ابوبلال
دا چې غربي رسنۍ اوازې خپروي چې ګواکې هلمند یا د هیواد ځینو سیمو ته پاکستاني او پنجابي فوځیان راغلي، راځئ لږ پرې رڼا واچوو.
لومړی دا چې د غربي او غلامو رسنیو دا لومړی ځل نه دی چې د مجاهدینو پر خلاف زهرجن تبلیغات کوي. دا چې افغان دولت په خپلو ټولو اهدافو کې پاتې راغلې، یواځې همدا ډول پوچ، زهرجن او درواغجن تبلیغات ورته په برخه پاتې دي.
راځو دې ته چې آیا دا او دې ته ورته پوروپاګند څومره حقیقت لري، مسئولیت یې د چا دی او مخنیوی یې باید څنګه وشي؟
که چیرته دصلیبي اجیرانو دعوه چې وایي د مجاهدینو په صفونو کې پنجابیان دي ومنو، نو پوښتنه داده چې دهیواد دځمکې او فضاء ساتل دچا مسئولیت دی؟
ولې دولت دخپلو سرحداتو دساتلو وړتیا نلري، او یا ولې ورته چمتو نه دی؟
دوهمه دا چې که ومنو دمجاهدینو په صفونو کې پنجابیان شتون لري، نو ستاسو په نظر څومره به وي؟
مثلا دولت اعلان وکړي چې هلمند ته نږدې دولس سوه ۱۲۰۰ طالبان راغلي، لومړی خو به دا ټول نو داټول پوځیان نه وي خو بیا هم که ومنو چې دا ټول پاکستاني پوځیان دي نو ستاسو هلته د اردو موجود تشکیلات چې تر څوارلس زرو زیات دی، بیا ولې له پنجابي پوځیانو تېښته کوئ په داسې حال کې چې هغوی هم پوځیان! او تاسو هم پوځیان؟.
دا څومره د شرم خبره ده چې له پنجابي پوځیانو! منډې وهئ؟
زمونږ په افغاني ټولنه کې یو متل دی “پٹھان جانے رمضان جانے” یعنې دا د پنجابیانو بې غیرتي او په اسلام کې سستي څرګندوي، همدا راز دلمونځ په اړه هم دهغوی سستي مونږ تاسو ته معلومه ده، نو چې کله پنجابیان دومره اسان عبادت ته غاړه نه شي اېښودلای نو څنګه به دجهاد په څیر سخت او مرګوني عبادت ته غاړه کیږدي؟
خو خیر که دا هم درسره ومنو چې هغوی نور عبادات نه کوي خو افغانستان کې جهاد ځکه کوي چې اهداف لري؛ نو بیا خو تر تا بل بېغیرته او بې ایمانه نشته چې یو پنجابی دخپل هدف لپاره دپنجاب څخه راځي او دهیواد دګټو لپاره ځان مرګ ته ورکوي او ته ترې منډې وهې؟
ستا دې په دې افغانیت لعنت وي چې د پنجابي ځواب نه شې ویلی.
ستا څه ایمان خطا دی چې ورشې او دځان ساتنه ترې وکړې؟
ته چې په زرګونو پوځیانو دسلګونو پنجابیانو! مخه نه شې نیولی نو تر تاخو بیا هماغه پنجابی ښه دی، ستا تر ایمان او غیرت خو دپنجابي ایمان اوغیرت زیات دی.
او بله دا چې دا د پنځوسو هیوادونو راغلى عسکر ناټو او امریکا خو هم ستا ترڅنګ ولاړ دي نو یواځې پنجاب دومره زړور او جرأتمند شو چې دپنځوسو هیوادونو سره ټټر ووهي؟
نو چې کله بیا پنجاب دومره توان او ایمان لري نو بیا خو غوره داده چې دپنځوسو خدایانو پرځای همدا یو خدای ته رجوع وکړه چې پنجاب دی. ګاونډي دې هم دی، توان او زور هم لري او له افغانانو په کلاشینکوف او پیکا ځمکې هم لاندې کوي، امریکایانو ته ولې سجدې کوې؟
دهیواد په ټولو سرحدي دروازو دپنجاب سره معامله چا وکړه، او دتورخم دروازه چاومنله؟
دامنیتي تړون په نوم چا د هغوی سره ګډ عملیات وکړه،او پوځیان دتربیت لپاره څوک هلته استوي؟
او په پرلمان کې دپنجاب نمائندګان چا ساتلي؟
دا ټول هغه تراخه حقائق دي چې ولس ترې ناخبره ساتل شوی او نور دپنجاب دمخالفت په نوم، یواځې دپنجاب اتلولۍ! ته کمپائنونه چلول کېږي، د ولس احساسات راپارول کېږي، او بیا لکه دتورخم دسرحدیانو د وینو په څېر دعسکرو په وینو تجارتونه کیږي.
خو خیر دا نو ټولې هغه خبرې دي چې دسالم عقل لرونکي ته دمنلو وړنه دي.
دا هسې خپل ټر په پر پټول دي، اوس یې نور په ولس کې ځای نه دی پاتې بس په همدغو پوچو تبلیغاتو وخت اړوي او بس.
پرتوګ دې سوړې سوړې راوړ
چې هره سوړه دې ګنډم ژړا راځینه


















