لیکنه : ډاکټر آصف
حکمتیار صیب د نن نه پوره ۱۷ کاله د دې لپاره د امریکا له ګذارونو پټ پټونی کولو چې ګوندې د اسلام داعی او غازي دی، او په دې لاره کې یې قسم هم یاد کړی چې که سل کاله هم پر ده همدغه حال وي تر څو چې اسلامي نظام رانشي نه به وسله پر ځمکه کیږدی او نه به له سنګره ښکته شي. او حزبیانو د ده دا وینا په ناره تکبیر سره بدرګه کوله.
خو ولیدل شول چې حکمتیار صیب ډیر زر دغه قسم داسی په آسانۍ سره مات کړ چې عالمونه یې حیران او ګوته په غاښ کړل.
خو دا چې حکمتیار صیب خپل غلیم ته له تسلیمیدو وروسته په خیالي تخت او تاج ناست دی او د لیوني قدرت خوبونه ویني، بلې خواته یې د سنګر ملګري په یوه نا معلوم سرنوشت کې د دوه لارو په سر زړه نازړه یواځې پریښي.
څو ورځې وړاندې په کنړ کې د حکمتیار صیب یو مشهور او غښتلی قومندان امان الله خان چې نه غواړي د جهاد وسله له اوږو کوزه کړي او غواړي د خدای سره په خپل کړی تعهد ټینګ پاتي شی، اعلان وکړ چې د اسلام او جهاد ارمانونو ته به متعهد پاتي شي، له حزب اسلامی سره به د ژوند تر پایه پاتي شي، خو په حکمتیار پسی نور نه ځي، ځکه چې حکمتیار ونشوای کړای دوی ته قناعت ورکړي، ځکه چې کشمیرخان دوی ته وصیت کړی چې د اسلامي نظام تر راوستو خپله وسله پر ځمکه مه ږدئ.
د قوماندان امان الله خان د دې اعلان په تعقیب د امریکا جنګي الوتکو نوموړی په خپل کور تر مرګي برید لاندی ونیو، تیره ورځ امریکایی الوتکو په کنړ کې له الوتکو کاغذونه هم وغورځول چې پکې یې د حزب اسلامي ټولو هغو مجاهدینو ته چې وسله نه غورځوي اعلان کړی چې یا وسله په ځمکه کیږدئ او یا مرګ ته تیار شي.
له دې اعلان نه وروسته د حکمتیار ویاند ایله دومره په ډیر عجز سره و ویلای شول چې د حزب اسلامی مجاهدین دې تر ګذارونو لاندې نه نیول کیږي ځکه دا سولې ته ګټه نلري.
بلخوا حکمتیارصیب په خپل نفس نفیس سره له ځانه نندارتون جوړ کړی چې ایله خلک یې نندارې ته ورځې نور که افغانان وژل کیږی او که حزبیان ده ته بې تفاوته ده. که امریکایان د افغانانو پر سرونو خرمستي کوی، او که کورونه یې ورانوي، که ماشومان یې یتیمان کوي او که میندی یې بورې کوي او میرمني یې کونډې کوي، او که کورنۍ یې په یر کښینوي، حکمتیار صیب ځان داسې کړی لکه هیڅ چې نه اوري په هیواد کې ارامه آرامي ده هیڅ هم نشته، ځکه چې د حکمتیار صیب بچي نور د بلډنګونو د رفاهانه ژوند څښتنان شول.
د حزب اسلامی مجاهدین دې نور دا شعر بدرګه کوي چې:
یار خو لاړو د بل چا شو
ای زړګیه اوس کړیږه
تاته چا ویل چې مین شه


















