جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د طالبانو نوی زعامت هوښيار او زيرک دی !

kabull نشرونکی: kabull
اگست 15, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
98
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۲۴ زمری ۱۳۹۴

ليکوال ـ فکري مبارز

کله چې ملا عبدالغني برادر د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې ( CIA ) او د پاکستان د اسختباراتي ادارې ( ISI ) له لوري په يو لړ ګډو ، پټو عملياتو کې ونيول شو ، ملا اختر محمد منصور چې له ملا عبدالغني برادر سره يو ځای يې د طالبانو رهبري کوله واک په ښه توګه سمبال او له کوم خنډ او ځنډ پرته يې چارې پر مخ روانې کړې.

د ملا محمد عمر مجاهد له وفات څخه وروسته د ملا اختر محمد منصور له لوري په يوازې سر د طالبانو د ټولو چارو سمبالښت او د ملا محمد عمر مجاهد د وفات د خبر پټ ساتل د ملا اختر محمد منصور يوه تاريخي لاسته راوړنه بلل کيدای شي.

ځکه که د ملا محمد عمر مجاهد د وفات نيټې ته وګورو ، دا هغه نيټه وه چې امريکايانو پکې له افغانستان څخه د خپلو قواؤ د ايستلو فيصله کړې وه او طالبان هم په ډير پياوړي دريځ کې نه ؤ او نه يې تشکيلات د اوس په شکل منظم ؤ .

که چيرې د طالبانو له نوي مشر څخه هغه مهال د ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر افشا شوی وای نو شايد امريکايانو د افغانستان په برخه کې په خپله ستراتيژي له سره غور کړی وای او د خپلو قواوو وتل يې ځنډولي وای.

له بلې خوا ملا اختر محمد منصور د خپل مرحوم امير د وفات د خبر په پټ ساتلو سره د مديريت په برخه کې له ځانه د ښې وړتيا يو ثبوت وړاندې کړ او هم مهاله يې د نړۍ پياوړي استخبارات له سختې رسوايۍ سره مخ کړل.

همدغه راز د ملا اختر محمد منصور له لوري په داسې حال کې چې له يوه پلوه د هيواد په ختيځ کې طالبان داعش ته له منسوبو وسلوالو سره په جګړه اخته دي او له بل لوري پرې د سولې او مذاکراتو په برخه کې سخت فشارونه موجود دي، د ملا محمد عمر مجاهد د وفات اعلانول او بيا دې ته زمينه مساعدول چې د طالبانو د رهبري شوری په اکثريت سره نوی امير وټاکي ، د ده د ښه تدبير او ښې زيرکتيا ښوونه کوي.

د نوي امير په توګه له ټاکل کيدو وروسته د ده له لوري د معاونينو په توګه د مولوي سراج الدين حقاني او شيخ هيبت الله اخنذاده ټاکنه دده د زيرکتيا او هوښيارتيا يوه بله نمونه ده .

ځکه نوموړي په دې انتخاب سره د طالبانو په تشکيلاتو کې له بيلابيلو اړخونو د توازن لحاظ وکړ.

له ټاکل کيدو وروسته له ملا اختر محمد منصور سره د نظامي ، سياسي او اداري جوړښتونو د چارواکو او منسوبينو په بيړه بيعت د هغه محبوبيت يو ښه مثال دی چې دی يې د طالبانو په منځ کې ترې برخمن دی. او دا په ډاګه کوي چې د ده په څير د زعامت لپاره بل وړ شخص به په طالبانو کې په ډير تکليف پيدا شوی ؤ .

له ملا اختر محمد منصور سره د نړيوال جهادي غورځنګ القاعده د امير ډاکټر ايمن الظواهري بيعت هم کومه بې اهميته پيښه نده او نه القاعده او نه د القاعده پلويان داسې خلک دي چې په پټو سترګو د په چا پسې لاړ شي .

د القاعده مشرانو او پلويانو به حتماً له ډيرو  سلا مشورو وروسته له ده سره بيعت ترسره کړی وي او له نوموړي سره په دومره بيړه به دوی بيعت ته د دوی په وړاندې د نوموړي هغه له خواخوږۍ نه ډکې پاليسۍ هڅولي وي چې په تيرو څو کلونو کې په ځانګړې توګه د شمالي وزيرستان د سقوط پر مهال يې له دوی سره خپله کړې وه او که چيرې دوی په دې پوره باوري شوي نه وای چې ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر مجاهد يو باوري مرستيال او د نوموړي رښتونی لاروی دی نو کله به يې هم له ده سره د وفادارۍ اعلان نه وای کړی . او شايد د القاعده د مشرانو او پلويانو د وفادارۍ په راخپلولو کې به د ملا اختر محمد منصور لومړنۍ وينا چې د نوي امير په توګه له ټاکل کيدو وروسته يې د بيعت په يوه غونډه کې خپلو پلويانو ته کړې وه او رسنيو په ډير شد او مد خپره کړه هم ډير تأثير او اغیز کړی وي.

د القاعده د مشر او د نړۍ د نورو جهادي تنظيمونو د بيعت د قبلولو پيغام هم چې د جمعې په ورځ خپور شو د ملا اختر محمد منصور يو بل زړور او له هوښيارتيا څخه ډک اقدام ؤ . ځکه نوموړي د دې پيغام په توسط دا وښودله چې نوموړی د ملا محمد عمر مجاهد رښتونی لاروی او د نړۍ له جهادي تنظيمونو سره اړيکو ته ترجيح ورکوي ، د مبارزې يې مخالف ندی او نه يې هغو فشارونو ته غاړه ايښې چې د نړۍ د مسلمانانو او مجاهدينو سره د اړيکو په برخه کې له بيلابيلو خواوو نه پرې وارديږي.

که له يوې خوا د ملا اختر محمد منصور يادې شوې کړنې د مسلمانانو ، افغانانو او طالبانو په منځ کې نوموړي ته محبوبيت وربښي ، له بلې خوا نوموړی د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د توجه وړ هم ګرځوي او له سختو ، جدي امنيتي خطرو سره يې هم مخ کولای شي.

او که نوموړی د ځان او خپلو نيږدې ملګرو د امنيت په اړه جدي فکر ونکړي او د تير وخت د ژوند ، اوسيدلو ، ګرځيدلو او مديريت په برخه کې خپل معمول بدل نکړي او له نوو شرايطو سره يې برابر نکړي نو شايد د بهرنيو پياوړو استخباراتي سازمانونو له لوري هدف وګرځي.

نوموړي ته پکار ده چې له ډير احتياط څخه کار واخلي او د خپل سلف ملا محمد عمر مجاهد د احتياط په څير احتياط وکړي  او په راتلونکي کې هم د تير په څير هوښيار او زيرک و اوسي او خپلو دښمنانو ته موکه ورنکړي چې ده ته د تاوان په رسولو يو ځل بيا په نړۍ کې خپل پلويان او طالبان په يو بل مصيبت او ازمايښت کې راګير کړي. 

– See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=28#sthash.GYm908LI.dpuf

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

مخکینې مطلب

اسلامي عقیده

بل مطلب

موږ ازاد یو!!؟

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com