ابو ادریس عبرت مهاجر
الحاج خلیفه صاحب عبدالسلام د مرحوم ملک نیک محمد، زوی د غزنی ولایت د قره باغ ولسوالۍ د ګاومیشک د کلي اوسیدنکی د تقوا، حیا، میړانې او زیرکتیا یوه نمونه وه.
جناب حاجي خلیفه صاحب رحمه الله د خپل ژوند اکثره برخه د الله جـــل جــــلالــــه د دین خدمت بالخصوص (جهاد او تقوا) ته وقف کړې وه. نوموړي په هم دغه لاره کې بې شمېره تکلیفونه هم ګاللي او د روسانو د اشغال په اوائلو کې یې یو ډېر بهادر او شریف ورور مولوي صاحب اغا محمد هم د هغه وخت د غزني ولایت پر والي د یو اتلوال استشهادي برید، په نتېجه کې په شهادت ورسېد.
د مولوي صاحب له شهادت څخه وروسته مرحوم حاجي خلیفه صاحب د خپل بل نومیالي ورور شهید قومندان ارسلان (تقبله الله) په ملتیا د جهاد او ا یثار میدان ته په عملي توګه راودانګل، چې بالاخره یې (د خراسان د زمري جناب شیخ جلال الدین حقانی حفظه الله) تر رهبري لاندې د زرګونو مجاهدینو د سرپرستي چارې وروسپارلې شوې. او دروسي اشغال تر پای ته رسېدو پورې یې د غزني ولایت د یو مخکښه او مخور قومندان په صفت خپل رول ولوباوه.
د روسي اشغال د پای ته رسېدو څخه وروسته چې کله د جهادي ګوندونو تر منځ خپل منځي جنګونه او نښتې پیل شوې حاجي خلیفه صاحب ته زموږ د خپلې سیمې مخورو او علماؤ مشوره ورکړه چې په
خپل منځي جنګونو کې له ګډون څخه ځان وساتي، نو د علماؤ او مخورو د مشورې په اساس یې نه یواځې دا چې په همدې خپل منځي جنګو کې یې د هیچا پلوي ونکړه بلکې علاوه یې د خپلې ولسوالۍ او مربوطه سیمو د امنیت په راوستلو کې خپل رغنده رول ولوبوی. د طالبانو د اسلامي امارت تر راتلو پورې یې د هر قسمه ظلم او فحشاوو په کلکه مخه و نیوله.
د امارت اسلامي په راتللو سره یې خپلې ټولې اسلحې او وسائط د خپلې سیمې طالبانو ته تسلیم کړل او خپل ځان یې د صوفیت او طریقت د علم حاصلولو ته فارغ کړ، چې بالآخره ورته د کابل د حضراتو رحمهم الله د جای نشین الحاج قطب المشائخ، خلیفه صاحب بشیر لخوا ورته د خلافت د دستار ویاړهم ور په سر کړل شو.
کله چې کفري یرغلګرو دا ځل د امریکا په مشرۍ پر افغانستان باندې یرغل وکړ او د طالبانواسلامي امارت یې را وپرزوی، چون طالبان په یو ډېر سخت امتحان کې ولوېدل نو حاجي خلیفه صاحب ته د خپلې سیمې ځینو علماؤ وویل چې که تاسو لطفاً د خپلې سیمې د علماؤ او طالبانو د خوندي ساتلو لپاره له خپله نفوذه کارواخلئ اومیدان ته راودانګئ. هغه و چې حاجي صاحب د علماؤمشوره ومنله او د مجاهدینو د خوندي ساتلولپاره یې هلې ځلې شروع کړې چې یوه اندازه ګټه یې هم مجاهدینو ته ورسېدله. کله چې حکومت ته د خپلو جاسوسانو له لورې ډېر وخت داسې معلومات ورکېدل چې مرحوم حاجي صاحب په پټه له طالبانو سره همکاري کوي او د حکومت خلاف مشورې ورکوي نو بنأً وحشي امریکایانو د خپلو غلامانو په ملتیا د شپې لخوا پر کورچاپه ووهله او پر حاجي صاحب یې ډزې وکړې چې دوې ګوتې یې شهیدانې شولې او په زخمي حالت کې یې له ځان سره یووړ.
حاجي صاحب لا په زندان کې و چې دوهم ځل بیا امریکایان اورسره غلامان یې د حاجي صاحب د دوهم ورور قومندان ارسلان د نیولو په موخه د هغو کورته ورغلل چې قومندان صاحب په خورا مېړانې ورسره مخامخ وجنګېد. بالاخره تر نیم ساعت جنګ وروسته قومندان ارسلان د امریکایانو لخوا په شهادت ورسېد. (نحسبه کذالک والله حسیبه)
حاجی صاحب تر ۲۰ میاشتې زندان تېرولو ورسته په داسې حال کې له زندان څخه را خوشی شو چې
د خپل خواږه ورور پر شهادت برسېره یې تازه د قندهار پر هوایي میدان یوه زلمي وراره طالب العلم (نصرالله) د نورواستشهادي ملګرو سره یوځای پر کفارو او غلامانو ځپونکې بریدونه کړي وه..
مرحوم حاجي صاحب ته د بګرام په کرغېړن زندان کې د بند په مهال مختلف قسمه بیمارۍ رسېدلې وې
چې له راخوشي کېدو ورسته یې ډېرعلاجونه هم وکړل، خو کومه خاصه نتېجه یې نه وه ورکړې. بالآخره روانه میاشت کې یې د اجل داعي ته لبیک ووایه او خپل روح یې ستر مالک ته وسپاره.
انا لله وانا الیه راجعون.
روح دې ښاد اویاد دې تل وي.



















الله تعالی دي ټول کړي خدمتونه ورته قبول کړي په عوض کي له الله تعالی نه جنت الفردوس واغړم کورنۍ ته يې داجرعظيم صبرجمیل غوښتونکي یورښتیاچي مرحوم ډیرتکاليف وګالل اوله خدمتونويې څوک سترګې نشي پټولای متدین زړول دجهادسمبول وو