یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د ولسونو او نظامونو په جوړولو او ورانولو کې د تعليم، فکر او فرهنګ نقش (درېيمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 4, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
14
ځلې شریک شوی
174
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

( د مولوي عبدالهادي مجاهد لیکنه)

 د نننۍ اسلامي نړۍ تعليمي مراکز که د غربي كلتور،نظرياتو او ژوندبڼې  نندارتونونه؟

 نن ورځ په اسلامي نړۍ کې د استعمار د شاګردانو په لاس جوړو شويو تعليمي اداروپه پوره ډول د غربي هېوادونو د كلتور او ژوندبڼې د نندارتونونو شكل غوره كړى دی. د دې لپاره چې د تعليمي ادارو محيط په ټوليزه توګه له اسلام او اسلامپالنې څخه محروم شوی وي په ټولو تعليمي ادارو او د هغو په ليلييو كې  د تدين د مخنيوي په مقصد يا د مسجدونو جوړولو ته هېڅ پام ندي شوی، او يا داسې محدود او مهمل ساتل شوي چې په تعليمي محيط او د لوستونکو په سلوک کې يې هېڅ تأثير ښکاره نه شي. او دا ځكه چې تعليمي مسؤولين په تعليمي ماحول كې د مسجدونو، ديني مناسباتو او د شاګردانو  د تدين له رول او تأثير څخه په وېره كې دي.

 د افغانستان په ټولو پوهنتونو او ليليه لېسو كې يو اساسي مسجد هم نه وو ودان شوى، خو په مقابل كې يې په هر پوهنتون او ليسه كې د سينما، تياتر او لوبغالي اسانتياوې په نظر كې نيول شوې وې، او په هغو كې د زده كوونكو او ځوانانو لپاره د غربيانو د لوېدلي فرهنګ فلمونه او ډرامې ښودل كېدلې. همدغه سبب و چې په پوهنتونونو کې د پوهانو، مخترعينو او محققينو پر ځاى زمونږ له تعليمي ادارو او پوهنتونونوپه پراخه کچه كمونستان، شعله يان، ستميان، افغان ملتيان او نور  د نشنلستي  چپي او ليبرال افكارو لرونكې څېرې ټولنې ته راووتلې، چې هېواد ته يې پردي افكار راوارد كړل، او بيا يې د زور او جبر له لارې پر خلكو ور وتپل، چې په نتيجه كې يې د افغانانو ډاډمن ژوند د انقلابونو، کودتاګانو او اضطرابونو په طوفانونو كې لاهو شو.

د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ په تعليمي ادارو کې چې استادان، شاګردان او تعليمي مسؤولين څومره په ظاهري لحاظ د غربيانو له موډ، فيشن او ژوندبڼې متأثر ښکاري په همدومره اندازه د هغوئ له افکارو، عقائدو، سياسي نظرياتو او سلوک څخه هم متأثره دي، او د دې خلکو همدغه تأثر  بيا په اسلامي هېوادونو کې د دين او ولس په اړه د دوئ په پرېکړو او اقداماتو کې راښکاره کېږي چې همدغه پردي پال بهير له تېرې يوې پېړۍ اسلامي نړۍ په هرڅه کې د استعماري غرب تابع ګرځولې ده.

