پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د وفات خبرونه که يو ستر رواني بريد

kabull نشرونکی: kabull
جولای 29, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
7
ځلې شریک شوی
84
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۷ زمری ۱۳۹۴

ليکوال ـ فکري مبارز

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

مرګ د هر چا يوه ورځ ميلمه کيږي ، هيڅوک هم په دنيا کې د تل لپاره د ژوندي پاتې کيدو قباله نلري ، خو د نيکانو دعا تل دا وي چې يا الله تر هغو مو ژوندي لرې چې په ژوند کې مو خير وي.

يا له الله جل جلاله سره عاجله لقاء غواړي ، د شهادت سوالونه کوي او د استشهاد لاره نيسي.

زموږ امير ( عاليقدراميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله ) له مرګ نه ويريدونکی شخص ندی ، هغه هم بيا د الله جل جلاله په لار کې د عزت له مرګ څخه .

څلور ځله ټپي شوی .

که له مرګ نه وېرېدلای نو نه به يې د شوروي د سرو لښکرو او کمونستانو په ضد جهاد کاوه ، نه به يې د  شر او فساد په ضد جهاد پيل کاوه او نه به يې له ټولې کفري نړۍ سره غيږ نيوله .

د ده ( حفظه الله ) لښکر د شهادت او استشهاد په روحيه سمبال لښکر دی. مرګ داسې خوښوي لکه رباني ، سياف ، پير ګيلاني ، مجددي ، حامد کرزی ، اشرف غني ، ډاکټر عبدالله ، عبدالحکيم منيب او نور چې د صليب او نفاق په لاره کې ژوند خوښوي.

که اميرالمؤمنين حفظه الله وفات او يا شهيد هم شي ، قوماندانان او لښکر به يې پر هغه چا راټول شي په چا چې ده حفظه الله اعتماد کړی.

دا راټوليدل به يې د اسلامي شريعت له لوري په  ښودل شوې طريقه وي.

او که چا بغاوت کاوه داسې به ځپل کيږي لکه د اسلام لومړي خليفه حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه چې مرتدان وځپل.

کوم رواني او فکري بريد چې يو ناڅاپه د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله د ژوند په اړه د ګډوډو د اوازو په پلمه د مسلمانانو او د ده د سر سپارلو سپاهيانو د روحيې د ماتولو په موخه پيل شوی ، دغه بريد به له سترې ماتې سره مخ کيږي. ان شاءالله

دښمنان به له دغه فکري او رواني بريد څخه کوم په زړه پورې ارمغان خپل شړيدلي کور ته نه بلکه ګور ته به يې يوسي.

نه به د مات شوي عسکر جان مخه پرې ټينګه کړي او نه به پرې د فتنو نوې توره تياره په سپينه رڼا غالبه کړي.

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله سرسپارلو او وفادارو مشرانو ملګرو ، قوماندانانو او سپاهيانو !

يوازې د حضرت ابوبکر الصديق رضی الله تعالی عنه په څير په پياوړي ايمان تاسې د بې ننګه دښمنانو دغه ستر بريد شنډولای شی !

هر يو راپورته شئ او د الله جل جلاله دا قول د خپلې پاڼې او حساب په مخ وليکئ :

( وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئاً وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ ) آل عمران/ 144

ستاسې د ډاډ لپاره دومره بس ده چې د تاسې جهاد او مبارزه د الله لپاره ده.

الله مکړه که اميرالمؤمنين حفظه الله وفات هم شي نو الله د تل لپاره ژوندی دی.

منافقان د اسلامي امارت د مشرانو په منځ کې د درز او اختلافاتو خبرې کوي ، نه کوم درز شته او نه کوم اختلافات !

تاسې بايد په خپلو ټولو مشرانو باور ولرئ ، ځکه چې ستاسې اميرالمؤمنين حفظه الله پرې باور لري.

وړې وړې ګيلې او واړه واړه نقصانات چې د اصلاحاتو کوشش يې هم روان وي په دې پسې بايد ونه ګرځو !

مشکل له دې نه جوړ دی چې هر څوک ټولنيزو شبکو ته لاسرسۍ لري ، او د اسلام ، جهاد او اسلامي امارت عليا مصالحو ته له پام پرته د خپل ستر کور رازونه له دښمنانو او رقيبانو سره شريکوي.

تاسې ته يو بل زيری هم درکوم چې ډير زر به د مذاکراتو او سولې ډنډورچيانو مخونه تور شي او اسلامي امارت به يې پر مخ داسې درنې څپيړې ورکړي چې له مذاکراتو څخه به يې زړونه ورتور کړي. ان شاءالله

په دې حساسه مرحله کې چې جهاد د بريا په پولو ولاړ دی داسې ستر امتحانونه کومه نوې او عجيبه خبره نده !

د اسلام تاريخ ته وروګرځئ !

پوه به شی چې په مسلمانانو څومره ستر امتحانونه راغلي دي.

څومره استقامت يې کړی ، له څومره صبر نه يې کار اخيستی  ، او څومره ښه الله جل جلاله له سترو ازمويښتونو څخه بريالي ايستلي دي.

و من الله التوفيق

– See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=16#sthash.dXKyycl7.dpuf

مخکینې مطلب

د ازادۍ توره

بل مطلب

نعت

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com