاله بنده یم.

۷.پوښتنه: ته دچا امتي یې؟

ځواب: زه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم امتي یم.

۸پوښتنه: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څوک دی؟

ځواب: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خدای جل جلاله بنده او رسول دی.

۹.پوښتنه: زمونږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نوم څه دی؟

ځواب: زمونږ د پیغمبر نوم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی.

۱۰.پوښتنه: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پلار نوم څه دی؟

ځواب: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پلار نوم عبدالله دی.

۱۱.پوښتنه: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دنیکه نوم څه دی؟

ځواب:د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نیکه نوم عبدالمطلب دی.

۱۲.پوښتنه: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مور نوم څه دی؟

ځواب: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبارکې مور نوم بي بي آمنه ده.

۱۳.پوښتنه: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رضاعي مور نوم څه دی؟

ځواب: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رضاعي مور نوم بي بي حلیمه ده.

رضاعي مور: هغې مور ته ویل کیږي چې پردي کوچني ته یې په وړوکوالي کې شیدې ورکړي وي.

۱۴.پوښتنه: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په قوم څوک دی؟

ځواب: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په قوم عرب دی.

۱۵.پوښتنه: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په قبیله څوک دی؟

ځواب: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په قبیله قریش دی.

۱۶.پوښتنه: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وطن نوم څه دی؟

ځواب: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وطن نوم سعودي عربستان دی.

۱۷.پوښتنه: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارکه روضه چیرې ده؟

ځواب: د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارکه روضه د مدبنې منورې په ښار کې ده.

۱۸.پوښتنه: آسماني کتابونه څو دي؟

ځواب: سل صحیفې او څلور کتابونه.

۱۹.پوښتنه: د کتابونو نومونه کوم کوم دي؟

ځواب: تورات، زبور، انجیل، زبور او قران کریم.

۲۰.پوښتنه: تورات په چا نازل شوی دی؟

ځواب: تورات په موسی علیه الصلاة والسلام نازل شوی دی.

۲۱.پوښتنه: زبور په چا نازل شوی دی؟

ځواب: زبور په داود علیه الصلاة والسلام نازل شوی دی.

۲۲.پوښتنه: انجیل په چا نازل شوی دی؟

ځواب: انجیل په حضرت عیسی علیه الصلاة والسلام نازل شوی دی.

۲۳.پوښتنه: قران کریم په چا نازل شوی دی؟

ځواب: قران کریم په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی.

۲۴.پوښتنه: صحیفې په چا نازلې شوي دي؟

ځواب: لس صحیفې په حضرت آدم علیه الصلاة والسلام، لس په حضرت ابراهیم علیه الصلاة والسلام، دېرش په حضرت ادریس علیه الصلاة والسلام او پنځوس په حضرت شیث علیه الصلاة والسلام نازلې شوي دي.

۲۵.پوښتنه: ټول پیغمبران څو دي؟

ځواب: تول پیغمبران زیات او کم یو لک او څلور ویشت زره دي.

۲۶.پوښتنه: ټول رسولان څو دي؟

ځواب: ټول رسولان درې سوه دیارلس دي.

۲۷.پوښتنه: مقربې ملایکې څو دي او نومونه یې کوم کوم دي؟

ځواب: مقربې ملایکې څلور دي او نومونه یې دا دي: حضرت جبرائیل علیه الصلاة والسلام، حضرت میکائیل علیه الصلاة والسلام، حضرت اسرافیل علیه الصلاة والسلام او حضرت عزرائیل علیه الصلاة والسلام.

۲۸.پوښتنه: د حضرت جبرائیل علیه الصلاة والسلام وظیفه څه ده؟

ځواب: حضرت جبرائیل علیه الصلاة والسلام پیغمبرانو ته وحیې راوړي.

۲۹.پوښتنه: د حضرت میکائیل علیه الصلاة والسلام وظیفه څه ده؟

ځواب: د باد او باران د راوستلو او د خلکو د غرقولو وظیفه لري.

۳۰.پوښتنه: د حضرت اسرافیل علیه الصلاة والسلام وظیفه څه ده؟

ځواب: حضرت اسرافیل علیه الصلاة والسلام د شپېلۍ پو کولو وظیفه لري.

۳۱.پوښتنه: د حضرت عزرائیل علیه الصلاة والسلام وظیفه څه ده؟

ځواب: حضرت عزرائیل علیه الصلاة والسلام د خلکو  ارواحو نه ساه ګانې اخلي.

