د زکات مسائل (۴۳مه برخه) – په تجارتي مال زکوة ولې شته دى ؟ –

په تجارتي مال زکوة ولې شته دى

الله تعالى ، د مسلمانانو لپاره تجارت کول او په هغه سره نفع ترلاسه کول روا ګڼلي، په دې شرط چې همدغه تجارت به د کوم حرام شي نه وي، او په معاملاتو کې به رښتونولي، امانتداري او اخلاقي اصول نه پريښودل کيږي او نه به يې په تجارت کې مشغوليدل د الله تعالى ، له ذکر او د حقوق العباد له اداء کولو څخه غافل کوي، دا خبره هم د تعجب وړ نه ده چې اسلام د تجارت له ليارې په ترلاسه شوي مال باندې د نقد په څير کلنى زکوة مقرر کړى دى، ځکه چې په دې سره هم د الهي نعمتونو شکر اداء کيږي او د هغه ، په بندګانو کې د ضرورتمندو بندګانو حق اداء کيږي او د دين په عامه ګټو کې ګډون کيږي، کوم چې د هر زکوة مقصد دى.

په اسلامي فقه کې په تجارت باندې د زکوة احکام هم بيان شوي دي، تر څو چې يوه مسلمان تجار ته معلومه وي چې د هغه په کوم مال باندې زکوة شته دى او په کوم مال باندې نشته دى، فقهاؤ تجارتي مال ته عروض تجارت ويلي او د هغوى له دې څخه مراد له نقد پرته هر هغه سامان دى کوم چې د تجارت لپاره مهيا کړى شوى وي، هغه که هر ډول وي، د بيلګې په توګه آلات او مشينونه، استعمالي سامانونه، کپړه، د خوراک څښاک شيان، زيورات او جواهرات، حيوانات او نباتات، کورونه او زمکې، منقوله او غير منقوله جايدادونه، لنډه دا چې کوم شيان د ګټې ترلاسه کولو په غرض اخيستل کيدو او خرڅول کيدو لپاره مهيا کړى شوي وي هغه د تجارت سامان دى، نو له هر چا سره چې د تجارت سامان وي او په هغه باندې کال تير شي او د هغه قيمت د نصاب په اندازه وي نو په هغه باندې د زکوة ورکول لازم دي، يعنې د سامان د قيمت څلويښتمه برخه.

اسلام نه يوازې دا چې د محنت او تجارت کولو ترغيب ورکړى، بلکې تجارانو ته يې د دې خبرې ترغيب هم ورکړى چې د تجارت مسايل او د هغه علم حاصل کړي، نن صبا په دنيا کې هر ځاى د زده کړو مرکزونه جوړ شوي دي، مګر د دې ابتداء له هر چا دمخه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه کړې.

په ترمذي شريف کې يو روايت راغلى چې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه په خپل دور خلافت کې دا اعلان کړى وه چې زمونږ په بازارونو کې يوازې هغه خلک تجارتي رکړه ورکړه کولاى شي کومو ته چې په دين کې پوهه او د تجارت له مسايلو څخه خبر وي، بيا حضرت عمر رضي الله عنه په باقاعده ډول د دې لپاره انستي تيوت (اداره) جوړه کړې وه، کومې ته به چې د هغه وخت علماء کرامو تشريف راوړلو او تجاران به هم هلته سره راټوليدل، تجارانو به خپل خپل مسايل له علماء کرامو څخه پوښتل او حل کول به يې، او د حضرت امام مالک رحمه الله طريقه دا وه چې د ماسخوتن له لمانځه وروسته د شپې تر دوولسو بجو به د تجارانو لپاره ناست وو، د تجارتي لين دين او د زکوة مسايل به يې ورښودل ([1]).

کوم مال چې د تجارت لپاره وي په هغه باندې زکوة راځي

پوښتنه : زيد خانه خريد علاوه از خانه که رهائش پزير است نه بقصد تجارت مستقلا کسي در اين خانه رهائش پزير نيست، البته دور يک سال چند بار خود صاحب خانه يا کسي قريب او بآن خانه رفته دو سي روزى رهائش اختيار مى کنند آيا در خانه مذکوره زکوة واجب مى شود؟.

ځواب : چونکه براى وجوب زکوة مال نامى بودن شرط است وخانه عروض است به ذات خود نامى نيست ونيت تجارت هم نه کرده است تا که در حکم مال نامى شمار شود، لهذا در خانه مذکوره زکوة واجب نه مى شود ([2]).

په تجارتي او نقد مال کې له حولان حول وروسته په هر حال کې زکوة واجب دى

پوښتنه : يوه کس په تجارت کې يو لک روپۍ ولګولې، د کورنيو مصارفو له امله د کال له تيريدا وروسته پنځه نوي زره پاتې شوې، يعنې ګټه هم ونشوه او کمى هم پکې راغى، يا د کال له تيريدا وروسته لس زره ګټه هم وه، مګر پنځلس زره مصرف شوې وې، يعنې ګټه هم وه او په اصل روپيو کې کمى هم راغى، نو په دواړو صورتونو کې د زکوة ورکولو طريقه څه ده؟.

ځواب : تاجر به د حولان حول په وخت کې له تجارتي مال او ګټې دواړو څخه زکوة اداء کوي، د بيلګې په توګه يوه تاجر د رمضان المبارک په لومړى نيټه په يو لک روپيو زر منه غنم واخيستل، د دويم رمضان په لومړى نيټه له هغه سره پنځه سوه منه غنم او شپيته زره روپۍ موجودې دي، او د کال په دوران کې هغه د کورنيو مصارفو له امله لس زره روپۍ مصرف کړې دي، نو په دې صورت کې تاجر به د پنځه سوه منه غنمو او شپيتو زرو روپيو زکوة اداء کوي، نه د پنځه سوه منه غنمو او د اويا زرو روپيو ([3]).

([1]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٥، ص : ١٣٤ – ١٣٥، بحواله : فقه الزکوة، ج : ١، ص : ٤١٤ – ٤١٦.

([2]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ٣٦ – ٣٧، بحواله : الفقه الاسلامي، ج : ٣، ص : ١٨٦٩، الدر مع الرد، ج : ٢، ص : ٢٧٣.

([3]) فتاوى فريديه، ج : ٣، ص : ٤٣٣ – ٤٣٤، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١١، کتاب الزکوة.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button