سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

دلمونځ مسائل (۴۵مه برخه) – د اخترونو د لمانځه بيان –

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 24, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
27
ځلې شریک شوی
342
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د اخترونو د لمانځه بيان

د اختر په ورځ کوم کارونه سنت يا مستحب دي

پوښتنه : د اختر په ورځ کوم کارونه سنت يا مستحب دي؟

ځواب : (۱) غسل او مسواک کول.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

(۲) په خپلو جامو کې د ښې جامې اغوستل.

(۳) عطر (خوشبو) لګول.

(۴) د واړه اختر په ورځ عيدګاه ته له تللو مخکې د خرما يا بل خواږه شي خوړل.

(۵) د صدقې فطر ورکول.

(۶) د لوی اختر په ورځ له لمانځه وروسته د خپلې قربانۍ غوښه خوړل.

(۷) په عيدګاه کې د اختر لمونځ کول.

(۸) پياده تلل.

(۹) په يوه لاره تلل او په بله لاره بيرته راتلل.

(۱۰) د اختر له لمانځه څخه دمخه په کور يا عيدګاه کې د نفل لمانځه نه کول او هم د اختر له لمانځه وروسته په عيدګاه کې د نفل لمانځه نه کول ([1]).

د عيد الضحى ويل پکار دي او که د عيد الاضحى

پوښتنه : په لوى اختر کې د (عيدالضحى) او (عيد الاضحى) دواړو ويل پکار دي او که يوازې د (عيد الاضحى)؟ او که چيرته د دواړو ويل صحي وي نو د دواړو په مابين کې مناسبت څه دى؟.

ځواب : اضحى قرباني ته ويل کيژي، ضحى د څاښت وخت ته ويل کيژي، نو د (عيد الاضحى) ويل صحي دي ([2]).

له عذر پرته د اختر لمونځ په جومات کې مکروه دى

پوښتنه : په جومات کې د اختر لمانځه کول څرنګه دي؟.

ځواب : له عذر پرته په جومات کې د اختر لمانځه کول مکروه دي ([3]).

په وړو (کوچنيو) کلويو کې د اختر لمونځ مکروه تحريمي دى

پوښتنه : که چيرته يو کلى د دوو نورو کليو په مينځ کې وي او د دغو دريواړو کليو په مينځ کې څه نا څه فاصله (مسافه) وي او په دغو دريواړو کليو کې د جمعې او د اخترونو شرايط نه وي، له منځني کلي پرته په هغو نورو دوو کليو کې په باقاعده توګه د جمعې او د اخترونو لمونځ کيژي او د منځني کلي يو شمير خلک د يوه کلي جومات ته او يو شمير نور خلک د بل کلي جومات ته د جمعې او د اخترونو لمنځونو ته ورځي، او يو شمير نور خلک نه ورځي، بلکې د جمعې په ورځ په خپلو کورونو کې د ماسپښين لمونځ اداء کوي، مګر د اختر په لمانځه کې ګډون کوي، آيا دغو خلکو ته د اخترونو په لمانځه کې ګډون کول صحي دي او که نه؟ او که د اختر په لمانځه کې د نفلو په نيت سره ګډون وکړي نو حکم يې څه دى؟.

ځواب : په کليو کې لکه څرنګه چې د جمعې لمونځ صحي نه دى همدا رنګه د اخترونو لمونځ هم صحي نه دى، په وړو (کوچنيو) کليو کې د اخترونو لمونځ مکروه تحريمي دى، له همدې امله که چيرته يې د اختر په نيت سره وکړي نو د شرايطو د نه موجديت له امله صحي نه دى او که چيرته يې د نفلو په نيت سره وکړي نو هم صحي نه دى، ځکه دا نفل په جماعت سره علي صورت التداعي دى کوم چې مکروه دى ([4]).

د شافعي امام شا ته د حنفي لپاره د زياتو تکبيرونو حکم

پوښتنه : په دوولسو تکبيرونه سره د اختر لمونځ کول صحي دي او که نه؟ له ضرورت پرته حنفي امام يې په دوولسو تکبيرونو سره کولاى شي او که نه؟.

ځواب : په دوولسو تکبيرونو سره حنفي امام ته د اختر لمونځ کول روا نه دي، هو ! که چيرته امام د دوولسو تکبيرونو د مذهب قايل وو نو بيا حنفي مقتدي ته د هغه متابعت کول پکار دي ([5]).

