چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د اوسني نړیوال جهاد پر وړاندې پراته خنډونه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 1, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
17
ځلې شریک شوی
210
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

لیکنه: ابن مبارک احمدزی

له بده مرغه په استعماري هېوادونو کې غرب او اروپا ډېر تخریبات وکړل. نظامي یرغلونه خو یې له چا هم پټ نه دي خو هغه څه چې درک او تحلیل یې ډېرو ته ستونزمن دي، فکري استعمار په وروستیو پېړیو کې استحمار دی.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

په فکري برخه کې زموږ صلیبي دښمن ډېرې پروسې په کار واچولې چې تر ټولو زیانمنه یې د سیاسي ترمینالوژۍ بدلول وو. موږ هغه سیاسي ترمینالوژي چې د عثماني خلافت تر سقوط مخکې لرله اوس یې نلرو. له یوې پېړۍ انتظار وروسته اسلامي امارت د مرحوم أمیرالمؤمنین په قیادت رامنځ ته شو او په نړیواله کچه د اسلامي امت د تېرو امېدونو غوټۍ په غوړېدو شوې. اسلامي امارت په عملي ډول اسلامي سیاسي ترمينالوژي اړوله خو له بده مرغه چې ډېر لږ فرصت یې لاره. په هر صورت راځم خپل اصلي بحث ته چې د اوسنۍ امت په منځ کې د روان جهاد پر وړاندې پر خنډونو راڅرخي:

تر ټولو لومړی باید په دې باندې سر خلاص کړو چې د اسلامي جهاد هدف د طاغوتي او ګوډاګي حکومت له پښو غورزول او پر ځای يې داسلامي نظام ټينګو ل دي. اسلام د دغه انقلاب په پښو درول په يو ځانګړي هيواد او يا په څو محدودو هيوادونو کې نه غواړي (لکه څنګه چې یې ماډرن سیکولران راته تلقین کوي) بلکې غوښتنه يې دا ده چې د دغه ځلانده پاڅون رڼا د نړۍ د ټولو برخو تيارې روښانه کړي. که څه هم  په لومړي پړاؤ کې داسلامي تنظيمونو پر غړو لا زمه ده چې دخپلو هيوادونو په حکومتونوکې  بدلون رامينځ ته کړي خو وروستى پړاؤ يې له يوه نړى وال انقلاب  څخه پرته بل څه نه دى.

د مجاهدینو فکر باید محدود نه وي:

مطلب دا چې هغه عقيده او انقلابي مسلک چې د خپل قام او ملت دګټو لپاره کوښښ نه کوي بلکې د ټولې نړۍ دانسانانو د لوړو ګټو او منافعو په خاطر په مبارزې لاس پورې کوي. همدا رښتیني مجاهدین دي، د دوئ فکر او نظراو لوړ نړيوال اهداف يوازې د يو قام او ملت په چاپيريال کې محصور نه وي بلکې دده د مسؤليتونو طبيعي غوښتنه يو نړىوال اوښتون (انقلاب) دی چې هغه بايد په نظرکې ولري. هغوی د جغرافيايې پولو حدود د ډیورنډ، آمو، پنجده، دجله، فرات او نورو بلابترو په نامه نه پېژني. د حقیقي مجاهد عقیده هم دا وي چې که چېرې ديو غره او ياسمندر په څنډه کې پرحق یم نو په بل اړخ کې هم بايد حق وجود و لري. د نړۍ هيڅ برخه او څنډه بايد له مانه محرومه او بې برخې نه وي هر چېرته چې انسان دظلم او زياتي افراط او تفريط په اور کې سوځي مرسته يې پر ما لازمه ده.

دغه فکر قرآن عظيم الشان په دغه مبارک ايات کې داسې بيانوي. (ومالکم لا تقاتلون فى سبيل الله والمستضعفين من الرجال والنساء والولدان الذين يقولو ن ربنا اخرجنا من هذه القریة الظالم اهلها) د نساء سورة: ٧٥ايات.

ژباړه: او پر تاسو څه دي چې دالله په لار او د ناتوانو کړو شوېو سړيو، ښځو او کوچنيانو د خلاصون لپاره جهاد نه کوئ هغوۍ چې وايې اى زموږ ربه! موږ له دې کلې څخه وباسه چې اوسيدونکي يې ظالمان او تيري کونکي دي .)

