لیکنه : ناهیده خپلواک
په سنن ترمذي کې راغلي:
« عَنْ أَبِي يَزِيدَ الخَوْلَانِيِّ، أَنَّهُ سَمِعَ فَضَالَةَ بْنَ عُبَيْدٍ، يَقُولُ: سَمِعْتُ عُمَرَ بْنَ الخَطَّابِ يَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: الشُّهَدَاءُ أَرْبَعَةٌ: رَجُلٌ مُؤْمِنٌ جَيِّدُ الإِيمَانِ، لَقِيَ العَدُوَّ، فَصَدَقَ اللَّهَ حَتَّى قُتِلَ، فَذَلِكَ الَّذِي يَرْفَعُ النَّاسُ إِلَيْهِ أَعْيُنَهُمْ يَوْمَ القِيَامَةِ هَكَذَا وَرَفَعَ رَأْسَهُ حَتَّى وَقَعَتْ قَلَنْسُوَتُهُ، قَالَ: فَمَا أَدْرِي أَقَلَنْسُوَةَ عُمَرَ أَرَادَ أَمْ قَلَنْسُوَةَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قَالَ: «وَرَجُلٌ مُؤْمِنٌ جَيِّدُ الإِيمَانِ لَقِيَ العَدُوَّ فَكَأَنَّمَا ضُرِبَ جِلْدُهُ بِشَوْكِ طَلْحٍ مِنَ الجُبْنِ أَتَاهُ سَهْمٌ غَرْبٌ فَقَتَلَهُ فَهُوَ فِي الدَّرَجَةِ الثَّانِيَةِ، وَرَجُلٌ مُؤْمِنٌ خَلَطَ عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا لَقِيَ العَدُوَّ فَصَدَقَ اللَّهَ حَتَّى قُتِلَ فَذَلِكَ فِي الدَّرَجَةِ الثَّالِثَةِ، وَرَجُلٌ مُؤْمِنٌ أَسْرَفَ عَلَى نَفْسِهِ لَقِيَ العَدُوَّ فَصَدَقَ اللَّهَ حَتَّى قُتِلَ فَذَلِكَ فِي الدَّرَجَةِ الرَّابِعَة( )».
ژباړه: له ابو يزيد الخولاني نه روايت دی هغه له فضالة بن عبيد څخه اورېدلي چې هغه به ويل ما له عمربن الخطاب رضی الله عنه څخه اورېدلي چې ويل يې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي چې ويل يې شهيدان په څلور ډوله دي:
۱- يو هغه مؤمن دی چې د ښه او کامل ايمان لرونکی وي له دښمن سره مخامخ شي له الله جل جلاله سره خپله وعده پوره کړي او خپله زړورتيا څرګنده کړي ترڅو شهيد شي، د ا هغه شهيد دی چې د قيامت په ورځ به د هغه په لوري خلک داسې سترګې پورته کوي (د هغه ننداره کوي) حضرت عمر رضی الله عنه او يا رسول لله صلی الله عليه وسلم خپل سر داسې اوچت کړ چې خولۍ يې له سر څخه وغورځېدله، ابو سعيد خولاني وايي زه نه پوهېږم چې فضالة بن عبيد د حضرت عمر رضی الله عنه او يا هم د رسول صلی الله عليه وسلم خولۍ اراده کړې ؟
۲- رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: بل هغه مؤمن دی چې د کامل ايمان لرونکی وي له دښمن سره پداسې حال کې مخامخ شي له وېرې څخه داسې وي لکه پوستکی يې چې په ازغيو سره وهل شوی او چوخول شوی وي، يو ناڅاپه غشی ورته راشي هغه ووژني، دغه شهيد په دويمه مرتبه کې دی.
۳- بل هغه مؤمن دی چې ښه او بد عمل سره ګډ او يو ځای کړي له دښمن سره مخامخ شي له الله جل جلاله سره خپله وعده پوره کړي تر هغو جګړه وکړي چې شهيد کړل شي دا په دريمه مرتبه کې دی.
۴- بل هغه مؤمن دی چې په ځان يې د ګناهونو په تر سره کولو سره اسراف او زياتی کړی وي، له الله جل جلاله سره خپله وعده پوره کړي تر هغو جګړه وکړي چې شهيد کړل شي دغه شهيد په څلورمه مرتبه کې دی.
څرګنداوی: لومړۍ مرتبه هغه خوش نصيبه شهيد ته ورکولی شي چې پدې صفت سره موصوف وي: په الله جل جلاله او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم کامل ايمان لري د ايمان په غوښتنه عمل کوي او هغه پوره کوي د هغه شخصي او ټولنيز ژوندون پدې ګواهي ورکوي چې د ه د الله جل جلاله لوړ ه هستي او وجود منلی د هغه د رالېږل شوي استازي امر په حقه ګڼي، د هغه په ايمان او تسليمېدلو کې شک او تردد شتون نه لري، د هغه مرګ او ژوند د الله جل جلاله لپاره دی، هغه ته چې کله د الله جل جلاله له لوري د جګړې امر را رسېږي له دې څخه وروسته د هغه ايمان قوي کېږي، او کله چې د دښمن مقابلې ته پورته کېږي دا شعار ورکوي چې اوس هغه زرينه موقع را رسېدلې چې الله جل جلاله يې له مؤمنانو سره ژمنه کړې ده، د تسليمۍ او رضا جذبه يې نوره هم نوې کېږي، له دې څخه وروسته هغه وعده چې له الله جل جلاله سره يې د جنت په مقابل کې د ځان او مال په قربانولو سره کړې وه پوره کوي او سر ته يې رسوي، چې پدې سره به دی تر ټولو لوړه مرتبه تر لاسه کړي.