په اسلامي نړۍ كې د تعلمي ماحول د لا خرابولو لپاره د نجونو او هلكانو ترمنځ د مخلوط تعليم سلسله رواج كړاى شوه چې مسلمانې ټولنې يې له خطرناكو عواقبو سره مخ كړې. د نجونو او هلكانو ګډ تعليم په حقيقت كې د غرب د شيطانى دامونو په سلسله كې تر ټولو خطرناك دام وو چې په اسانۍ يې وركې په مليونونو پېغلې او ځوانان ښكار كړل. دغه كار نه يوازې دا چې د اسلامي ارزښتونو پر ضد يو اقدام ؤ، بلکې د تعليم او تربيې په خلاف هم يوه نا اعلان شوې پټه جګړه وه، او دا ځكه چې پېغلې او ځوانان د خپل انسانى فطرت د تقاضا پر اساس د عمر په دغه مرحله كې د (جنس) خوا ته ډېر ميلان ښكاروي، او تر بل هر كار يې توجه دې خواته ډېره وي. د عمر پدې مرحله کې دا يو فطري کيفيت وي چې فطرتا ورباندې انسان نه ملامتېږي. له همدې امله خو شريعت د دغې غرېزې د کنټرول لپاره اصول او ضوابط وضع کړي دي چې له اختلاط څخه لېرې والی، د حجاب رعايت او د دواړو جنسونو تر منځ د تماس د فرصتونو  کمول يې په سر کې راځي.

خو له بلې خوا بيا مېډيا، د پرديو په خوښه جوړ شوی نصاب، بې لارې کوونکي ناولونه، کيسې او پاروونکي ادبيات او د مخنيوونكو قوانينو نشتوالى دغه ډول تمايلاتو ته نوره هم هوا وركوي چې په نتيجه كې يې ځوانان له علم څخه پاتې او په عشقبازيو او ناروا جنسي تمايلاتو کې اخته کېږي.

د غربي ډوله تعليمي نظام او نصاب په نتيجه کې څه ډول حکام منځته راغلل؟

غرب چې د غربي کولو (وېسټرنايزېشن) د عمليې له لارې پر ټوله اسلامي نړۍ خپل فکري او فرهنګي تسلط ټينګ کړ نو په افغانستان کې هم تعليمي بهير  د وېسترنايزېشن  (غربي کولو) او  اختلاط له (فتنو) څخه په امان کې  پاتې نه شو، او  د وخت په تېرېدلو دلته هم د تعليم نظام، نصاب، فرهنګ او تعليمي اهدافو غربي رنګ واخيست، او په کرار کرار يې د نوی نسل فکري او تاريخي روابط د هغوئ له خپلو  معنوي او اجتماعي ارزښتونو څخه پرېکړل، او دا يې ورته تلقين کړه چې که  افغانان هم د پرمختګ  پر لاره تلل غواړي نو بايد په فکر، فرهنګ، سياسيت او اجتماعي ژوند کې دې د غرب پر لاره تلل پيل کړي، که نه نو لدې پرته بله د مثبت بدلون لاره نشته، دا په داسې حال کې چې حقيقي پرمختګ په ښې حکومتوالۍ، علم او صنعت راځي نه د  پردي فکر او فرهنګ په خپلولو.

په افغانستان کې د اول ځل لپاره  د دغه پردی فکر او غربي ډوله تعليمي نظام تيوري (محمود طرزي) چې له (سيکولر کماليزم) او اروپايي نظرياتو څخه متأثره وو راوارده کړه، او د خپل زوم  امان الله خان د زور، زندان، فکري ارعاب او استبدادي حکومت په مټ يې د دغو پردېو نظرياتو د عملي کولو هڅې شروع کړې چې له همدې امله غربي ليکوالان  په افغانستان کې (د سيکولرېزم پلار) هم ګڼي.

دا سمه ده چې طرزي او امان الله خان به لدې لارې په هېواد کې مادي برمختګ غوښت، خو دا چې مادي پرمختګ بايد د ولس له دين او معنوي ارزښتونو سره همغږی وي چې متأسفانه هغوئ دواړو دغه درک او روحيه نه لرله، او يا د  ديني ارزښتونو په اړه بې تفاوته ول  نو ځکه يې په خپلو غرب پالو افراطي اقداماتو  د راتلونکي لپاره د اوږدې بې ثباتۍ او  د ولس او نظام تر منځ د ټکرونو لپاره لاره هواره کړه، او هغه څه چې دې دواړو ( اصلاحات) بلل عملا د (افساداتو) په شکل کې ښکاره شول.