۳۲.پوښتنه: مذهبونه څو دي او امامان یې کوم کوم دي؟

ځواب: مذهبونه څلور دي او امامان یې دا دي: امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله، امام مالک رحمه الله، امام شافعي رحمه الله او امام احمد بن حنبل رحمه الله.

۳۳.پوښتنه: ته د چا به مذهب یې؟

ځواب: زه ده امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله په مذهب یم.

۳۴.پوښتنه: امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د چا په مذهب دی؟

ځواب: امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله په خپل مذهب دی.

۳۵.پوښتنه: امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله خپل مذهب له کومه کړی ؤ؟

ځواب: امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله خپل مذهب له قران او له حدیث څخه را نقل کړی دی.

۳۶.پوښتنه: قران کریم د چا کلام دی؟

ځواب: قران کریم د خدای تعالی کلام دی.

۳۷.پوښتنه: حدیث د چا کلام دی؟

ځواب: حدیث د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کلام دی.

۳۸.پوښتنه: د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله اصلي وطن کوم ځا ی دی؟

ځواب: د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله اصلي وطن افغانستان، کابل، قره باغ دی.(د افغانستان دائرةالمعارف)لومړی ټوک. ص۹۲۸

۳۹.پوښتنه: د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله اصلي نوم څه ده؟

ځواب: امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله اصلي نوم (نعمان) دی.

۴۰.پوښتنه: د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د پلار نوم څه دی؟

ځواب: د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله د پلار نوم ثابت دی.

۴۱.پوښتنه: د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله مبارکه روضه چیرې ده؟

ځواب: د امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله مبارکه روضه د بغداد په ښار کې ده.

۴۲.پوښتنه: ته څوک یې؟

ځواب: زه مسلمان یم.

۴۳.پوښتنه: ستا د دین نوم څه شی دی؟

ځواب: زما د دین نوم اسلام دی.

۴۴.پوښتنه: اسلام څو بناوې لري او کومې کومې دي؟

ځواب: اسلام پنځه بناوې لري چې نومونه یې دا دي: ۱.کلمه طیبه ۲.لمونځ ۳.روژه ۴. زکات ۵. حج.

۴۵.پوښتنه: ته د چا په ملت یې؟

ځواب: زه د حضرت ابراهیم علیه الصلاة والسلام په ملت یم.

۴۶.پوښتنه: کلمې څو دي او کومې کومې دي؟

ځواب: ټولې کلمې شپږ دي، چې په لاندې ترتیب بیانیږي:

۱.کلمه (طیبه)

لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللّٰهُ مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّٰهِ

د خدای جل جلاله پرته بل څوک د عبادت لایق نه دی، او محمد صلی الله علیه وسلم یې رسول دی.

۲.کلمه(شهادت)

أشْهَدُ أن لا إله إلا الله وحْدَهُ لا شريكَ لهُ

شاهدي ورکوم چې د خدای جل جلاله نه پرته بل څوک د عبادت لایق نه دی، یو او بې ساری دی.

وأشْهَدُ أنَّ محمداً عَبدُهُ ورسُولُه

او شاهدي ورکوم چې په تخلیق سره محمد صلی الله علیه وسلم یې بنده او رسول دی.

۳.کلمه(تمجید)

سبُحَانَ اللهِ وَالحَمدُللهِ وَلا اِله الّا اللهُ

پاکي ده خدای جل جلاله لره او ستاینه ده خدای جل جلاله لره او د ده څخه پرته بل څوک د عبادت لایق نه دی.

وَلا قُوَّةَ اِلَّا بِاللهِ العَلِی العَظِیم وَاللهُ اَکبَر وَلاحَولَ

او خدای جل جلاله ډېر لوی دی، نشته ګرځېدل له ګناه او نشته طاقت مګر په توفیق د خدای پاک چې ډېر اوچت او لوی دی.

۴.کلمه(توحید)

لااِلهَ اِلَّا اللهُ وَحدَهُ لاشَریکَ لَه، لَهُ المُلکُ وَلَهُ الحَمدُ یُحیِی وَیُمیتُ

ګواهي ورکوم زه چې بېشکه نشته بل خدای جل جلاله مګر یو الله جل جلاله دی چې یو دی او نشته شریک ده لره، ده لره پادشاهي ده او ده لره ثناء ده ژوندي کول او مړه کول کوي.

وَهُوَ حَیُّ لایَمُوتُ اَبَداً اَبَداً ذُوالجَلالِ وَالاِکرامِ

او دی ژوندی دی چې نه مري همېشه همېشه څښتن د لویي او بزرګي دی.

