عرفان
له کومې ورځې چې ایران او سعودي ایتلا ف یمن کې سره په جګړه شوي له هماغې ورځې یمن کې فقر، مرض، بې وزلي، وژني، بندي کېدني او شړنې موجودي شوې دي. په لکونو یمنیان بې کوره شوي، وژل شوي، مزیش شوي، له لوږې نه ډنګرشوي او بالاخره د جګړې ښکار شوي. نه ایرانیان او نه سعودیان او نه هم نورعربان د دوی په قیصه کې دي. غرب او ملګري ملتونه هم له لیري ننداره کوي او دغه ټول جنایات په سترګو ویني خو هیڅ هم نه کوي؛ لکه یمنیان چې نه انسانان وي او نه هم ددې کوکب (ستوري) اوسېدونکي وي.

ایران او سعودي خصوصاً چې ځان ته مسلمانان هم وایي جګړه کولای شي او پر هغه میلیونونه ډالر او ریال مصرفولی شي خو یو ډالر او یو ریال د یمنیانو د علاج او غذا لپاره نشي مصرفولی. ځکه هغه د دوی له اهدافو نه دي.
اوس معلومه شوه چې پر یمن جګړه د سعودي، خلیج او ایران د نفوذ جګړه ده. ایرانیان هلته خپل نفوذ غواړي، امارات او سعودي خپل نفوذ غواړي. دې ته بل نوم نشو ورکولای. دا د عقیدې یا سني او شیعه جګړه نه ده. د مصالحو، د دغه ارزښتناکه هیواد د ټوټه کېدو او بیلتون او الله مه کړه د تقسیم جګړه ده کوم چې په ۱۹۹۴ میلادي کې سره یو شو.
زرګونه نور ماشومان د قلت غذایي، مرض او مرګ له ګواښ سره مخ دي. هغه (یونسیف) چې د ماشومانو پالنه کوي هم په سترګو نه ښکاري. خیریه مؤسسې هم په نظر نه راځي. سعودی او ایران هم دغه کارنه کوي.

