کوم کس چې د سهار لمونځ ونکړي د هغه لپاره د اختر لمانځه کولو حکم

پوښتنه : کوم کس چې د سهار لمونځ ونکړي هغه د اختر لمونځ کولاى شي او که نه؟.

ځواب : د سهار لمانځه نکولو له امله هغه ګنهګار دى، مګر د اختر لمونځ يې صحي کيژي ([6]).

عيد ګاه ته د تللو په وخت کې پر لاره د تکبيرونو ويل

پوښتنه : د واړه اختر په ورځ عيدګاه ته د تللو په لار کې د تکبير ويل څنګه دي؟

ځواب : که په واړه اختر کې په ورو ورو (کرار کرار) تکبير وويل شي پروا نلري، خو د لوی اختر په ورځ تکبير ويل مستحب دي ([7]).

په جومات کې د اختر لمانځه کول ولې مکروه دي

پوښتنه : په جومات کې د اختر لمانځه کول ولې مکروه دي؟.

ځواب : جوماتونه د پنځه وخته لمانځه لپاره جوړ شوي دي او د حضرت رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په زمانه کې د اختر لمانځه او د جنازه لمانځه لپاره جلا ځايونه وو، له ضرورت پرته يې دغه لمنځونه په جومات کې نه دي کړي، او ضرورت دا دى چې باران وي او بل کوم داسې ځاى نه وي چې خلک د اختر لمونځ پکې وکړي، يا بل کوم داسې عذر وي، د همدغه عذر په بناء د اختر لمانځه کول په جومات کې صحي دي، په حرمين شريفين کې جمع دومره زياته وي چې د هغې بل ځاى ته نقل کول قريب نا ممکن دي، له همدې امله هلته په دواړو ځايونو کې د اختر او جنازه لمونځ په جومات کې کيژي، او دا کافي عذر دى ([8]).

د اختر لمونځ د جنازه په لمانځه مقدم دى

پوښتنه : که چيرته جنازه هم حاضره وي او د اختر لمانځه وخت هم وي نو اول به د جنازه لمونځ کيژي او که د اختر؟ او که چيرته اول د اختر لمونځ وکړى شي نو خطبه به د جنازه له لمانځه دمخه ويل کيژي او که وروسته؟.

ځواب : اول دې د اختر لمونځ وکړى شي بيا دې د جنازه لمونځ وکړى شي بيا دې خطبه وويل شي ([9]).

د اختر لمونځ واجب دى که سنت

پوښتنه : د اختر لمونځ واجب دی که سنت؟

ځواب : د دواړو اخترونو لمونځ واجب دی او په کومو خلکو چې د جمعې لمونځ فرض دی پر هغوی د اختر لمونځ واجب دی او کوم شرطونه چې د جمعې لمانځه لپاره دي هغه د اختر لمانځه لپاره هم دي، البته د اختر په ورځ خطبه نه فرض ده او نه له لمانځه څخه د مخه ويل کيږي، بلکه له لمانځه څخه وروسته خطبه ويل سنت دي ([10]).

د واړه (کوچني) اختر په ورځ په لوړ آواز د تکبيرونو ويلو حکم

پوښتنه : د واړه (کوچني) اختر په ورځ پر لاره د تلو او راتلو په وخت کې په لوړ آواز د تکبيرونو ويل شرعاً څرنګه دي؟.

ځواب : د واړه (کوچني) اختر په ورځ لمانځه ته د تلو يا له لمانځه څخه د بيرته واپس راتلو په وخت کې پر لاره تکبيرونه په کرار کرار ويل کيژي، دا د امام ابو حنيفة  رحمه الله مسلک دى ([11]).

د اوبو په جهاز کې د اختر لمونځ

پوښتنه : د سفر په حالت کې د اوبو په جهاز کې د اختر لمونځ کول صحي دي او که نه؟.

ځواب : د اختر لمانځه لپاره هغه شرطونه دي کوم چې د جمعې لمانځه لپاره دي، يعنې په کوم کلي کې چې د جمعې لمونځ صحي وي په همدغه کلي کې د اختر لمونځ هم صحي دى او چيرته چې د جمعې لمونځ نه کيژي هلته  اختر لمونځ هم نه کيژي، د جمعې لپاره ښار يا لوى کلى يا لويه قريه شرط دي، همدا د اختر لپاره هم شرط دي، جهاز که بحري وي او که هوائي وي نه ښار دى، نه لوى کلى دى او نه لريه قريه دى، نه هلته د جمعې لمونځ صحي دى او نه د اختر لمونځ صحي دى.

