چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

سوريه د ۱۴ کلن هلک نه تر انقلابه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 21, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
17
ځلې شریک شوی
207
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکوال:زلمی صاحبزاده

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

سوريه هغه هيواد چې په تېره ۶ کلنۍ جګړه کې کابو څلور لکه اويا زره (۴۷۰۰۰۰) تنه پکې وژل شوي او زيات شمېر ژوبل شوي.

که تېر ته ځير شو نو وبه وينو چې د پورتنۍ جګړې اصلي لامل د ۱۴ کلن (معاويه سياسنه) هغه جمله ده چې نوموړي د خپل مکتب پر دېوال وليکل. دا مهال د عرب پسرلي په نوم د عربي نړۍ تېرو انقلابونو جريان درلود او د اوسني داعش يا النصره فرنټ او نورو تنظيمونو هيڅ درک نه وو.

د سوريې جګړه هغه وخت شروع شوه چې معاويه سياسنه له خپلو نورو دوو ملګرو سره د مکتب پر دېوال لاندينۍ جمله وليکل :

دېکتاتوره اسده !!! را روان وار ستا دی!

د هلکانو له خط ليکلو وروسته د بشار الاسد ملېشو چې لا له وړاندي په ترور او ظلم پژندل کېدې د شپې څلور بجې شاوخوا د سيمي له کورنو هلکان را ويستل او نامعلوم ځای ته يې انتقال کړل.

نژدې ۴۵ ورځي وشوې خو کورنيو ته يې د هلکانو په اړه هيڅ معلومات نه کېدل چې په پای کې يې د کورنيو غړي د درعا ښار د پولیسو د ماموريت مخ ته د اعتراض په ډول را غونډ شول ، اعتراض کوونکو ته د پولیسو جواب دا وو چې : نوردا ماشومان هېر کړئ ، لاړ شئ او خپلو ښځو باندي مو نور بچي راوړئ ! که تاسو په خپلو ښځو بچي نشئ را وړلائ نو ستاسو ښځي راولئ تر څو موږ بچي په راوړو!!!

پورتنيو له توهين ډکو الفاظو او خبرو د درعا ښار خلګ ډېر احساساتي او را وپارول.

سبا د جمعې له لمانځه وروسته خلګ د لاريون له پاره کوڅو ته راووتل ، خلګو د ( موږ او پوځ یو یو) شعارونه ورکول خو د پوليسو د ډزو سره مخ سوه ،کله چي لاریون نور هم زور واخیستی پر څلورو بجو د هوا څخه هلیکوپټرو ډزي پرې وکړي چي پکي دوه کسان مړه او ګڼ شمېر نور ژوبل سوه.

وروسته خلګو د مړو کټونه پر اوږو په لاريون لاس پوری کړ او همدا يې وویل چی موږ د خپلو مړو انتقام اخلو.داځل بیا د پولیسو په ډزو کي يو شمېر ژوبل سوه.

د پوليسو له ډزو وروسته د درعا حکومت اعلان وکړ که په مرمۍ ژوبل تن په روغتون کې وليدل شي نو نيول کيږي به .

همدا لامل وو چې لاريون کوونکو د العمري جومات نه د ژوبل کسانو د تدواۍ او خپلي قرارګاه په توګه ګټه اخیسته مګر پوليسو پر ياد جومات هجوم ور وړ د ډاکټر په ګډون يې نورو اوو تنو ته مرګ ژوبله واړول.

دلته نو چې هم لاريون شدت واخيست او هم مرګ ژوبلي را منځته شوې پوليسو درې تنه اختطاف شوي هلکان را خوشي کړل ، دا چې د هلکانو حالت ډېر بد وو نو د مظاهره کوونکو احساسات تر پخوا نور هم را وپارېدل.

د هلکانو له قوله دوی په بند کې ۴۵ ورځي تیري کړي ، وايي چې موږ ته د بشار مليشو هر ډول پوچ او رد ويل ، تعذيب به يې راکاوه او هغه په دا ډول چې په يوه پښه به يې ټوله ورځ را ځوړند کړي وو ، کله به يې يخي اوبه را باندي واچولې او بيا به يې برقي شاټونه راکول او په کېبلانو وهلو.

مظاهرې لا ښه په جوش رواني وې او دا مهال د درعاء ښار څخه د سوريي دمشق ، حمص ، مشرقي الرقي ، بنیاس ، شمالي اليپو او ځينو نورو ښارونو ته غځېدلي وې.

د مظاهره کوونکو له جملې د پوهنتون يوې محصلې (سالې ) چې  د درعاء ښار د معاويه سيمي اوسېدونکې وه له خپل ټيلفون او انټرنيټ نه د حکومت په خلاف د اسلحې په توګه ګټه پورته کړه ، اغلې به ګړی په ګړی د روانو وحشتونو حالات او د حکومت ظلمونه تر نړيوالو رسول.

د  تيرو مظاهرو په جريان کې چې لا د حکومت او ولسي لاريون کوونکو تر منځ اخ و ډب روان وو  د لومړي ځل لپاره د درعاء يو اوسېدونکي (معروف عباد ) چې د هوايي ځواک په ليکو کې يې دنده درلوده د ۲۰۱۱ م کال د اکتوبر مياشتي پر ۱۸ مه د پنځلسو کسانو دوې ډلي جوړي کړې او په نعيميه سيمه کې يې له دولتي ځواکونو سره نښته وکړه.

له لومړۍ نښتي وروسته په دوبۍ ښار کې وظيفه ترسره کوونکی  انجينر ابو اقصی خپل وطن ته را ستون شو ، له را ستنېدو سره سم يې د درعا ښار په اطرافو کې پاڅون کوونکو ته د اسلحو ورکشاپ پرانيست چې پکې لويي توغندۍ ، راکټ لانچر او نوري ورته اسحلې جوړېدې.

همدا سبب وو چې د هلکانو د خلاصون په موخه پيل شوي لاريون نور د انقلاب  بڼه غوره کړه هغه انقلاب چي تر دې مهال په کې ۴۷۰۰۰۰ څلور لکه اويا زره تنه وژل شوي ، ۴.۳ ميليونه تنو له هيواده دباندي هجرت کړی او کابو ۶.۳ ميليونه کسانو په هيواد کې دننه خپلي سيمي پرې ايښي.

مخکینې مطلب

د افغانستان نن او پرون

بل مطلب

آسانه نیکیانې ( دوهمه برخه)

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com