تبصره
په ٢٠١٥م کال کې چې په بروکسل کې د ناټو د غړیو هېوادونو دفاع وزيرانو غونډه درلوده، په هغې کې په افغانستان کې د روانې جګړې ټولې خواوي وارزول شوې. په پای کې پرېکړه وشوه: څه وخت چې ملي اردو په عملياتو کې کاميابي ترلاسه کړي افغانستان سره به په مرستو کې زياتوالى راولي.
له يادې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو سازمان دوه ځلې شپږ مياشتنې راپورونه ورکړل چې په افغانستان کې د دولتي پوليسو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده او هم د پوليسو له ليکو يو شمېر ځوانان د تېښتې لار نيسي. که افغان دفاع وزارت پرې غور ونه کړي، له افغانستان سره به د پوليسو د روزنې په اړوند مرستو کې کموالی راولي.
اوس د امريکا د سنا مجلس په دې غور کوي چې د افغانستان لپاره نوې ستراتيژي په کوم ډول جوړه کړي. د سنا مجلس زيات سناتوران په دې نظر دي چې که په افغانستان کې دولتي پوليس او ملي اردو په جګړه کې کاميابي ترلاسه کوي، نورې مرسته به ورسره کوو او که د تېر په څېر جګړه په ناکامۍ تمامېږي، بيا د افغان پوځ لپاره مرستې ورکول بې ځايه دي.
له ٢٠١٥کال مخکې له افغانستان سره نظامي مرستې مشروطي نه وې؛ خو څه وخت چې په امريکا کې په افغانستان کې د ناکامي جګړې له امله پر کېدونکو تاوانونو اعتراضونه وشول، امريکا او د ناټو غړیو هېوادونو په افغانستان کې خپلې مرستې مشروطي کړې. افغان حکومت مجبور دی د ملي اردو د ځوانانو د مرګ ژوبلې – چې د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده – دطالب وسله والو په مقابل کې بايد پوليس تر مرګه وجنګېږي.
دا چې امريکا او د ناټو غړي هېوادونه به د جګړې د دوام په شرط تر څو کالو مرستې کوي، نه ده څرګنده؛ خو امريکا او برتانيې دواړو هېوادونو ويلي چې په افغانستان کې د مېشتو پوځونو علاوه به نور پوځونه هم رالېږي.
د برتانیې د دولت وزير او پوځي چارواکي مارک لانکسټر تېره ورځ يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې په افغانستان کې د مېشتو برتانوي پوځونو علاوه نور٥٨٥ پوځونه هم ورلېږي، خو مرستې به هغه وخت زياتوي چې په افغانستان کې د طالب وسله والو په مقابل کې د افغان پوځونو مقابله غښتلې شي او ترې نيول شوې سيمې بېرته دولتي ځواکونه ونيسي.
مارک لانکسټر وويل: له افغان ځواکونوسره زموږ ملاتړ به تر کلونو کلونو پورې دوام ولري او د افغانستان د هوايي پوځ د ځواکونو د روزنې لپاره به زيات پوځيان موظف کړى شي چې هغوى په ښه توګه وکولى شي د حکومت په وسله والو مخالفينو ځمکني اوهوايي بريدونه وکړي.
له بلې خوا په افغانستان کې د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ (سیګار) په خپل يوه تازه راپور کې څرګنده کړې چې په تېرو څلورو میاشتو کې ۲ زره او ۵۳۱ افغان امنیتي ځواکونه په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او ۴ زره ۲۳۸ نور ټپيان شوي دي.
راپور دا هم څرګنده کړې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لسو میاشتو کې ۶ زره او ۷۸۵ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
سره له دې چې امريکا، فرانسه، برتانيه او يو شمېر نور د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د ملي اردو او پوليسو لپاره مرستې کوي، څو د حکومت پر مخالفو وسله والو کاميابي ترلاسه کړي، خو اوس یې په مشروط ډول يادونه په دې وکړه چې د څه مودې راپدېخوا سره د ميلياردونو لګښتونو بهرنيو او داخلي ځواکونو د وسله والو طالبانو په مقابل په هره جګړه کې يا ماتې خوړلې او يا تسليم شوي دي، چې د سيګار دبنسټ په اساس هره ورځ شاوخوا ۲۰ افغان پوځيان او پولیس وژل کېږي.
د سيګار بنسټ څرګندوي چې اوس مهال وسله والو طالبانو د افغانستان په بلخ، فراه، بغلان، بدخشان، اروزګان، هلمند، کونړ، لغمان، زابل، فارياب او سرپل ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي او هم د حکومتي پوليسو روحيه د پخوا په نسبت غورځېدلې ده. که افغان حکومت د وسله والو طالبانو په مقابل کې جګړه د خپلو ځمکنيو او هوايي بريدونو په دوام کاميابه نه کړي، مرستندويه هېوادونه به پرې خپلې مرستې يا کمې او يا به یې ځینې هېوادونه پرې ودروي>


















