ډاکټر آصف
سوډان دعربي نړۍ یوقوي اړخ اود خوراکي موادو منډهي ده چې درنګ رنګ سبزیو، غلو، دانو، میو وڅخه عبارت دي،خو استعماردغه میړنی اوخود کفا هیواد چې د تیلو،سرزرو طبعي زیرمي لري په ارا مه نه پریږدي وخت په وخت ورته چلونه او فریبونه جوړوي، یوه ورځ یې سوډان د کیمیاوي وسلوپه درلود لو متهم او بیا بمبارکړ،بل واریې مجبورکړ شیخ اسامه بن لادن چې اصلاً د پا نګونې لپاره هلته تللی وه او هلته یې یوه لویه ددواء کارخانه جوړه کړه غربیانوپري دکیمیاوي موادو د جو ړولو شک وکړدافغانستان په لوریې اخراج کړي ،
له کومه ورځې چې اسلامپال او وطنپال جنرال (عمرحسن البشیر)په دغه هیواد کې واګي ترلاسه کړي غرب اونورو ورته مختلف مشکلا ت جوړکړي ترڅو یاد هیواد له تشتت اوپراګند ګۍ سره مخ کړي بلکې مؤامره دومره درنه وه چې جنوبي (مسیحي میشت) سوډان(جوبا) یې ورڅخه بیل کړ کوم چې ګومان کیده د تیلو ذ خا یریې ترشمالي سوډان زیات دی خو نن همهغوی چغي وهي چې بیرته له شما لي سوډان سره یوځای کیږي ځکه غرب چې کومي وعدي کړي وي هغه یې یوه هم پوره نه کړه او خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
له شکه پرته سوډان دزراعت او سره زرواوتیلو په مد کې ترټولو افریقایې هیوادونوپورته دی سوډان یواځي اقتصادي خپلواکې او سیاسي استقرارته اړتیا لري،که چیري سوډان مستقرپریښودل شي نو نه یواځي افریقا بلکې عربي اسلامي هیوادونه به هم د سوډان له نعمتونواوخیراتونومستفید شي متا سفا نه د خلیج بډایا هیوادونه پرځای ددې چې له سوډان سره کومک وکړي له نورو سره کومک کوي چې سوډان په پښو ونه دریږي دوی ګومان کوي چې جنرال عمرحسن البشیر هم شاید داخوان المسلمین د نړۍ وال اسلا مي ګوند یو وفادا رغړی وي چې تردې د مه یې خپل حکومت سره د ټولو تهد یدونوسا تلی او غرب ته یې منا سب ځواب ویلی او هم یې سوډان له کورنیو فتنو ژغورلی.
دې ورځوکې د سوډان جمهوررئیس جنرال عمرحسن البشیر د خلیجي هیواد و نوترمنځ د وسا طت کوښښ کوي کوم هیواد ونه چې سوډان یې یواځي پرايښی.
هیره دې نه وي چې په تیرافغان جهاد کې د سوډان د مسلما نو ځوانان برخه له بل هرچا کمه نه وه اودروسانوسره مخامخ جنګید لی ځکه هغه مهال عربي کمونستي هیواد ونو لکه جنوبي یمن،عراق،اونوروخپل یو شمیرعسکر دروسي عسکرو ترڅنګ افغا نستا ن ته رالیږلی ول جنرال عمرحسن البشیر دنړۍ د اسلامپالو ګوندونو له نږدي ملګرو حسابیږي چې په ډ ېرو سختو شیبوکې یې له یوبل سره لاس ورکړای اوداڅو لسیزې کیږي دسوډان دیوه مستقراو مقاوم حاکم به توګه دندې ته دوام ورکوي چې غالباً ورته دغه کرسۍ د جنرال (جعفرنمیري) له وخته چې ده د یوې کودتا په ترڅ ګې لیري کړپه میراث پاته ده.


















