په محکمه کې د بهلول مناظره!

نوید صهیب

وایي بهلول په یوه کوڅه تیریدی، که ګوري چې یو استاد خپلو شاګردانو ته د درس په جریان کې وایي : زه په دریو خبرو کې له شیخ او عارف سره مخالف یم. اولأ دوی وایي الله ج نه لیدل کیږي، زه وایم که نه لیدل کیږي بیا وجود هم نلري.

ثانیأ : دوی وایي چې شیطان به په دوزخ کې سوځول کیږي، زه وایم که شیطان د اور له جنس څخه وي، بیا په دوزخ کې څه ډول سوزول کیږي؟

ثالثأ : دوی وایي چې انسان ټول اعمال په خپل اختیار ترسره کوي، زه وایم چې اعمال انسان د جبر په وجه ترسره کوي نه په خپله خوښه.
بهلول چې دا خبرې واوریدې، استاد یې د خاورو په یوه کلکه لوټه پدې مخ وویشت.

استاد او شاګردانو بهلول راګیر كړ او خلیفه ته یې وروست، استاد وویل بهلول زه په ناحقه په لوټه وویشتم اوس مې مخ درد کوي.

بهلول وویل : درد ته وینې؟

استاد : نه یې وینم

بهلول : تا ویل چې الله ج نه لیدل کیږي وجود هم نلري، نو ته چې درد نه وینې بیا وجود هم نلري، بل تا ویل چې شیطان د اور له جنسه دی، په اور نه سوځول کیږي، ته چې د خاورو له جنسه یې بیا په خاوره ولې خوږ شوې؟

او بل تا ویل انسان په خپل اعمالو کې بې اختیاره دی، زه هم ستا په ویشتلو کې بې اختیاره وم، نو ځکه ته له ما نه د بدل اخیستو حق نلرې.‏

استاد د بهلول د خبرو په اوریدو ټیټ سر او پټه خوله پخپله مخه لاړ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button