بِیَدِهِ الخَیرُ وَهُوَعَلُی کُلِّ شَیءٍ قَدیر

په لاس د قدرت د ده کې خیر دی بې شکه چې خدای جل جلاله په هر څيز باندې قادر دی،

۵.کلمه (استغفار)

اَستَغفِرُاللهَ رَبّی مِن کُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتَهُ عَمَدَاً اَو خَطَاً سِرّاً وَّعَلانِیَةَ

بښنه غواړم له خدایه چې رب زما دی له هرې ګناه نه چې کړې ده ما په قصد یا په خطا سره، په پټه او یا ښکاره

وَّ اَتُوبُ اِلَیهِ مِنَ الذَّنبِ الَّذِی اَعلَمُ وَمِنَ الذَّنبِ الَّذِی لا اَعلَمُ

او توبه باسم ده ته له هغه ګناه نه چې زه پرې پوه یم او له هغه ګناه نه چې پوه نه یم

اِنَّکَ اَنتَ عَلَّامُ الغُیوبِ وَسَتَّارُالعُیُوبِ وَغَفَّارُالذُّنوبِ وَلاحَولَ وَلا قُوَّةَ الَّا بِاللهِ العَلِیّ العَظیِمِ

بې شکه چې ته خبر یې په پټو باندې او پټونکی د عیبونو یې او پښونکی یې د ګناهونو او ختموونکی یې د تکلیفونو او نشته خلاصی له ګناهونو او نه طاقت د نیکی مګر په توفیق د خدای پاک سره چې ډېر لوی او اوچت دی.

۶.کلمه (رد کفر)

اَللَّهُمَّ اَعُوذُ بِکَ اَن اُشرِکَ بِکَ شَیاً وَّاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغفِرُکَ لِمالااَعلَمُ بِه

اې الله! بې شکه زه پناه غواړم په تا سره، له دې نه چې شریک کړم له تاسره څه شی او زه پرې پوه یم، او بښنه غواړم له تا نه د هغې پرې نه پوهېږم.

تُبتُ عَنهُ وَتَبَرَّأتُ مِنَ الکُفرِ وَالشِّرکِ وَالکِذبِ وَالغَیبَة وَالبِدعَة وَالنَّمیمَة وَالفَواحِشِ وَالبُهتَانِ وَالمَعَاصِی 

کُلِّهَا

توبه باسم له هغې نه بېزاره یم له کفره او له شرکه او له درواغو او له غیبته او له بدعته اوله چغلي او له بې حیایي کارونو او له تور تړلو نه په چا باندې

وَاَسلَمتُ وَاَقُولُ لااِلهَ اِلَّا اللهُ مُحَمَّدٌرَسُولُ الله

او ایمان رواړی دی ما او وایمه زه چې ستا څخه پرته د عبادت لایق بل څوک نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د خدای پاک رسول دی.

ایمان مجمل

اٰمَنْتُ بِااللهِ کَمَا هُوَ بِاَسْمَائِه وَ صِفَاتِه

ایمان مې راوړی(باورمې کړی) پر الله جل جلاله لکه څرنګه چې په نومونو او صفتونو کې دی

وَقَبِلْتُ جَمِيْعَ اَحْکَامِه

او منلي مې دي د ده ټول احکام

اِقْرَارٌ بِاللِّسَانِ وَ تَصْدِيْقٌ بِالْقَلْبِ

د ده ټول احکام، په ژبه اقرار کوم او په زړه کې پرې باور لرم.

ایمان مفصل

آمَنْتُ بِاللهِ ، وملائكته، وَكُتُبِه ، وَرَسُوْلِه ، وَالْيَوْمِ الْاخِرِ

ایمان مې راوړی(باور مې کړی)پر الله جل جلاله، د الله جل جلاله په ملایکو، د الله جل جلاله په کتابونو، د الله جل جلاله په رسولانو او د اخرت په ورځې

وَالْبَعْثِ بَعْدَ الْمَوْتِ وَالْقَدْرِ خَيْرِه وَشَرِّه مِنَ اللهِ تَعَالى

(په دې خبره چې د) خیر او شر اندازه د خدای جل جلاله له لورې ده او (په دې خبره چې) د مرګ نه وروسته بیا ژوند حق دی.

 

مخکینې مطلب

ادرک له بدنه دومره ناروغۍ ورکوي

بل مطلب

د طالبانو نوی زعامت هوښيار او زيرک دی !

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com