یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د شمال او جنوب هم مهاله جګړې

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جولای 20, 2017
کټګوریانې: راپور تاژ
0
10
ځلې شریک شوی
121
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راپور تاژ فرید افغان:

د راپورونو له قراره شاوخوا دوه اونۍ کیږي چې په شمال او جنوب کې طالبانو همهاله توندې منظمې او ځپونکې حملې پیل کړې دي.
د حملو زور ورځ تر بلې په پراخیدو دی سیمیز خلک له طالبانو سره د خپلو ټولو شته وو په مټ اوږه په اوږه ولاړ او دې لاینحل جګړې ته د پای په لټه دي.

دا هم ولولئ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

سیمیز خلک چا مجبوره کړل؟

داسې ښکاري چې له یوې خوا د سیمیزو زورواکو جبر او حاکمیت او له بل پلوه د ډیویډپیټرایس مخترعې پروژې(اربکیزم) خلک مجبوره کړي ترڅو د طالب په ننګه میدان ته راووزي
خو ویل کیږي ځینې داسې ځوانان هم شته چې هیڅکله هم دې ناخوالو په زړه نه وي داغلي، خو یواځې دخپل ایماني او وجداني غیرت په اساس یې د نړیوالو په مشرۍ افغان ځواکونو ته په زړه لمبې تاویږي.

د طالب هدف څه ده؟

طالبانو له سقوط وروسته د افغانستان ملت ته په ښکاره توګه وویل چې د نړیوال کفري تاړاک پرضد دې د روسانو په څیر عام اوتام را وپاریږي او که وړتیا یې نلري اقلا د کمونستانو په څیر دې خپل اقارب د دوی له ملګرتیا منع کړي.
طالبان فکر کوي چې لا تر اوسه هم افغان دولت کامل حاکمیت نلري، د واک اوځواک کلي یې د امریکایانو په لاس کې ده او د سقوط او ثبات ګټه او تاوان یې هم هغوی ګالي.
نو یې د سقوط له پیله بیا تر ننه پورې پرضد له هیڅ نوعې قربانۍ دریغ ندی کړی.

اوس هم عملا د شمال او جنوب د جګړو قومانده د امریکایانو په لاس کې ده او ټاکل شوې چې په لنډ راتلونکي کې زرګونه نور جنګیالي هم را واستوي، نو طالب او ملاتړو ته یې امریکایان او د هغوی په کونجاړه شخوند وهونکي یوډول ښکاري.

د شمال او جنوب ویش:

په تیر کې به چې طالبانو په هر لوري زور ډیر کړي له بلې سیمې به یې حامیان ژر ترژره رسیدل، خو اوس طالبان کوشش کوي چې خارجي او داخلي قواوو ته داچانس ورنکړي.
حکومت په کندوز کې د پرمختګ دعوه وکړه طالبانو یې همجوار مرکزي بغلان تحت مدیرت کړ، آخوا بیا په جنوب کې حکومت د ناوې خبره رسنیزه کړه طالبانو په ګرشک کې د ماتې اخطارونه ورکړل، پدې ډول دوی غواړي د سیمو د سقوط سره سره د هغوی مالي ځواک هم تر ډیره حده له انزوا سره مخ کړي چې پدې ستراتیژي کې تر ډیره کامیاب هم دي.
اوسمهال عملا په فاریاب، بغلان،کندوز،هلمند،کندهار او ګڼو نورو ولایاتو کې د شکیلو لوریو تر منځ خونړۍ جګړې روانې دي.
طالبان وایي عسکر دې د دوی پرضد له مبارزې لاس واخلي او دوی دې پریدي چې په راغلو خارجي ځواکونو دا ډول حملې وکړي، خو د افغان عسکرو سره لاس په لاس نړیوال ځواکونه بیا وایي چې زموږ کړې خواري به هیڅوک هم په اوبو لاهو نکړي، افغان چارواکي یې د غوڅ ملاتړ سره سره د نورو پوځي او مالي مرستو غوښتنه هم کوي.

بلخوا په حکومت کې هم د جنجالونو سوړې راسپړل شوې دي له یوې خوا د ټرمپ متزلزلې پالیسي او له بل پلوه د شمالي ټلوالې ګونځې تندی، بلې خواته د طالب وسلوالو پراخ ځپونکي بریدونه هغه څه دي چې ارګ یې د وارخطایي د پاڼ او پړانګ ترمنځ پریښی دی
د اشرف غني لخوا د طالبانو د تسلیمۍ او ماتیدو غورې، او د نړیوالو بسپنو محدودیت هغه څه دي چې اوس ارګ میشتي د بدیلې لارې غم کوي.
معلومه نده چې دا معرکه به کله د پای ټکی مومي خو د فکر او نظر خاوندان په دې آند دي چې تر څو پورې د خارجيانو وجود دلته وي پر ضد به یې مبارزه روانه وي.

لوی ټکي: د شمال او جنوب همهاله جګړې
مخکینې مطلب

فاریاب والي: ځینې قوماندانان له ویرې د پوستو د پریښودلو امر کوي

بل مطلب

دعلم حاصلولو مقاصد او آداب

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پاکستان جماعت اسلامي ګوند د ایران له دریځ ملاتړ اعلان کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com