محب الله ذاکر
په انسان کي یو داسې ځواک او ملکه ایښودل سوې چي له امله يې د خیر پر لور قدم ږدي او له شره د بچ کېدو وړتیا پیداکوي. د دي ځواک او ملکي نوم (حیاء) ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: حیاء د ایمان یو ښاخ دی. او بل ځای فرمايي: حیاء له خیره ماسیوا بل څه نه ورکوي.
علامه ماوردي رحمه الله وایي: خیر اوشر پټ مفاهم دي او یوازي دهغو نښو له مخي پیژندل کیږي چي پر دي مفاهیمو دلالت کوي. نودخیر تر ټولو غوره نښه حیاء ده او دشر تر ټولو غوره نښه بې حیايي ده. دیوه عربي شعر ژباړه ده: له انسانه دهغه داخلاقو په اړه مه پوښته، په خپله دهغه په څیره کي داخلاقو شاهدي سته.
په یوه حدیث کی راغلي: کله چي درکي حیاء نه وي،نوڅه چي دي خوښه وي ویې کړه.
حیاء له الله تعالی څخه کیږي، له خلکوڅخه کیږي اوله نفس څخه هم کیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « له الله تعالی څخه هغسي حیاء وکړئ څومره چي دحیاء کولو حق دی.»
صحابه وو رضی الله عنهم وپوښتل: دالله تعالی پر وړاندي دحیاء سهی حق څنګه اداکولای سو؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دسر اوڅه چی پکښی دي اود نس ( ګیډي) اوڅه چي پکښی دي حفاظت کول….»
ماخذ: د ژوند پر لویه لاره د بریا سفر


















