د بېلتون دښته

عرفان الله عرفاني
د بېلتون دښته
پر لار تېږېږي کاروان غلی غلی
را ګرځوم ترې جانان غلی غلی
زه هم په لار کې ورته غلی ناست يم
ورو، ورو ورېږي باران غلی غلی
د چنار لاندې مې دمه کړې ده
ځان سره وايم قرآن غلی غلی
د رقيب زړه هم پرما وسوځېدو
غمجن غمجن شو روان غلی غلی
د بېلتون دښته کې تنها او سېږم
پرکلي راغی توفان غلی غلی
په زړه نازک يم ډېر مې مه غږ وئ
اوښکو مې لوند کړ ګرېوان غلی غلی
( عرفاني ) بيا دې د چا غم ژړوي
بلا دې واخلم قربان غلی غلی