اوس مهال سره له دې چې هيوادونه جلا پولې لري د بشري اړيکو تعامل دا دى چې هيڅ يو هيواد خپله عقيده، اصول او قوانين تر هغه د عمل ډګر ته نه شي راويستلى ترڅو ګاونډى هيواد هماغه اصول اوکړنلاره دخپلې لارې ډيوه ونه ګرزوي، نو اوس باید بله لاره باندې غور وشي، اسلامي ډلې او حزبونه دعامې اصلاح او د خپل ځان د ساتنې په خاطر له دې نه پرته بله چاره نه لري چې داسلامي نظام دټينګښت په خاطر په يوه ځانګړې سيمه اکتفاء وکړي .بلکې هغه ته به پياوړتيا بخښي او د نړۍ نورو څنډو ته به هم دخپل دعوت لړۍ خپروي ترڅو دغه مسلک او تګلاره چې دفلاح ، بري او نيکمرغۍ ضامن ده قبوله کړى شي له بلې خوا که چېرې زياته وسه ولري دغير اسلامي حکومتونو پرخلاف توغ پورته کړي او له پښو يې وغورځوي او اسلامي حکومت يې پرځاى ټينګ کړي . داهماغه تګلاره ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم او له هغه نه وروسته راشدينو خليفه ګانو په مخکې نيولې وه.

دعربو خاوره هغه ځمکه چې دلومړي ځل لپاره په کې اسلامي خوځښت پيل شُو ترټولو مخکې يې همدغه سيمه داسلامي حکومت تراغېزې لاندې راوستله له هغې نه وروسته پيغمبر صلی الله علیه وسلم ګاونډي هيوادونه دخپلې ریښتونې عقيدې اصولو ته دعوت کړل هرکله چې ددغو هيوادونو پادشاهانو د الله درسول اصلاحي بلنه رد کړه له هغوی سره يې  وسلوال جهاد پيل کړ چې د تبوک غزا د دغه سپيڅلي جهاد پيل ؤ. له هغه وروسته چې ابو بکر صديق رضى الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم تروفاته وروسته دخليفه په توګه وټاکل شو هغه د دؤو غير اسلامي حکومتونو  (روم او فارس) پر خلاف دجګړې اعلان وکړ تر هغه وروسته حضرت عمر فاروق رضى الله عنه دغه جګړه دخپل خلافت پرمهال د بري تر درشله ورسوله دايران، روم، شام او مصر وګړو په لومړي سر کې دغه اسلامي جهاد د عرب قام امپرياليستي اواستعمارى پاليسي وګڼله هغوۍ ګومان کاوه چې پخوا به خلکو د بل قام د اېلولو او غلامولو په خاطر په پاڅون لاس پورې کاوه اوس هم يوه قام دهمدغه هدف په خاطر قيام کړى.

د همدغه سؤء تفاهم له امله ددغو سيمو خلک د قيصر او کسرى د بيرغ ترسيوري لاندې دمسلمانانو مقابلې ته تيار شول خو کله چې يې داسلام دانقلابي غورځنګ په اهدافو خبر شول او هغه داچې دغه غورځنګ کومه قامي غلبه  (افراطي نشنلیزم) په پام کې نه لري بلکې له ټولو قامي مصالحو او اهدافو څخه سپيڅلى دى يوازې او يوازې ديوعادلانه نظام داستقرار لپاره مبارزه کوي حقيقي مرام او مقصد يې دطبقاتي ، استبدادي نظام ټغر ټولول دي چې د کسرى او قيصر په بڼه يې ولسونه راښکيل کړي پردې اساس خپله همدردي او اخلاقي مرسته يې له اسلامي خوځښت سره پیل کړه، د وخت د جابرو زبر ځواکونو (کسرى او قيصر) بيرغونه يې راکوز کړل، که چېرې به د زور له لارې دجګړې ډګر ته دمسلمانانو پرخلاف راوستل کيدل له جګړې سره به يې خپله علاقه نه ښودله.

 

همدغه واقعيتونه وو چې مسلمانان په هېښوونکو سوبو او  فتوحاتو لاس بري شول . دغه کار دغه زمينه او شرايط برابر کړل چې ولسو نو داسلامي حکومت د ټولنيز نظام د عملي څېرې په ليدلو سره په داوطلبانه ډول ددغه نړۍ وال خوځښت سره په څنګ کې ودريدل او ددغې لارې دسالارانو په توګه يې تبارز وکړ تر څو يې په نورو هيوادونو کې لوړ اهداف خپاره کړې .

موږ په تاریخ کې لوو چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په لاس روزل شوي مجاهدین په دې وتوانېدل چې په نیمه پېړۍ کې د اسلام سپېڅلی دین د فرانسې تر جنوبه او د افریقې تر شمال لویدیزه ورسوي.بنا موږ ته دا لازمه ده چې د ملتونو د سیاسي او اسلامي شعور په لوړولو کې ډېر کار وشي.

پای

2017   –   6   –   30

مخکینې مطلب

اوس به وګورو چې پاکستان د امريکې د امر په وړاندې څه کوي ؟

بل مطلب

هغه ذهني تمرینونه چې د انسان ارادي قوت زیاتوي!

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com