کابل غږ
هغه تروریسته چې د اسرائیلو خوبونه یې حرام کړي وو ځکه غاصبو یهودانو د خپلو زړورو سرتیرو په توغنديې بریدونو او بمباریو له مینځه یوړه (شهیده یې کړه) څو د دوی ژوند او بشري حقوقو ته څه خطر متوجه نشي.
خو هغو عرب واکمنو ته د شرم ځای دی چې د عرب لیګ چوکاټ کې یې د عربي نشنلزم پالنې نتیجې له لیدو وروسته اوس لا هم په نورو کوچنیو ریاستونو کې ځانونه خوښ ګڼي د او د خپل عربي او مسلمان ورور قطر په خلاف په یوه ورځ کې سره متحد کیدلای شي، خو د عربي او اسلامي خاورې او د لومړۍ قبلې هیواد (فلسطین) څخه د ( وامعتصماه) چیغو نه یې غوږونه لا هم کاڼه دي، او غیرت او هوش کې راتلل یې تر اوسه هم په مایکروسکوب هم نه لیدل کیږي.
ځکه صهیونیستي غاصب رژیم دا کوچنۍ تروریسته د اختر د خوشحاليو په ورځ په خپلو وینو کې ولمبوله.


















