چې عقل یې کم وي، تل یې په کور غم وي

قاري خالد

د هلمند په ګرشک کې پر عسکرو ایتلافي قواو بمبار وکړ، په ترڅ کې یې ددریو قومندانانو په شمول تر شلو زیات عسکر ووژل شول. تر دې وړاندې یې په نادعلي ولسوالي کې هم شپاړس عسکر وژلي ول.

په عسکرو بمبار نه لومړی دی، نه وروستی؛ دکرایه لیکوالانو هغه بېهوده منطق چې وایي امریکایان او طالبان دواړه غواړي افغان اردو له منځه یوسي دتعجب وړ دی او محض د افغان ولس او کم عقلو عسکرو دخطا ویستلو لپاره احمقانه توجیهات لټول دي.

که چېرې امریکایان وغواړي تش پر نوم افغان اردو له منځه یوسي، بمبار ته څه حاجت لري. همدا نن دې د اردو له اکمال او تمویل لاس واخلي، اردو خپله له منځه ځي.

ددفاع وزارت ویاند بیا بل ډول جاهلانه او طفلانه منطق غږوي.

دولت وزیري وایي؛ پر افغان ځواکونو بمبار قصدي نه دی سوی بلکې کومه پوسته چې بمبار سوې لس دقېقې مخته له طالبانو سره وه او کله چې بمبار پر کېده، همدغه مهال افغان ځواکونو له طالبانو ونیوله.

پوښتنه داده چې د اردو ځواکونه جبهه یې جګړه کوي او که هر څوک یې ځان ـ ځان ته ډنګوي؟

کله چې کرایه عسکرو ددوی پر وینا له طالبانو پوسته ونیوله، دځواکونو قومندان چېرې و؟

ولې یې پر وخت خارجیانو ته خبر ور نه کړ چې پوسته نیول سوې بمبار ونه کړئ؟

بمبار الوتکو ته کوردینات چا ورکاوه او ولې دغه مهال دپوستې له نیول کېدو ناخبره ول؟.

اصل خبره داده امریکایان نه غواړي روانه جګړه سړه سي، د افغان ځواکونو پر نوم یې د پیسو پر زور دجګړئیز اور تازه ساتلو لپاره کرایه جنګیالي را نیولي او په مختلفو پلمو پرې روانه جګړه پر مخ بیایي.

نه تنها امریکایان په روانه جګړه کې خپل مفاد ویني، بلکې دکابل روبوټ چارواکي او جنرالان، ورسره پوره پوره همکار دي او دجګړې لپاره افغان ځوانان د سون دموادو په توګه استعمالوي.

امریکایان په قصدي توګه خپل کرایه جنګیالي(د اردو عسکر) بمباروي او ځکه یې بمباروي چې په جګړه کې تعادل وساتل شي.

امریکایان چې وپوهېږې طالبان پر مخ روان دي، طالبان بمباروي او چې کله وګوري کرایه عسکر پر مخ روان دي بیا همدا خپل کرایه عسکر ددې لپاره بمباروي چې جګړه اوږده سي.

امریکایانو ته طالبان او عساکر دواړه دوژلو دي، طالبان ځکه وژني چې دموخو پر وړاندې یې خنډ دی او عساکر ځکه وژني چې پر هغه چا هیڅ وخت اعتبار نسي کیدلای چې دپردیو پر اشارو، او دڅو پیسو لپاره خپل مسلمان ورور او هموطن وژني.

عسکر بېچاره پر دې نه دی خبر چې څنګ او په کومه طریقه دبل دګټو لپاره استعمالیږي، او مازې دسون دتوکو کار ترې اخیستلای کېږي، فقط همدا ذهن سازي یې ورته کړې چې ګویا طالب ستاسو او ستاسو دوطن دښمن دی او په همدې درواغو دخپل ورور پر خلاف جګړئیزه روحیه ورکوي.

دلته دجګړې قومنده دغربیانو او مافیا بانډ په ولکه کې ده.

که طالب همدا نن ووایي دعسکرو سره جګړه نه کوم؛ غرب او دمافیا بانډ به داعش دعسکرو سره جګړې ته را مخ ته کړي او عسکر مجبور دي جګړه وکړي ځکه چې دجګړې حق الزحمه اخلي.

مانا دا چې که عسکر په روانه جګړه کې له عقله کار وانخلي تر ټولو زیات زیان به همدوی ته رسیږي، هم به یې طالبان وژني هم امریکایان.

طالب به یې ځکه وژني چې دوروڼو پر خلاف یې د اغیارو څنګ نیولای او امریکایان به یې ځکه وژني چې هره میاشت دجګړې پر بدل کې حق الزحمه ورکوي، او دجګړې لپاره په زیات لګښت روزنه ورکوي.

نتیجه دا سوه چې دلته جګړه دطالب او عسکر تر مابین نه ده، جګړه دغرب + مافیا بانډ او افغان ولس تر مابین ده او عسکر بېچاره غیرشعوري او دپیسو پر زور په دې جګړه کې د ولس خلاف درول سوی دی او دمافیا بانډ دګټو لپاره ځان کباب کوي.

عسکر په دې جګړه کې له هرې خوا وژلای کېږي، یو لوری یې دغلامۍ پر تور وژني او بل لوری یې دوروڼو سره دغدارۍ پر تور، یعنې عسکر په روانه جګړه کې (خسرالدنیا والآخره) دی او هغه څوک چې عقل نه لري او دپیسو په مقابل کې دمسلمان ورور او قومې پر خلاف درېږي دوژلو مستحق هم دی

پښتانه متل کا چې عقل یې کم وي، تل یې پر کور غم وي.

افغان عسکر دې خپل ازلي دښمنان وپېژني، دفېسبوک پر مخ دې دهغو لیکوالانو پاڼې هم ولټوي چې له دوی یې قاغذي اتلان جوړ کړي، که حد اقل د امریکایانو له لورې ددوی پر وژلو یې دتمساح مکارې اوښکې بهولي وي، بیا دې یې هم دوستان وبلي.

هغوی دومره جرأت هم نه لري دهغه چا دوژلو سبب ترې وپوښتي، چاته چې دوی اتلان وایي

داسې نه ده چې دا خلک په رښتیا ددوی تر شاه ولاړ دي، ژوند یې غواړي او ددوی په مرګ یې زړونه دردېږي بلکې دوی هم ددې جګړې لپاره کرایه سوي، دعسکرو په څېر ماهانه معاشونه وصولوي او دروانې جګړې طوالت ته احمقان عرضه کوي.

د افغان ولس د ویښتابه په هیله!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button