ابن کثير په البدايه و النهايه کې او ابن حجر په فتح الباري کې دا ذکر کړي چې انس بن نضر د څه لاملونو له امله د بدر په غزا کې برخه وانه خيسته، هغه له الله جل جلاله سره ژمنه وکړه چې که ماته د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ملګرتيا کې د جګړې موقع په لاس راشي زه به خپله پوره بهادري څرګنده کړم، د احد په غزا کې نوموړي د مسلمانو سره يوځای شتون لرلو د خپلې وعدې او ژمنې د پوره کولو له امله يې توره را پورته کړه او د دښمن په لوري مخ په وړاندې لاړ سعد بن معاذ رضی الله عنه د هغه مخه ونيوله خو هغه ويل ما ته د احد له لوري د جنت بوی راځي، پر دښمن يې حمله وکړه او خپله پوره بهادري يې څرګنده کړه، پدې جګړه کې ټپي شولو او په شهادت ورسېدلو، ابن کثير رجمه الله وايي: ټول مسلمانان بايد لکه د انس بن نضر رضی الله عنه په شان د خپلې قربانۍ د وعدې په پوره کولو وفادار وي.
په دويمه مرتبه کې هغه شهيددی چې د هغه د ايمان پوخوالی او ټينګښت د لومړي شهيد په پرتله وي خو په زړوتيا او سرښندنه کې لږ په لاندې مرتبه کې او کمزوری وي، د دښمن په صفونو باندې په زړورتيا سره له يرغل او د بهادرۍ له څرګندولو څخه وېره لري، پدې مهال د دښمن په يو نا څاپه او بې هدفه غشي سره هغه شهيدېږي، چې نوموموړی شهيد په دويمه مرتبه کې دی، که له لومړي شهيد سره تو پير لري هغه يوازې د اقدام او بريد د جذبې د کم والي له امله دی چې زړور مؤمن له ضعيف او کمزوري مؤمن څخه غوره دی.
د دريمې مرتبې د شهيد دا صفت دی چې د جګړې په ميدان کې بهادري او زړورتيا څرګندوي، له همدې امله له لومړي شهيد سره يو شان دی خو د تېرو شويو عملونو لمن يې پرته له داغ څخه نده نېک عملونه لري خو ګناهونه يې هم ور سره ګډ کړي دي، د هغه د ژوندون د کتاب ځينې پاڼې روښانه او بې داغه دي او ځينې نورې يې بيا تورې او داغ لرونکې دي، له همدې امله دغه شهيد د دوه مخکنيو شهيدانو په پرتله په لاندې مرتبه کې دی خو لکه څنګه چې ټول عملونه د ايمان د څرنګوالي په محور څرخېږي د ده د شهادت عمل د قوت له امله د هغه شهيد له شهادت سره يو شان ندی چې په پاخه ايمان سمبال دی، د لومړي څاڅکي وينې په توئېدلو سره يې الله جل جلاله ګناهونه ورته بښي، او د شهادت په ډالۍ سره يې نازوي.
د څلورمې مرتبې شهيد هم د جرأت او زړورتيا نمونه ده د لومړۍ دويمې او دريمې مرتبې د شهيدانو په پرتله يې سر ښندنه او زړورتيا څرګنده کړه، خو د ګناهونو فهرست او لړۍ يې اوږده ده، او د ګناهونو تر سره کول يې د اسراف مرتبې ته رسېږي، د الله جل جلاله په لاره کې د هغه وتل او د سر ښندنه د الله جل جلاله په وړاندې قبوله ده ځکه «السَّیفُ مُحَاءُالذُّنُوبِ» توره ګناهونه له منځه وړي الله جل جلاله هغه ته د شهادت مرتبه ورکوي، لکه څنګه چې د ايماني پانګې له امله د درې تېرو شويو شهيدانو په پرتله په لاندې مرتبه کې دی له همدې امله د ده مرتبه هم له هغوی څخه وروسته شوله، خو نوموړی شهيد دی د الله جل جلاله په وړاندې د لويو ثوابونو او پېرزويو وړ ګرځي، په جنت کې چې کوم بالښت هغه ته ورکولی شي هغه له دنيا او هغه څه نه چې پدې دنيا کې دي غوره دی، دغه مرتبه يوازې هغو نېکمرغه خلکو ته ورکولی شي چې د الله جل جلاله د کرم او رحمت تر سيوري لاندې راشي، د الله جل جلاله ځانګړي بنده ګان د د ې نېکمرغۍ د تر لاسه کولو هيله لري
========
ـ صحيح البخاري(ج1/ص/كِتَابُ الجِهَادِ وَالسِّيَرِ)بَابُ تَمَنِّي المُجَاهِدِ أَنْ يَرْجِعَ إِلَى الدُّنْيَا.
سنن الترمذی طبع بيروتی(ج4/ص/177/رقم1644/ أَبْوَابُ فَضَائِلِ الْجِهَادِ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ)بَابُ مَاجَاءَفِي فَضْلِ الشُّهَدَاءِعِنْدَاللَّهِ.


















