لیکنه: عمران “اشنا ”
طالب او داعیش له دولت سره په جګړه کې ښکیل او د دولت ضد اصلي لوري ګنل کېږي؛ډېرکله دخونړیو بریدونو پړه همدغه ډلې پرغاړه اخلي ‘دتېرې یوې نیمې لسیزې جګړه دهدفي وژنو او همدارنګه په افغان خاوره دتيري بې ساري جګړه ده.
لومړی طالبانو اوپدې تیرو څوکلونو کې داعیشیانو ددغو هدفي جګړو سنګرونه تاوده ساتلي؛ دواړه ډلې ترمنځ سخت مخالفتونه هم لري ‘غالبآ دجګړې درهبرۍ چارې یې دزبرځواکه هېوادونو جګړیز رمز دی .
په لومړیو کې غرنۍ سیمې د طالبانو ترحاکمیت لاندې وې؛ چې بیا وروسته داعیش وسلوال له سختې وسلوالې وروسته په ځینو سیمو حاکم شول.
ددواړو لورو دمرګ ژوبلې راپورونه په اونیزو مهالنیو اوتلویزیوني راپورونو کې خپاره شوو. دجګړو په سیمو کې میشت خلک که څه هم ددې خپلمنځي جګړو قربانیان شول؛ خو پدې سترګې نه شي پټېدای؛ چې دڅلورو لسیزو جګړو تل اففانان دویر په ټغر کینولي.
ددولت مخالفین دوخت په تېریدو یوازې دانه چې له پښو ونه غورځول شو؛ بلکې په کراره ـ کراره جګړه له غرنیو سیمو ترښاره راورسېده، په کابل ښار کې وروستيو مرګونو بریدونو که له یوې خوا دولس داندیښنې زیاتې کړي؛ خو له بل پلوه دیو لړ افرادو غبرګونونه هم له ځان سره لري.
دکابل دوروستي برید په تړاو یولړ افراد ادعاوې کوي ددغې برید ډیری قربانیان دیوقوم پوري خلک دي؛ دایو غیر حقیقي خبره ده؛بلکې کابل دټول قومونو شریک کور دی او باوري یوو؛ چې ټول قومونه دجکړې له زرره متضرره دي.
خو په اوس وخت کې بهرني استخبارات دقومي ټېکدرانو په وسیله غواړي دجګړې بڼه بدله بده کړي؛ جګړې ته قومي اوسمتي رنګ ورکړي؛چې دا به دافغانستان په تاریخ کې یوه هيریدونکي او خورا وژونکي جګړه وي.
په کابل کې قومي ټېکدران دبهرنیو استخباراتو دخلکو له احساساتو په کار اخیستنې دنظام او پښتنو پرضد شعارونه ورکوي، له نظامه ویستل اوپه فساد تورن او ځینې هغه چې دنظام له برکته وپېژندل شو؛ همدوی غواړي داځل جکړه قومي او سمتي کړي او له دغې لارې خپل بادران خوشاله او خپلې ګټې دوامداره وساتي
افغان ولس دې دقومي ټېکدرانو په درواغو نه غولېږي ترڅو ځل بیا دجګړو او بدبختیو ښکار نه شي.


















