امریکایي نظامي الوتکه په استرالیا کې لویدلې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۵ فرید افغان)
راپورونه وایي چې یوه ام وي ۲۲ امریکایي الوتکه چې شاوخوا ۲۶ عسکر پکې سپاره وو د استرالیا په کوئینزلنډ سیمه کې لوېدلې ده.
پنټاګون د الوتکې سقوط تاید کړی او ویلي یې دي چې د الوتکې ۲۳ کسه عمله ژغورل شوي خو ۳ کسه بې درکه دي.
ویل کیږي لادرکه شوي کسان وژل شوي دي.
بلخوا د استرالیا ددفاع وزارت رسنیو ته ویلي، چې په دغه الوتکه کې هیڅ استرالیايي عسکر نه و، دوی ویلي چې د الوتکې ټوله عمله امریکايي عسکر و.
د امریکا ددفاع وزارت تر اوسه د الوتکې د سقوط لامل ندی په ډاګه کړی.

