له اعدامه نه ډاریږم!

محمدرحیم مظلوم

ستاله حکم او اقدامه نه ډارېږم

مجاهدیم له اعدامه نه ډارېږم

 

ما په هر لمانځه کې غوشتی شهادت دی

د مرګونو له پیغامه نه ډارېږم

 

پناه غواړمه د رب له زندانونو

له څرخې او له باګرامه نه ډارېږم

 

د ډالرو خاوندان مې پر ملا مات کړل

د ډالرو له غلامه نه ډارېږم

 

ته که هر څومره ما بد ور معرفی کړې

ور معلوم یم له خپل قامه نه ډارېږم

 

بې له خدایه چا ته نه یم تسلیم شوی

ځکه زه له خپل انجامه نه ډارېږم

 

د ایمان په رڼا ځم تر خپل منزله

له تیارو د تور ماشامه نه ډارېږم

 

زه مظلوم به د مظلوم انتقام اخلم

هیڅ وخت ستا له انتقامه نه ډارېږم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button