او که چيرته يو څوک په جهاز کې پنځلس ورځې قيام وکړي نو په دې سره سړى مقيم نه جوړيژي ([12]).

له اختر دمخه د نفلو کول

پوښتنه : د اختر په ورځ په عيد ګاه کې يا په کور کې له اختر دمخه دوه رکعته يا څلور رکعته نفل کول او ثواب يې مړي ته ور بخښل په دې باره کې کوم حديث شته او که نه؟ او آيا حضرت رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په دې باره کې څه فرمايلي دي؟.

ځواب : د اختر له لمانځه دمخه په عيد ګاه کې او په کور کې د نفلو کول مکروه دي، او له لمانځه نه وروسته په عيد ګاه کې نفل کول مکروه دي، مګر که چيرته يې په عوام الناس کې کوم کس کوي له لمانځه دمخه يا له لمانځه وروسته په عيد ګاه کې نو منع کول يې هم مناسب نه دي، البته خاص د ايصال ثواب لپاره کوم نفل چې د اختر په ورځ په ځانګړي ډول باندې کيژي او هغه مستحب يا سنت ګڼل دا مکروه او بدعت دى ([13]).

عيد ګاه ته د ښځو تلل

پوښتنه : آيا ښځې عيد ګاه ته تللى شي او که نه؟.

ځواب : د ښځو تلل مکروه دي ([14]).

عيد ګاه به له ښار نه څومره ليرې وي

پوښتنه : له جومات څخه عيد ګاه په څومره فاصله (مسافه) کې ليرې پکار دى؟.

ځواب : د شريعت له لوري د دې هيڅ فاصله (مسافه) معلومه نه ده، بس دومره خبره دى چې د اختر لمونځ له ابادي څخه د باندې مستحب دى ([15]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٦.

([2]) فتاوى محموديه، ٨ : ٣٦٧، بحواله : لسان العرب، فصل الضاد المعجمة، تحت لفظ اضحى وضحى، ج : ١٤، ص : ٤٧٤ – ٤٧٦.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٥٤، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٥٠، الباب السابع عشر في صلاة العيدين.

([4]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٤١٦، بحواله : البحر، ج : ٢، ص : ١٥٧، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٦٦ – ١٦٧، الشامي، ج : ٢، ص : ١٦٧.

([5]) کفايت المفتي، ٣ : ٢٩٣، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٦٠، الباب السابع عشر في صلاة العيدين، ج : ١، ص : ١٥١.

([6]) فتاوى محموديه، ٨ : ٣٧١، بحواله : دا چې د اختر لمانځه حکم جلا دى او د سهار لمانځه حکم جلا دى، نو د سهار لمانځه نکولو له امله د اختر لمونځ نه ساقط کيژي، البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب الجمعة، ج : ٢، ص : ٢٧٦.

([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٦.

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٥٥، بحواله : فتح الباري، ج : ٢، ص : ٥٧٢، کتاب العيدين، باب الخروج الي المصلي.

([9]) فتاوى محموديه، ٨ : ٣٧٨، بحواله : سکب الانهر المعروف باالدر المنتقي في شرح الملنقي علي هامش مجمع الانهر، باب الجنائز، ج : ١، ص : ٢٧٧، الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب العيدين، ج : ٢، ص : ١٦٧.

([10]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٧.

([11]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٤١٧، بحواله : مراقي الفلاح، ص : ٥٣١، البدائع، ج : ١، ص : ٢٧٩، الهندية، ج : ١، ص : ١٥٠، الشامية، ج : ٢، ص : ١٧٠.

([12]) فتاوى محموديه، ٨ : ٣٨٥ – ٣٨٦، بحواله : البحر الرائق، کتاب الصلوة، باب العيدين، ج : ٢، ص : ٢٧٧، البدائع الصنائع، کتاب الصلوة، فصل شرائط جوب العيدين، ج : ١، ص : ٦١٦.

([13]) کفايت المفتي، ٣ : ٢٩٤، بحواله : درمختار، باب العيدين، ج : ٢، ص : ١٦٩.

([14]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ١٥٥، بحواله : الدرالمختار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٦٦.

([15]) فتاوى محموديه، ٨ : ٤٠٩، بحواله : صحيح البخاري، کتاب العيدين، باب الخروج الي المصلي الخ، ج : ١، ص : ١٣١.

مخکینې مطلب

راځئ چې فکر وکړو (دریمه برخه)

بل مطلب

خاطره ای از عید!

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران حکومت د اسراییلو موساد ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه اعدام کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com