د استغفار دروازه – له الله ﷻ د بښنې غوښتلو دروازه!

استاد اظهار الحق عزیز

–  كه غواړې چې ګناهونه دې وبښل شي نو استغفار وايه.

–  كه غواړې چې د رزق دروازې درته خلاصي شي او برکت درته پکې واچول شي نو استغفار وايه.

–  كه غواړې چې مشکلات، مرضونه او خفګانونه دې لرې شي نو استغفار وايه.

–  كه غواړې چې هر کار درته اسانه شي نو استغفار وايه.

–  كه غواړې چې ايمان دې زيات شی او په خوند يې پوه شې نو استغفار وايه.

–  كه غواړې چې زړه دې په راحت او نفس دې مطمئن او روح دې خوشاله شی نو استغفار وايه.

–  که غواړې چې الله ﷻ درته اولاد درکړي نو استغفار وايه.

–  كه غواړې چې الله ﷻ دې پوهه او عقل زيات کړي نو استغفار وايه.

نو کوشش وکړه چې اعمالو ته په دنيا کې داستغفار له دروازې وردننه شې، الله پاک به درته دخير ټولې دروازې خلاصې کړې، او غمونه او مصيبتونه او خفګانونه به درنه هم لرې کړي. الله تعالی فرمايې: ﴿فَقُلتُ استَغفِروا رَبَّكُم إِنَّهُ كانَ غَفّارًا ۝ يُرسِلِ السَّماءَ عَلَيكُم مِدرارًا ۝ وَيُمدِدكُم بِأَموالٍ وَبَنينَ وَيَجعَل لَكُم جَنّاتٍ وَيَجعَل لَكُم أَنهارًا﴾ [نوح: ١٠-١٢]

نو ما هغوى ته ويلي دي: تاسو دخپل رب څخه (دخپلو ګناهونو) بښنه وغواړئ، يقينا ستاسو رب ډير بښونکی دی.

چې په تاسو باندې اسمان په شيبو شيبو ووروي.

او چې ستاسو رب له تاسو سره په مالونو او زامنو کومک وکړي، او هم ستاسو لپاره باغونه (زرغون) وګرځوي او ستاسو لپاره ويالې وبهوي.

له مونږه  ټولو په هر وخت او هره لحظه کې ګناهونه کيږي، خو په استفغار ويلو الله پاک هرڅه راته بښي إن شاء الله، الله تعالى فرمايې: ﴿وَمَن يَعمَل سوءًا أَو يَظلِم نَفسَهُ ثُمَّ يَستَغفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفورًا رَحيمًا﴾ [النساء: ١١۰]

او هر هغه څوک چې بد مار وکړي او يا په خپل ځان باندې ظلم وکړي، بيا دالله څخه بښنه وغواړي نو الله به بښونکی (او) مهربان پيدا کړي.

مسلمان بايد هيڅکله دالله ﷻ دفضل او کرم او بښنې څخه نا اميده نه شي، او په الله پاک نيک ګمان وکړي، چې هغه عز وجل به يې ټول ګناهونه وروبښي  ان شاء الله.

الله پاک فرمايې: ﴿قُل يا عِبادِيَ الَّذينَ أَسرَفوا عَلى أَنفُسِهِم لا تَقنَطوا مِن رَحمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغفِرُ الذُّنوبَ جَميعًا إِنَّهُ هُوَ الغَفورُ الرَّحيمُ﴾ [الزمر: ٥٣]

(اي پيغبره! زما له خوا) ووايه چې: ای زما هغه بندګانو کومو چې په خپلو ځانونو باندې داندازې څخه تيری کړی دی (ګناهونه يې کړي دي)، تاسو دالله درحمت څخه مه نا اميده کيږئ، (دا ځکه چې) يقينا الله ټول ګناهونه بښي، بې شکه الله همدی ډير بښونکی (او) ډير مهربان دی.

مسلمان هر وخت دګناهونو او خطاګانو په دام کې راګيريږي، نو په دې بناء مسلمان ته په کار ده چې دالله ﷻ څخه بښنه ډيره وغواړي او هر وخت الله ته توبه وکړي… رسول الله ﷺ فرمايلي دي: په الله مې دې قسم وي چې زه په يوه ورځ کې داويا ځلو څخه زيات استفغار وايم او هغه ته توبه کوم. دا حديث بخاري راوړی دی.

او دامام أحمد په روايت: دسلو ځلو څخه زيات استغفار وايم.

سبحان الله! رسول الله ﷺ چې مخکې او وروسته ټول ګناهونه ورته بښل شوي دي، او بيا هم په يوه ورځ کې له اويا يا سلو ځلو څخه زيات له الله پاک نه بښنه غواړي او هغه ته توبه کوي… نو زه او ته خو يې په طريقه اولی سره له الله پاک نه بښنه وغواړو او هغه ته توبې وکړو چې روزانه رانه په سلهاوو ګناهونه کيږي.

داستغفار دمأثورو صيغو څخه يې ځينې په لاندې ډول دي، په دې کې چې هره يوه وايې صحي ده:

– أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ.

– أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ.

– أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيَّ الْقَيُّومَ، وَأَتُوبُ إِلَيْهِ.

– أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ الْعَظِيمَ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَيَّ الْقَيُّومَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ.

– اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي ذَنْبِي.

– اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي، لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ وَأَبُوءُ بِذَنْبِي، فَاغْفِرْ لِي ؛ فَإِنَّهُ لَا يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button