لیکنه: ملا نعمان
عجبه ده! ملایان اوپیران د نبیانو منصوصي وارثان دي، خو د سیاست په چارو کې یې ددوی منصب کماحقه نه ؤ پاللی، د سیاست په نسبت یې عزلت او زاویه نشیني ډیره خوښوله.
دا مقصد مې نه دی چې دوی فقط تر جماتونو او کونجونو محدود ول؛ ځکه دا خو واضحه ده، چې له پیړیو پیړیو د هر غاصب او کافر په وړاندې د جهاد او جګړې مشري یوازې او یوازې ملا او پیر په غاړه اخیستې ده. چې د هډې آخندزاده، د چکنور تور ملا، د ترنګزو حاجي صاب، حاجي محمد امین او د کابل حضرتان یې د وروستۍ پیړۍ بیلګې دي؛ بلکې زمونږ اساسي مقصد دادی چې کله هم ملا او پیر د افغان اولس په ملګرۍ د کافر او غاصب د اشغال ټغر ورټول کړی دی او آزادي یې ګټلې ده، نو پرته له دې چې د حکومت په تأسیس او تنظیم کې کار ولري، سمدستي ملا خپل جمات ته او پیر صاحب خپلې خانقا ته راګرځیدلی.ملا دحجرې پالنه او د طالب درس او پیر صاحب د دربار ګرم ساتل او د مریدانو تربیه کول خپل آخري کار ګڼلی دی، چې ددوی د همدې تقصیر له کبله د دولت چارې هر وخت داسې خلکوته حواله شوي دي، چې د ملا او پیر په واسطه د شړل شوي دښمن له خوا به روزل شوي وو، چې بیرته به همدې غازي او جهاد ګټونکي ملا او پیر ته دردسر جوړشول.
زمونږ تاریخ ګواه دی چې جهاد به ملا او پیر وګټلو، ثمره او نتیجه به یې بل چا وتښتوله، دوی د جهاد ګټل او د دښمن ماتول خپله دنده ګڼله او تر همدې پولې یې ځانونه مسؤلین ګڼل، له دې ورآخوا یې په هیڅ څه کې کار نه درلود.
په ډیر تأسف او نه زړه باید ووایو چې په تاریخ کې د ملا او پیر لویه تیروتنه همدا وه، چې په نتیجه کې یې په همدې ملا، پیر او ددوی په مقتدیانو او مریدانو هغه ناکردۍ تېرې شوې چې قلم یې له لیکلو عاجز دی. که څه هم د کابل حضرتانو او ورپسې ددوی له خوا تربیه شویو ملایانو او پیرانو تر یو حده دا اشتباه درک کړه، او عملاً د سیاست میدان ته راووتل، خو بیا هم تر ډیره د سلطې او واک له مرکزي نقطې لرې ساتل شوي ول. طریقه او عقیده همداسې جوړه شوې وه، چې د حکومت چارې پرمخ بېول، نه د ملا او پیر په وس پوره دي او نه یې کار دی.
د دین ددې غلطې نقشې او غلط تصور د ختمولو لپاره د خدای د سنتو مطابق، یو زورور مجدد ته ضرورت لیدل کیدو، چې بالآخره د ملا او پیر په لاس روزل شوی طالب او مجدد، ملا محمد عمر آخند له خپلې حجرې او مدرسې را پورته شو او د خپلو استاذانو او پیرانو تاریخي تقصیر او نقصان یې تکمیل او جبیره کړ او داسې حکومت یې را منځته کړ چې په سر کې یې هم ملا و او په پای کې یې هم ملا و لنډه دا چې له وزیره را نیولې تر ترافیکه پورې ټوله کرړه طالب او ملا وه.
او مجدد ملا خپل تاریخي، سیاسي او عرفاني سیر او سلوک په صحابه کرامو پای ته ورساوو.ان شاءالله
فرحمه الله رحمة واسعة

















