د وینو کور!!!

لیکنه: هلال وردګ

توره شپه وه، جرس ته هم ښه د ذکر فضاء جوړه وه، ښه په لوړ آواز لګیا و؛ د پلار کشر زوی چې دا مهال د لسم ټولګي متعلم و، دا چې د مڼو موسم و، دوی هم ښه لوی د مڼو باغ درلود؛ د تیر په شان یې نن بیا خپله زړه بتۍ او راډیو تر څنګ کړل؛ خورجانې ته یې ناره کړه:

خورې! وه خورې! لږ چای او یوه کمپله راکړه، باغ ته ځم…

خورجانې یې چې د ګران ورور هر امر ته لاس په نامه ولاړه وه، په منډه منډه یې د تازه چایو ډک ترموز او کمپله دواړه په لاس ورکړل؛ ورور یې د لوی باغ پخوا روان شو. د خور خوله یې چې له خندا ډکه ډکه کیده، پسې ناره کړه:

شریف جانه! سبا چې راتلې! ماته یوه خاصه مڼه حتماً راوړه.

شریف له ځنډ خندا وروسته وویل: خورجانې! ته خو مسخرې کوي، ټول باغ ستا دی او ته یوه مڼه غواړې؟ ښه سمه ده راوړمه یې، ښه شپه، رنګین خوبونــه، خدای پامان…

شریف باغ ته ورسید، په کټ یې کالې خطا کړل، ښه په آرامۍ یې ډډه ووهلـــه؛ د تنها یی شیبې دي، خپله رادیو یې چالانه کړه، اول خبر یې داوو” د هلمند ولایت، سنګین ولسوالی کې د هوایي برید له امله د یوې کورنۍ ټول غړي د هوایي او ځمکني برید په پایله کې ووژل شول…”

د خبر په اوریدو یې زړه نری شو، رادیو یې بنده کړه، نرۍ نرۍ اوښکې یې په سپین مخ، توره ږیره؛ لکه په لمر کې باران، رڼې ـ رڼې ښکته روانې شوې؛ په لړزانده غږ یې وویل: اخ خدایـــه! دا څه د وینــــو کور کې اوسم…

له څه سړو ــ سړو اسویلیو وروستــه یې وړې ـ وړې سلګۍ وکړې؛ د اوښکو ډکې سترګې یې د خوب پر لور کږې شوې؛ د کټ په کلکه اوسپنیزه څنډه یې سر تکیـــه کړ او کوږ سر ویده شو.

شپه پخه شوه، هیڅ ډیوه نه تر سترګو کیده، واړه او زاړه، مشران او کشران، تور ږیري او سپین ږیري، خلاصــه هر زنده سر په خواږه خوب ویده وو.

ناڅاپه نرۍ نرۍ د چورلکو غږ شو، شریف چې په کلک خوب ویده و؛ خو د تیر په نسبت یې نن زړه بیدار و، له خوبه ویښ شو، حیران ــ حیران یې یو بل لوري ته وکتل، هیڅ یې تر سترګو نشول؛ د بتۍ په لټه کې شو، اې خوا او دې خوا یې لاسونه تپول، لاس یې په اوښکو لمبېدلي دسمال کیښود، چې بتۍ هم ترې لاندې وه؛ د بتۍ د پیدا کیدو سره سم په آسمان کې د چورلکو وریځ جوړه شوه، ده یو خوا بله خوا ورخطا ــ ورخطا کتل، چاره نه وه، د کور پر لور یې مخه کړه،کورته ورسید، ګوري چې د کور ټول اهل لاس لپه کړي او د یاالله خیر نارې وهي، دې ده په لیدو په کورکې ټولو زیاته خوښي وښوده؛ خو تقدیر بدل وو.

دا چې شریف د پس پیرۍ لکڼه وه، نو پلار ته هم ډیر منلی و، په غیږه کې یې کلک ونیو، د تسکین په خاطر یې ورته وویل: زویــه مه ډاریږه، موږ ته څه نه وایي، موږ بې ګناه یو…

شریف ته چې د رادیو بیګنی خبر په یاد و، په ژړغوني غږ وویل: پلار جانه! موږ وژني، موږ ټول وژني، موږ ژوندي نه پریږدي، موږ پسې راغلي دي…

پلار هغه تیره خبره بیا تکرار کړه؛ خو شریف له خپلې خبرې تیر نه شو. لږ دمه وروسته د کلي منځ کې له یوه لوی لاوډسپیکر څخه غږ پورته شو: هيڅوک حق نلری چې له کوره ووځئ، که هر څوک ووتل د شکایت حق نلري…

اوس نو آسمان له چورلکو ډک دی او ځمکه هم له خړو لښکرو؛ لږ ګړۍ وروسته له بامه په ډیره ناولده لهجه غږ شو: نارینه د باندې راووځئ او ښځینه په خپل ځای پاتې شئ. دا غږ څو ځله تکرار شو؛ بالاخره د پلار دوهم زوی (چې له مسافرۍ څخه هم نوی راغلی ؤ، اوله شپه یې وه؛ په سپین مخ یې توره ږیره له ورایه ځلیده) مجبور شو، چې ور ووځي، زړه ــ نازړه یې ور ورخلاص کړ، شاوخوا یې وکتل، هیڅ یې تر سترګو نه شول؛ غوښتل یې دروازې ته لاړ شي، وګوري چې دا غږ له کومه ځایــه وشو، د سرای منځ ته چې ورسید، په بام ناستو یو دم پرې د مرمیو باران جوړ کړ؛ پلار، وروڼو او هغو خویندو چې د ده ستومانی ته راغلې وې، له کړکۍ څخه حال په سترګو کاته؛ هغه خور یې چې تل یې د وروڼو نازونه په سر وړل، د خپل مسافر ورور په لیدو له واکه ووته او د هغه پر لوري یې منډه کړه، د خپل مسافر ورور په وینو یې هغه د نکریزو سره لاسونه تر څنګلو په وینو رنګ کړل، د کور په انګړ کې یې یوې او بلې خواته لالهانده منډې وهلې، تر څو د پلار خونه پیدا کړي، په وینو سره لاسونه یې د پلار د خونې په وره جوړه په درب ـ درب ووهل. د وره له دربا سره سم په کمین کې ناستو د پیغلې سپرلی په خزان بدل کړ، څو مسلسلې په باروتو ګرمې مرمۍ یې په معصوم بدن کښیناستې، ړنګه بنګه د پلار خونې ته نژدې را چپه شوه.

شریف چې د خور اخ اخ چیغې واوریدي، د پلار غیږه یې ایلا کړه، د خپلې ګرانې خور په طرف یې رامنډه کړه، په چیغو چیغو یې وویل: پلاره! راپسې شه، زموږ کور د وینو کور شو، زموږ کور د وینو رنګ واخیست، راځه چې دواړه هم لاسونه سره کړو…

شریف ګرانه خور په غیږه کې ټینګه ونیوه، چې پدې وخت کې یې د خور آخري سلګۍ وي، په ورو ــ ورو یې په داسې حال کې چې د اوښکو سیلاب یې په خپل مخ ښکته روان ؤ او د ګرانې خور په مخ یې لارې جوړولې، وویل: خورې ستا هغه …، ستا هغه…

تر څو چې خبره تکمیلیږي، په کمین کې ناستو د ده په سینه هم د مسافر ورور او پیغلې خور په شان د ګرمو مرمیو کتارونه جوړ کړ، ظالمو مرمیو د شریف په ځوانۍ هم د خزان سپیره بادونه ولګول>

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button