په افغانستان کې  په پردي فکر روزل شويو حکامو او اسلامي شريعت ته ناملتزمو نظامونو داسې وضعيتونه او قوانين رامنځته کړل چې ولس او نظام يې په خپلو کې سره په جګړه کې ښکېل کړل. او هغه داسې چې ولس د خپل معنوي او اجتماعي اصالت پر ساتلو ټيکار کاوه خو سيکولرو حکامو خامخا د غرب پر لاره د خلکو د روانولو په لاره کې د خپلو راواردو شويو قوانينو د عملي کولو په لاره کې زور کاراوه چې په نتيجه کې يې د ولس او نظام تر منځ ملسل ټکرونه پېښ شول او لا تر اوسه روان دي.

 پورتنی وضعيت يو ځل د امان الله خان د نظام په شکل کې چې د ترکيې د مصطفی کمال د (دين دښمنۍ) تمثيل يې کاوو پېښ شو، او له غرب څخه د راواردو شويو نظرياتو او فلسفي مفاهيمو نتيجه يې د هغو (افساداتو) په شکل کې راووته چې ده به (اصلاحات) بلل. وروسته بيا د ظاهرشاه د مفسد نظاماو ورپسې د داودخان د (دين دښمنه جمهوريت)، د کمونستانو (د ثور د کمونستي انقلاب) او د اوسنيو امريکايي پلوو (ديموکراتانو) او په هغوئ ورګډو د (مجاهد ډوله دېموکراتو او نشنلستو) تنظيمونو د ديموکراسۍ، سيکولرزم او نشنلزم په شکل کې راووته.

افغانانو هر ځل د پرديو  په فکر او نصاب د دغو روزل شويو سيکولرانو د جناياتو کفاره د لکونو شهيدانو په ورکولو ادا کړه، خو لا يې تر اوسه هم  ټولنه د بې دينې مفکورې له جناياتو او منفي تأثيراتو نده پاکه شوې، بلکې په هر نوي پړاو کې دغو د پرديو په فکر او فرهنګ روزل شويو حکامو دا هېواد له داسې نويو فتنو او سياسي او اجتماعي بحرانونو سره مخ کړی دی چې پخواني يې له خلکو هېر کړي دي. او دا هرڅه ځکه پېښېږي چې حکام يې د داسلام د دين په حقيقي روحيه او تعليماتو ندي روزل شوي بلکې د پرديو په فکر او فرهنګ رالوی شوي او د هغوئ ارزښتونو ته معتقد دي.

غربي ډوله تعليم څه ډول ولسونه رامنځته کړل؟

په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې په پرديو افکارو روزل شويو نه يوازې دا چې (پر دين نه ولاړ) نظامونه رامنځته کړل، بلکې په مليونونو اسلام ته داسې منسوب خلک يې هم وروزل چې يوازې نومونه يې اسلامي دي او نور يې د ژوند تقريبا ټولې چارې له ديني ارشاداتو څخه د باندې د سيکولريزم، کمونيزم، ليبراليزم او وضعي قوانينو مطابق عيارې کړې او روانې کړې دي. دغو خلکو هر وخت ځان د اسلامي امت له افرادو ګڼلی، خو کار يې تل د کفارو لپاره کړی، او د اسلام پر ځای يې خپله وفاداري له غربيانو او غربي نظرياتو سره ښکاره کړې ده، او هم عملا د هغوئ په صف کې درېدلي دي.  او دا ځکه چې په اسلامي نړۍ کې د غربي ډوله تعليم زېږنده حکامو او تعليمي مسؤولينو د تعليمي نصاب مضامين او مفرادت په داسې ډ ول انتخاب كړي چې لوستونكي يې بايد په پوره اخلاص د غو نظامونو په خدمت كې پاتې شي، او  د اسلامي نظام د راوستلولپاره نه احساس ولري او نه توان. (نور بيا)

مخکینې مطلب

په کابل کې لاریونونه دقومي ټېکدارانو په ګټه دي!

بل مطلب

د شهيدانو څلور ګونې مرتبې

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com